د ژمي له را رسېدو سره، په کابل کې خلک د ناروغیو زیاتیدو ته اندېښمن دي. د طالبانو د حکومت چارواکي وچکالي، فقر، بېوزلي او د سمو سون توکیو نه موجودیت د هوا د ډېرې ککړتیا لاملونه بولي.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو دا ځل د خيبر پښتونخوا قبايلي سيمې څېړلې دي. دا چې په ۲۰۲۳ز کال کې په قبايلي سيمو کې د امنيت، اقتصاد او سياست له پلوه کوم پرمختګونه وشول او په ۲۰۲۴ز کال کې څه امکانات شته؟ په دې اړه تفصیل په ویډیويي بحث کې وګورئ.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف خان دراني مشال راډیو ته وویل چې د طالبانو د حکومت یو پلاوی اسلام اباد ته رسېدلې دی.
په کراچۍ کې د خبريالانو په مرکز کې د نرښځیانو ټولنې مشرانو د جنورۍ پر دويمه په خبري غونډه کې وویل چې د عدالت د فیصلې په رڼا کې د نرښځيانو د خوندیتوب په اړه د ۲۰۱۸ز کال قانون بېرته اخیستل شوی دی چې له امله یې دوی انتخاباتو ته نه شي درېدای او د ووټ اچولو اجازه هم نه لري.
د کاربنديز له امله یې د کوټې ښار د سریاب سيمې ترڅنګ په مستونګ، قلات، سوراب، خضدار، وډ او يوشمېر نورو سيمو کې دوکانونه ترل شوي او په بازارو کي د خلګو ګڼه ګوڼه کمه ده.