Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2024

Новости за 14.01.2024

پي ټي اېم له حکومته د منظور پشتین خوشې کولو غوښتنه کړې ده

Mashaalradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښه مشرانو، فعالانو او پلویانو د جنورۍ پر ۱۴مه د خیبر پښتونخوا په بنو کې احتجاجي لاریون او جلسه وکړه او پر حکومت یې د خپل مشر منظور پشتین د خوشې کولو او په صوبه کې د امنیت ټینګښت غوښتنې وکړې. د پي ټي اېم مشرانو مشال راډیو ته وویل چې پولیسو د ښار په دوه ځایونو کې د جلسې اجازه ور نه کړه خو وروسته یې د خبریالانو مرکز مخې ته غونډه وکړه. پولیس وايي، انتظامیې د امنیت وضعیت ته په کتو په ښار کې پر غونډو بندیز لګولی وو نو ځکه یې پي ټي اېم ته د جلسې اجازه نه ورکوله خو وروسته یې د هغوی د امنیت دنده ترسره کړه. Читать дальше...



د بلوچستان هنرمندانو د خپلو حقونو لپاره مظاهره کړې ده

Mashaalradio.com 

په کوټه کې د بلوچستان یوشمېر هنرمندانو د کلتوري چارو د صوبايي ادارې پرضد مظاهره کړې ده او تور یې پورې کړی چې چارواکي له بودیجې څخه د هنرمندانو په نوم ترلاسه کړې پیسې نه ورکوي او ژوند او اړتیاوو ته یې پام نه کوي. خو د بلوچستان د کلتوري چارو اداره وايي چې ګڼو هنرمندانو ته هره میاشت ۳۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي او بېلابېلو ځایونو ته یې د خپل هنر ښوولو لپاره بیايي. ویډیويي رپورټ.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *