د پاکستان د جمعیت علمای اسلامف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، افغانستان ته د سفر پر مهال به د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره هم ليده کاته وکړي. هغه د ازادي راډیو له مشال څانګې سره د خبرو پر مهال وويل، د طالبانو په حکومت کې له راتلو وروسته يې خپله هم افغانستان د تګ هیله درلود، خو په اسلام اباد کې په افغان سفارت کې د طالبانو شارژدافېر لخوا د ډسمبر پر ۱۶مه تر رسمي بلنې وروسته به په راتلونکو څو ورځو کې هغه هېواد ته سفر وکړي. مولانا فضل الرحمان وويل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو سمولو هڅه کوي. Читать дальше...
د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي دي چې افغانستان ته د سفر پر مهال به د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره هم ليده کاته کوي. نوموړي د جنورۍ پر پينځمه له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې د طالبانو په حکومت کې له راتلو وروسته يې خپله هم افغانستان د تګ خواهش درلود، خو په اسلام اباد کې په افغان سفارت کې د طالبانو شارژدافېیر (ناظم الامور) لخوا د ډېسېمبر پر ۱۶مه تر رسمي بلنې وروسته به په راتلونکو څو ورځو کې هغه هېواد ته سفر وکړي. مولانا فضل الرحمان وويل چې هغه به د... Читать дальше...
د پي ټي اېم يو مخکښ ادريس پشتين نن (د جنورۍ پر پينځمه) مشال راډيو ته وويل چې منظور پشتين په جهلم کې زنداني شوی دی، خو د نوموړي په وينا پوليسو لا تر اوسه د پشتين پرضد مقدمه نه ده په ډاګه کړې.
د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې یو سوداګر د یو میلیون ډالرو په ارزښت د اوښانو د ساتلو فارم جوړ کړی دی. دغه اوښان چې شمېر یې ۵۰۰ ته رسېږي، د شېرخان بندر د امو سیند په ځنګلونو کې ساتل کېږي. د دې فارم مسوول وايي، دا په افغانستان کې د اوښانو د ساتلو لومړنی فارم دی.
په خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتي کمېشن ویاند سهېل احمد د جنورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې هغه عدالتونه به د جنورۍ تر ۱۰مې پورې د سیاستوالانو د نوماندۍ کاغذونو د منظورولو یا ردولو پرېکړه کوي.
د پي ټي اېم يو مخکښ ادريس پشتين نن (د جنورۍ پر پينځمه) مشال راډيو ته وويل چې هغوی تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې په زيات شمېر کې له اډيالې زندانه د منظور پشتين د خوشې کېدو او د هغه د هرکلي لپاره ورغلي ول، خو د نوموړي په وينا د پنجاب پوليسو پشتين له زندانه د ناڅرګند مقام پر لورې په خپلو ګاډو کې بوتلی.
په خوست کې یوشمېر هغه ځوان ډاکټران چې له طبي زدکړو نوي فارغ شوي دي وايي، دوی د زدکړو لومړی پړاو پای ته ورساوه خو مسوولې ادارې دې اوس ورته د ستاژ دورې او په روغتونونو کې د عملي کار او نظري زدکړو لپاره زمینه برابره کړي. بل خوا استادان پر دې ټینګار کوي چې افغانستان ته دې عصري طبي ټېکنالوژي وارده شي او نوي ځوانان دې په درملنه کې پر نوې ټېکنالوژي تکیه وکړي. ویډیویي راپور.