د پاکستان حکومت چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر لومړۍ نېټې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړ نو ورسره د هغو خلکو روزګار هم ودرېد. د پاخه عمر لرونکی محمد غني هم له هغو بېروزګاره شویو څخه دی او وايي چې د لارې تړل کېدو اوس سوال کولو ته مجبوره کړی دی.
په داسې حال کې چې په اکثرو اروپايي هیوادونو کې سخت ژمی دی، په هسپانیا کې د معمول خلاف هوا پسرلنۍ ده. هغوی چې له سړې هوا په تکلیف شوي، د هسپانیا له دې پستې هوا خوند اخلي.
د پاکستان پولې ته نېږدې د ایران د سیستان - بلوچستان ولایت په سراوان کې د جنورۍ پر ۲۷مه د وسلوالو په برید کې د وژل شويو نهو پاکستانیانو کورنیو له حکومته غوښتي چې جسدونه دې ژر هېواد ته ولېږدوي. د هغې پېښې پېښه ذمه واري چا نه ده منلې او بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچستان لېبرېشن ارمي یا بي اېل اې ورڅخه لاتعلقي اعلان کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د ايران او پاکستان ترمینځ تر ترینګلتیا وروسته سفارتي اړیکې بیا پر ځای شوې دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
پولیسو ویلي دي چې پر همدې اساس یې څو ځلې مظاهرچیان منع کړل خو هغوی احتجاج نه ختماوه نو ځکه یې په پنجاب کې د غورځنګ د مشر رحیم وزیر په ګډون اووه فعالان نیولي او د ګلبرګ پولیسو مرکز ته یې لېږدولي دي.
دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې خبریال او څېړونکی احسان الله ټيپو مسيد مېلمه کړی دی. نوموړی د خراسان ډایرۍ په نوم د یوې رسنۍ د مدیرانو له ډلې دی. مسید له کلونو راهیسې د امنیتي حالاتو په اړه خبریالي او څېړنې کوي او له نړیوالو رسنیو سره یې هم کار کړی دی. دی وايي، اسلام اباد دا فکر کاوه چې ګواکې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره به په پاکستان کې امنیت ښه شي، خو داسې و نه شول. مسید وايي چې په داسې حال کې چې انتخاباتو ته کمې ورځې پاتې دي، په خیبر پښتونخوا کې ناامنۍ اندېښنې پیدا کوي. بشپړه مرکه واورئ.
په کوټه کې د بلوڅانو د یووالي یا یکجهتي کمېټۍ په بلنه د جبري بې درکیو او ماورای عدالت وژنو پرضد احتجاجي جلسه شوې ده. د جنورۍ ۲۷مې جلسې ته ګڼ داسې کسان ورغلي ول چې د کورنیو غړي یې ورک دي. له هغو څخه یې ځینو مشال راډیو ته وویل چې کلونه تېر شول خو د خپلوانو او عزیزانو یې هېڅ درک نه لګي. بلوڅانو د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له وروستۍ اوونۍ راهیسې د ماورای عدالت وژنو او جبري بې درکیو پرضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی. د پاکستان حکومت وايي، د ماورای عدالت وژنو پلټنې کوي، د ککړو کسانو پرضد اقدامات کوي او د ورکو کسانو... Читать дальше...