د سېوۍ د پولیسو مرستیال مشر عمایت بنګلزي مشال راډیو ته وویل چې دا چاونه د جنورۍ پر ۳۰مه مازیګر مهال له هغه وروسته شوې چې د تحریک انصاف ګوند انتخابي جلوس د پېښې له ځایه تېر شوی وو.
د سوات په مالم جبه کې دا کال په ځنډ خو ډېره واوره شوې ده. خلک خوشاله دي چې نه یوازې دې سره به په غرنيوو سيمو کې فصلونه ښه شي بلکې سيلګري به هم ورسره وده وکړي. مالم جبې ته د تېر کال په څير دا ځل هم ګڼ خلک د سیل لپاره ورغلي دي. له بېلابېلو ځایونو کورنۍ او ماشومان هم ورغلي دي. نیاز احمد خان په دې اړه ويډيو راپور جوړ کړی.
د روڼتیا یا شفافیت نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې په ۲۰۲۳م کال کې د ۲۰۲۲م کال پرتله درغلۍ یا اداري فساد زیات شوی دی.
په پاکستان کې د فرورۍ پر اتمه کېدونکو عام انتخاباتو لپاره د کاندیدانو يا امېدورانو کمپاينونه روان دي. د کوټې خلک وايي ګراني، د سوداګرۍ کمی، ناامني او بې روزګاري هغه لویې مسلې دي چې دوی غواړي د راتلونکي منتخب سیاستوال ورته حل راوباسي. صمد شبنم په دې اړه ويډيو راپور لري.
د فراه ولایت یو شمېر مالداران وایي چې د وچکالۍ له امله د خپلو څارویو تلف کېدو ته اندېښمن دي. د افغانستان په ډېرو سیمو کې د وچکالۍ زیاتوالي مالداران او کروندګر له سخت ناورین سره مخامخ کړي دي.
د اطلاعاتو نګران صوبايي وزیر جان اڅکزي د جنورۍ په ۳۰ مه په اېکس پاڼه په خپل بيان کې ويلي دي چې د پاکستان امنيتي ځواکونو په مچ سیمه کې د ترهګرو برید ناکامه کړی دی.
په پاکستان کې د دولتي راز افشا کولو د قضيې لپاره جوړ شوي ځانګړي عدالت د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۲۳مه عمران خان او شاه محمود قريشي په رسمي توګه تورن کړي وو.
د کراچۍ په کلفټن کې د سمندرګي پر غاړه د میراتان ځغاستې سیالي شوې ده چې پکې تر ۱،۲۰۰ پورې سړیو، ښځو او ماشومانو برخه واخیسته. د سيند صوبې نګران حکومت او د سیالۍ تابیا کوونکي وایي، چې د سیالیو منظوري یې د ځغاستې له نړیوال فیډرېشنه اخیستې وه. میراتان د اوږد واټن ځغاسته ده چې رسمي فاصله یې څه باندې ۴۲ کېلومیټره وي. میراتان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کېږي چې په پاکستان کې د چارواکو په وینا، په لومړي ځل په نړیوال معیار شوې ده. په پاکستان کې مذهبي ډلې د هغې ځغاستې مخالفې دي او ورباندې د بندیز غوښتنه کوي. Читать дальше...