د روسيې په یوه سرحدي سیمه کې چاودنې ځاني او مالي زیانونه اړولي
د اوکراین له خارکییف سره په پوله د روسیې په یوه سرحدي ښار کې تېره شپه د چاودنو او اورلګېدنو په پېښو کې د څو تنو د وژل کېدو او یو شمېر ودانیو د زیانمنېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د اوکراین د خارکییف ښار پولې ته نږدې د روسیې د بیلګوروډ والي ویلي، چې تېره شپه د دې سیمې په مرکزي ښار کې لږترلږه درې تنه وژل شوي او یو شمېر ودانۍ زیانمنې شوي چې د روسیې د پارلمان یوه غړي هغه د اوکراین له خوا د مسقیمي جګړې یو عمل بللی دی.
د سیمې والي ویچیسلاو ګلاکوف پر ټېليګرام په یوه پوست کې ویلي، چې په بیلګوروډ ښار کې چې شاوخوا څلور لکه تنه اوسي او د اوکراین د سرحد په شمال شاوخوا ۴۰ کیلومترۍ کې پروت دی، د تېرې شپې په پېښه کې یو شمېر چاودنې شوې دي.
هغه ویلي، چې لږترلږه د اپارتمانونو یولس ودانۍ او ۳۹ کورونه ویجاړ شوي یا زیانمن شوي دي.
د ګلادکوف له ادعا سره سم د یوې لس کلنې ماشومې په ګډون لږترلږه لس تنه ټپیان شوي دي.
د روسیې د فدرالي شورا یوه غړي اندرې کلیشاس د دغې پېښې مسوول اوکراین وباله او زیاته کړه، چې په بیلګوروډ کې د ملکیانو وژل او د ملکي وګړو د تاسیساتو ورانول د اوکراین له خوا د مستقیمي جګړې یو عمل دی او په وړاندې یې باید د پوځي غبرګون په ګډون کلک ځواب وویل شي.
د فبرورۍ له ۲۴ راهیسې چې روسیې پراوکراین یرغل کړی، په بیلګورو او د روسیې په یو شمېر نورو سیمو کې دا ډول څو چاودنې اود اورلګېدنې پېښې شوي خو کییف یې د یوې پېښې مسوولیت هم نه دی اخیستی.
د بیلګوروډ پېښه داسې مهال کېږي، چې د روسیې پوځ په اوکراین کې توغندویي بریدونو ته زور ورکړی دی.
له کله چې په اوکراین کې جګړه پیل شوې، په دې هېواد کې په زرګونه ملکي وګړي وژل شوي او په میلیونونو له خپلو سیمو بې ځایه شوي خو روسي چارواکو دا خبره رد کړي چې دوی ملکیان په نښه کوي.
پرون شنبې هم د اوکراین د ختیځ په ځینو برخو کې سختې جګړې روانې وې، په تېره د لیسچانسک ښار په شاوخوا کې چې د لوهانسک په سیمه کې یو ګڼ مېشتی ښار بلل کېږي.
دا د اوکراین د لوهانسک د سیمې یو له هغو وروستیو ګڼ مېشتو ښارونو دی چې تراوسه روسیې پرې بشړه ولکه نه ده ټینګه کړې.
یوه اونۍ وروسته له هغې چې څنګلوری ښار یې سیورودونیڅک په بشپړه توګه د روسي ځواکونه لاس ته ولوېد، روسي ځواکونو په تېرو څو ورځو کې پر دې ښار راکټي او توغندویي بریدونو ته دوام ورکړی.
هغه ښارونه چې تراوسه د روسي ځواکونو لاس ته لوېدلي، اکثره یې پر کنډوالو بدل شوي چې سیورودونیڅک هم چې کله روسي ځواکونو ونیو له ورته برخلیک سره مخامخ شوی دی.