Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2022

Новости за 10.07.2022

افغانان د طالبانو په واکمنۍ کې لومړی لوی اختر لمانځي

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې د جولای پر نهمه په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ وه، د هغه هېواد اوسېدونکي وايي، له اقتصادي ستونزو کړېږي. دا پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د افغانانو لومړی لوی اختر دی. د یوشمېر ښارونو اوسېدونکو ویلي چې د اختر لومړۍ ورځ یې په امن کې تېره کړه. د رویټرز اژانس ویډيويي رپورټ.

د اختر نمانځنه؛ منصور: د اقتصادي ستونزو له امله مې قرباني ونه کړه

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې بېلابېلو اقتصادي ستونزو د لوی اختر نمانځل کمرنګه کړي دي. احمد منصور چې د کابل ښار اوسېدونکی دی وايي، تېرو لویو اخترونو کې به یې یو یا دوه څاروي قرباني کول خو سږ کال د اقتصادي ستونزو له امله یې د دغه سنت پر ځای کولو نه محروم شوی دی. هغه وویل: "زموږ کورنۍ به تر درېیو څاروي قرباني کول، سږ کال مو اقتصاد کمزوری وه او ومو نه شواى کړای چې ان یوه قرباني هم وکړو، کار نه شته اقتصادي ستونزې زیاتې دي." منصور د سلګونو خلکو له ډلې یو دی چې تېرو کلونو کې به یې اخترونو کې قربانۍ کولې خو سږ کال یې په وس نه وه چې پسه یا غوا حلاله کړي. Читать дальше...

زلنسکي په پنځه هېوادونو کې خپل سفيران له دندو ګوښه کړل

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په پنځو هیوادونو کې خپل سفیران له کاره ګوښه کړل. د اوکراین ولسمشر د دغو سفیرانو د برطرفۍ حکمونه پرون (شنبه) صادر کړل خو په هغو کې د دې پرېکړې دلایل نه دي څرګند شوي. د ولسمشر زیلنسکي له فرمان سره سم، په جرمني، ناروې، چک جمهوریت او هند کې د اوکراین سفیران څنګ ته شوي دي. تر دې وړاندې اوکراین په مالدیپ، نیپال، سریلانکا او بنګله دېش کې خپل سفیران له دندو ګوښه کړي وو.

طالبان: د اختر په دوو ورځو کې هېڅ امنيتي پېښه نه‌ده شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د اختر په دوو ورځو کې هېڅ امنیتي پېښه نه‌ده شوې. د دغه وزارت وياند عبدالنافع ټکور ازادي رادیو ته وویل، د اختر په تېرو دوو ورځو کې هېڅ امنيتي پېښه نه‌ده شوې. تر دې مخکې د کابل لپاره د طالبانو امنیه قوماندان ملا ولي جان حمزه ویلي و، د دغه ښار اوسېدونکي دې د لوی اختر درې ورځې د نا امنیو له ډار پرته ولمانځي. د ولي جان حمزه په خبره د کابل په زیاتو برخو کې اضافي وسله وال ګمارل شوي او دوی د مشکوکو ساحو تلاشي هم کوي. نن د افغانستان په ګډون د نړۍ په اکثرو اسلامي هېوادونو کې د لوی اختر دوهمه ورځ ده.

ملا يعقوب: دوحه د افغانستان او قطر ترمنځ د امنيتي موافقې هڅه کوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر وايي، دوحه د افغانستان او قطر ترمنځ د همکارۍ د چوکاټ د رامنځته کولو لپاره له کابل سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو هڅه کوي. ملایعقوب مجاهد د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې ده د موافقې مسوده د لا زیات تحلیل لپاره له ځان سره راوړې ده. تر دې وړاندې طالبانو ویلي و چې یولکو لس زره کسیزه اردو یې جوړه کړې ده.

جاپان: سنا جرګې د نيمايي استازو ټاکلو لپاره د رای ورکولو بهير پيل کړ

Pa.azadiradio.com 

د جاپان د پخواني صدراعظم شینزو ابې له ترور کېدو دوې ورځې وروسته نن سهار (یکشنبه) د دغه هېواد د سنا جرګې د نیمايي استازو د انتخابولو لپاره د رای ورکولو بهیر پیل شو. په نظر پوښتنو کې د جاپان د لیبرال دیموکرات ګوند په ګډون واکمن ايتلاف، چې ابې یې غړی و، مخکښ ښکاري. دا ښي اړخی ملي ګوند اوس په جاپان کې واکمن دی. په جاپان کې انتخابات په داسې حال کې ترسره کېږي چې انتخاباتي بهیر د شینزو ابې د وژل کېدو تر اغېز لاندې دی.

فعالانو د بشري حقونو خوندیتوب په اړه د ملا حسن اخوند څرګندونې رد کړې دي

Mashaalradio.com 

د اخوند څرګندونو د بشري حقونو د سازمانونو او فعالانو غبرګونونه پارولي دي. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د رهبرۍ غړی ماهر مومند وایي، په افغانستان کې "په پراخه اندازه د بشري حقونو سرغړونې" روانې دي چې ورسره د طالبانو د حکومت دعوې ردېږي.



جو بايډن: پر ايران فشارونو ډېرېدو ته دوام ورکووم

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمنه وکړه چې پر ایران به د اقتصادي او دیپلوماتیکو فشارونو زیاتېدو ته دوام ورکړي. ښاغلي بایډن په یوه لیکنه کې چې سرلیک یې دی (ولې سعودي عربستان ته ځم؟) او پرون واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپره کړې، د ایران په اړه د خپل حکومت دریځ ته په اشارې ویلي چې امریکا د ایران د غورځو - پرځو د کنټرولو لپاره په اروپا او درسته نړۍ کې له خپلو شریکانو او متحدانو سره لاس یو کوي. امريکا له تېرو څو کلونو راهيسې پر ايران پرلپسې اقتصادي او سياسي بنديزونه لګولي چې له امله يې ايران له سخت اقتصادي ګواښ سره مخ دی.

پاکستان کې خلک اختر لمانځي او قربانۍ کوي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې مسلمانان په داسې حال کې لوی اختر لمانځي چې حکومت د کورونا وایرس زیاتېدونکو پېښو ته په کتو پر خلکو د احتیاط کولو غږ کړی دی. د جولای پر ۱۰مه د اسلام اباد د فیصل جومات په ګډون په لویو او وړو ښارونو کې مېلیونونه خلکو د اختر لمانځه جمعې وکړې. د افغانستان په ګډون د نړۍ په زیاتره اسلامي هېوادونو کې د جولای پر نهمه لوی اختر ولمانځل شو. ویډیويي رپورټ.

اوکرايني چارواکي: د لوهانسک سيمې پر يو شمېر ښارګوټو د توپونو سخت بريدونه شوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د لوهانسک محلي ادارې مشر سرهی هایدې پرون شنبه د ټلګرام په یوه مطلب کې ویلي، له څو استقامتونو د دغې سیمې پر ښارګوټو د روسیې له خوا د توپونو سختې ډزې شوې دي. ده ویلي، روسان له ټولو لومړیو کرښو ډزې کوي او هڅه یې دا ده چې د لوهانسک له استوګنیزو سیمو د دونیڅک د لومړیو کلیو پر لوري پرمختګونه وکړي. بلخوا د اوکراین د دویم لوی ښار خارکیف د بېړنیو خدماتو ادارې ویلي، پرون پر یوه استوګنیزه ودانۍ د توغندي په چاودنه کې ۶ تنه ملکیان ژوبل شوي دي. د روسیې دفاع وزارت ویلي، د دوی ځواکونو خارکیف ته نږدې «د بهرنیو مزدورانو» دوې پوځي اډې ویشتلي دي. Читать дальше...

د بشري حقونو د تامين برخه کې د طالبانو رييس الوزرا څرګندونو ته غبرګونونه ښودل شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا هغو څرګندونو غبرګونونه راپارولي چې ګواکې افغانستان کې ټول بشري حقونه تامین او دوی د خلکو دنیوکو او پوښتنو د اورېدو زغم لري. محمد حسن اخند دا څرګندونې د لوی اختر په لومړۍ ورځ د اختر لمونځ پر مهال ولس ته په وینا کې کړي. د طالبانو د حکومت رییس الوزرا محمد حسن اخند پرون د لوی اختر په لومړۍ ورځ د اختر لمونځ پرمهال خلکو ته په وینا کې د یوې تګلارې په یادولو وویل چې "ټول خلک هغه که د دوی دوست وي که دښمن" خپلې نیوکې او ستونزې ورسره شریکې کولای شي تر څو دوی یې حل کړي. ... Читать дальше...

په پاکستان کې مسلمانان لوی اختر لمانځي

Mashaalradio.com 

د افغانستان او سعودي عرب په ګډون د نړۍ په زیاتره هېوادونو کې مسلمانانو د جولای پر نهمه لوی اختر ولمانځه. د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو په ځینو برخو کې هم خلکو د شنبې (خالي) پر ورځ اختر وکړ.

مارنینګ سټار: په افغانستان کې د ښځو مصیبت د امریکا له بندیزونو سره زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

مارنينګ سټار: مارنینګ سټار ورځپاڼې د افغان ښځو پر بدې ورځې لیکنه خپره کړې. په دې لیکنه کې، چې سرلیک یې دی: "په افغانستان کې د ښځو مصیبت د امریکا له بندیزونو سره زیات شوى" راغلي په افغانستان کې اقتصادي بحران د ژورېدو لور ته روان دی، د لوږې او بېوزلۍ ډېرېدو د دغه هېواد ښځې له سخت وضعیت سره مخامخ کړي دي. ورځپاڼه وايي، د امریکا له لوري لګول شویو بندیزونو او د طالبانو له خوا منظمو محدودیتونو یوازې د افغان ښځو او نجونو کړاوونه زیات کړي دي. مارنینګ سټار ورځپاڼه لیکي، هماغسي چې ملګروملتو ویلي، په... Читать дальше...

د سوريې ولسمشر د لوی اختر لومړۍ ورځ په حلب ښار کې ونمانځله

Pa.azadiradio.com 

د سوریې ولسمشر بشارالاسد پرون شنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ په حلب ښار کې ولمانځله. دا له کله چې په ۲۰۱۶م کال کې د سوریې پوځیانو د روسي او متحدو ځواکونو په مرسته دغه ښار ونیوه، لومړی وار دی، چې د سوریې ولسمشر شمالي ښار حلب ته سفر کوي. د سوریې دولتي خبري اژانس سانا په وینا، اسد له نورو عالي رتبه دولتي چارواکو سره یوځای د اختر لمونځ په ابن عباس جومات کې وکړ. د سوریې ولسمشر بشارالاسد په خپله وینا کې وویل هلته یې یو برېښناکوټ پرانیست چې ۲۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدولی شي. دغه ښار په ۲۰‍۱۲م کال کې د... Читать дальше...

پاکستان: د سېلابونو له امله لسګونه کسان مړه او سلګونه بې‌ځايه شوي

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکو پرون شنبه ویلي، چې د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله په لسګونو کسان مړه او په سلګونو نور، بېکوره شوي دي. د بلوچستان ایالت د اضطراري چارو سلاکار، ضیا اله لانګو ویلي، د ښځو او ماشومان په ګډون ۵۷ تنه مړه شوي دي. بلخوا د خیبرپښتونخوا ایالت د اعلامیې له مخې، په دغه ایالت کې د سختو اورښتونو له کبله دوه کسان د یوه کور د چت د پرېوتو په پېښه کې مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي. په افغانستان کې هم وروستیو اورښتونو او سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د کابل لپاره د طالبانو امنيه قوماندان: خلک دې له ډار پرته اختر ونمانځي

Pa.azadiradio.com 

د کابل لپاره د طالبانو امنیه قوماندان وايي، د دغه ښار اوسېدونکي دې د لوی اختر درې ورځې د نا امنیو له ډار پرته ولمانځي. په هغه ویډیويي پیغام کې چې پرون د طالبانو تر ولکې لاندې باختر اژانس خپور کړی، ملا ولي جان حمزه کابل ښاریانو ته ویلي: "دا پیغام دی، چې په خوښۍ سره د اختر ورځې ولمانځي هېڅ مشکل به نه وي." د ولي جان حمزه په خبره د کابل په زیاتو برخو کې اضافي وسلوال ګمارل شوي او دوی د مشکوکو ساحو تالاشي هم کوي. نن د افغانستان په ګډون د نړۍ په اکثرو اسلامي هېوادونو کې د لوی اختر دویمه ورځ ده.

يونسيف: باميان ته بې‌ځايه شوې کورنۍ ور روانې دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د یونیسف استازی وايي، د بامیان یکاولنګ ولسوالۍ ته بېځایه شوي کسان پر خرو ور روان دي. محمد ایویا تېره شپه په ټویټر کې لیکلي، دغو بېځایه شویو کسانو ته چې ماشومان هم په کې شامل دي، د دوی ډلې پر غرونو تر ۴ ساعته پلي مزله وروسته ځانونه رسوي. ملګرو ملتونو ویلي، چې د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د نښتو له کبله ۲۷زره کسان بېلابېلو سیمو ته بېځایه شوي دي. ښاغلي ایویا لیکلي یونیسف هلته هم د ښځو او ماشومانو په خاطر حضور لري او هېڅکله به دوی خپلې چارې ونه دروي.

د چين او روسيې نږدې‌والی؛ امريکا يې په اړه اندېښمنه ده

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له روسیې سره د چین پر نږدېوالي اندېښنه وښوده او ویې ویل چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه بېطرفه پاتې کېدل سخت کار دی. بلخوا د برېتانیا دفاع وزارت هم پرون وویل، چې د اوکراین د لسو زرو سرتېرو لومړۍ ډله چې په راروانو میاشتو کې به وروزل شي، دغه هېواد ته ورسېده. د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن د انډونیزیا په بالي ښار کې د G-20 یا د لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې په څنډه کې له خپل چینايي سیال وانګ يي سره په کتنه کې وویل:  "هغه څه... Читать дальше...

پر ټولنيزو شبکو 'د نجونو ښوونځي پرانېزئ' کمپاين زده کوونکې هيله‌منې کړي

Pa.azadiradio.com 

ځینې زده کوونکې نجونې پر ټولنیزو شبکو د نجونو د تعلیم په ملاتړ د پیل شوي تازه کمپاین نتیجو ته خوشبیني ښېي. دوی وایي هیله‌منې دي، چې دغه ډول مدني کمپاینونه د طالبانو چارواکي دې ته اړ کړي، چې د ټولو نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي. ځینې زده کوونکي نجونې چې طالبانو یې تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم مخه نیولې، هیله‌منې دي، چې تازه پیل شوی کمپاین به د دوی د ټولګیو پرانیستلو ته لار اواره کړي. له تېرې جمعې په ټولنیزو شبکو یا خواله رسنیو کې د نجونو ښوونځي پرانیزئ په نوم د هشتګ په کارولو سره په زرګونو کسانو... Читать дальше...

يو بنسټ د وژل شويو او معلولو شويو سرتېرو له کورنيو سره مرستې کوي

Pa.azadiradio.com 

یو غیر دولتي بنسټ، چې له نورو اشخاصو او سازمانونو بسپنه ټولوي، د وژل شویو او معلولو شویو سرتېرو کورنیو یې رسوي. دغه بنست وايي، د ژمي پر مهال یې ۱۰۰۰ دغسې مستحقو کورنیو ته بشري مرستې رسولي او په پام کې لري، نورو سلګونو کورنیو ته هم د بشري مرستو بستې ورکړي. «د افغانستان د ملي ځواکونو د ملاتړ موسسې» یو بنسټګر، وايي، دوی توانېدلي د وژل شویو او معلولو شویو سرتېرو له سلګونو کورنیو سره د بشري مرستو لومړی پړاو بشپړ کړي. محمد سلیم وردګ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، اداره یې په پام کې لري، تر لوی اختر وروسته د نورو بشري مرستو اقدام هم وکړي. Читать дальше...

د لوی اختر دويمه ورځ؛ افغانستان او نړۍ کې د توکو او مالونو بيې لوړې شوي

Pa.azadiradio.com 

پر اوکراین د روسیې له یرغل سره سم، د افغانستان په ګډون په ګڼو هېوادونو کې د قربانیو لپاره څارویو بیې لوړې شوې دي. په افغانستان کې ګڼو کسانو ویلي چې د ګرانیو له کبله نه دي توانېدلي قرباني یا اختری وکړي. د افغانستان په ګډون د نړۍ په اکثرو اسلامي هېوادونو کې پرون د لوی اختر لومړۍ ورځ وه، چې خلکو په کې قرباني یا اختری هم وکړ. له کینیا رانیولې تر روسیې او مصر پورې مسلمانانو اوږه پر اوږه د لوی اختر لمونځ وکړ او دعا یې وکړه. د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله، سږنی اختر په زیاتو هېوادونو کې د دې لپاره... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *