Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2022

Новости за 23.07.2022

هند کې "د هیضې د بد روحونو شړلو " دودیزه مېله ترسره شوه

Mashaalradio.com 

د هند په میګالي ریاست کې هر کال د جولای په نیمايي کې ځايي خلک یوه دودیزه مېله د پشکال له بارانونو وروسته د هیضې د بد روح د شړلو په موخه لمانځي. د فرانسې خبري اژانس پرې ویډیويي جوړه کړې چې دلته یې کتلی شئ:

ایران په جنوب کې سېلابونو لږترلږه ۱۸ کسان مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د جنوب په وچکالۍ ځپلې سیمه کې سېلابونو لږترلږه ۱۸ کسان مړه کړي دي. د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې دا سېلابونه په فارس ولایت کې له درنو بارانونو وروسته راوتلي دي. سیمه ییزو چارواکو ویلي٬ چې سېلابونو د ایستهبان ښار څو ښارونه او کلي ویجاړ کړي دي. د دوی په وینا د ژغورنې ډلو ۵۵ کسان ژغورلي دي خو یو شمېر نور لاهم تري تم دي.

روسي ځواکونو د اوکراین پر ختیځ ښار سلویانسک بمباري کړې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ختیځ ښار سلویانسک له هغو سیمو څخه دی٬ چې روسي ځواکونو د اوکراین د غلې د صادراتو په اړه د نړیوال تړون د لاسلیک په ورځ بمباري پرې وکړه. د دونېڅک سیمې د پوځي ادارې مشر پاولو کیري لینکو پرون وویل، د روسیې پوځ په سلویانسک کې د استوګنې پر سیمو خوشه یي بمونه او نور مهمات واورول. هغه زیاته کړه، دا عملیات وروسته له هغه وشول چې روسیې او اوکراین په استانبول کې له ترکيې او ملګروملتونو سره د اوکراین د غنمو صادراتو ته د اجازې ورکولو تړون لاسلیک کړ.

د ځغاستې په نړیوالو لوبو کې یوه امریکايي وګړي ریکارډ جوړ کړ

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۲۲ کال د ځغاستې په نړيوالو لوبو کې امریکايي سیاندي نړيوال ریکارډ جوړ کړ. نوموړي په یوې دقیقه او ۱۳ ثانیو کې ۴۰۰ متره فاصله ځغاسته وکړه او دا په نړۍ کې لومړی ریکارډ شو. دغه سیالۍ چې د امریکا په اورګن ایالت کې له دوه اونۍ راهیسې پیل شوې له ۲۰۰ هېوادونو څخه له ۲۰۰۰ زیات ورزشکاران په کې ګډون لري.

په هرات کې د فوټبال ليګ پرانیستل شو

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې د فوټبال ليګ تېره ورځ پرانیستل شو. د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي٬ چې په دې ليګ کې د هرات له مرکز ولسوالیو څخه ١٨ لوبډلې ګډون لري چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې له يو بل سره ولوبېږي. د فدراسیون د معلوماتو له مخې، د دې لیګ په لومړۍ لوبه کې نيکان برتر او سرخ پوشان لوبډلې سره مخ شوې٬ چې د نيکان برتر لوبډلې د ٢-٠ سره سرخ پوشان لوبډلې ته ماتې ورکړه. د دې لیګ موخه د هرات ولایت فوټبال ملي لوبډلې ته د غوره استعدادونو پېژندل ښودل شوي.

په غزني کې د رزمي ورزشونو سيالۍ ترسره شوې

Pa.azadiradio.com 

په غزني ولایت کې د رزمي ورزشونو سيالۍ ترسره شوې. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي٬ چې دغه سیالۍ د غزني ولایت د ٩کلپونو همداراز له کابل او لوګر نه يوې لوبډلې په ګډون سره تېره ورځ پای ته ورسېدې. د دې ریاست په وینا، دغه سیالۍ چې د یوې ورځې لپاره وې ٨١ ورزشکارانو دیو بل پر وړاندې په بېلابېلو رشتو کې سیالۍ وکړې. د دې سياليو ترسره کېدو موخه د رزمي ورزشي رشتې لپاره د غوره لوبغاړو ټاکل او ولايتي سياليو ته لارموندل بلل شوې ده.

په کوټه کې د پوهاند سیال کاکړ یادغونډه وشوه

Mashaalradio.com 

د جولای په ۲۳مه، په کوټه کې د پښتو ادبي غورځنګ له لوري د شاعر او فوکلوریسټ اروښاد پروفېسر ولي محمد سیال کاکړ یاد غونډې ته د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو په ګډون د خېبر پښتونخوا څخه هم لیکوالان او شاعران ورغلي او د نوموړي پر ژوند او ادبي خدماتو یې ګډون والو ته مقالې واورولې.

د افغانستان بیلابیلې سیمې ویجاړونکو سیلابونو زپلي دي

Pa.azadiradio.com 

په وروستیو اونیو کې د افغانستان بیلابیلې سیمې د ویجاړونکو سیلابونو شاهدې وې. راپورونه وايي په ځینو سیمو کې دې سیلابونو خلکو ته پر مرګ ژوبله سربېره، کورونه، پلونه او کرنیزې مځکې ویجاړې کړي دي او ګن شمېر څاروي یې هم له منځه وړي دي. د افغانستان په خورو ورو سیمو کې د وروستیو سیلابونو له امله د اوښتي مرګ ژوبلې او مالي زیان دقیقې شمېرې نه دي څرګندې. دلته درسره یو شمېر هغه ویډیويي تصویرونه شریکوي چې د ازادي راډیو مخاطبانو له خپلو سیمو را استولي دي.



طالبان: له ایران سره د اوبو په اړه د شوې هوکړې عملي کول ستونزمن دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د اوبو او برښنا وزارت سرپرست په افغانستان کې وچکالۍ ته په اشارې وايي، په اوسني وضعیت کې له ایران سره د هلمند په سیند د شوې هوکړه‌لیک عملي کول سخت کار دی. د طالبانو د اوبو او برښنا وزارت د هلمند په اوبو د شوي توافق عملي کول په اوسنیو وختونو کې ستونزمن بولي. د دې وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د شنبې په ورځ په کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز خبریالانو ته وویل، داسې مهال په نیمروز او هلمند کې کروندګر د خپلو ځمکو لپاره اوبه نه‌لري، یو شمېر حیوانات د اوبو د کمي له امله مړه شوي او ان خلک د... Читать дальше...

بلاول د افغانستان په مسايلو کې د پاکستان او ايران پر ګډې همکارۍ ټينګار کړی

Mashaalradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري پرون (د جولای پر ۲۲مه) په اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې ویلي، پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره قوي اراده لري.

خبریاله سلګۍ احساس: د طالبانو په نوم وسله والو ګواښلې او ډبولې یم

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د سلګۍ احساس په نوم یوه خبریاله ادعا کوي٬ چې پرون د طالبانو په نوم ځینو کسانو ګواښلې او وهلې ده. سلګۍ احساس په ننګرهار کې له خصوصي رسنیو سره کار کړی. هغه ادعا کوي٬ چې پرون د دې ولایت د سره‌رود ولسوالۍ په بالاباغ سیمه کې د یو شمېر وسله‌والو له‌خوا چې ځانونه یې طالبان معرفي کول، ورسره تاوتریخوالی شوی. سلګۍ نن ازادي راډیو ته وویل، برید کوونکو پرې ډزې کړي او د سپکاوي په ګډون یې، د ټوپکو په کنداغونو په سر او د ولو په منځ کې پرې درانه درانه ګوزارونه کړي. هغې زیاته کړه: "ما لاسونه پورته کړل، چېغه مې کړه، ټیلیفون راڅخه ولوېد. Читать дальше...

طالبان له ایرانه ۳۵۰ زره ټنه نفتي مواد واردوي

Pa.azadiradio.com 

لاوله ایران سره د ۳۵۰ زره ټنو نفتي موادو د پېرلو هوکړه لاسلیک شوه. د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په خپل توېټر پاڼه لیکلي، چې د مالیې وزارت، بهرنیو چارو وزارت او سوداګرۍ وزارت همدا راز د افغانستان بانک او نورم او سټنډرډ ادارې ګډ پلاوي ایران ته د نفتي موادو د پیرلو په موخه دوه ورځې وړاندې سفر کړی و. دغه وزارت لیکلي، چې تللي پلاوي په افغانستان کې د نفتي توکو د کنټرولو او بیو را ټیټولو په موخه له ګاونډي هېواد ایران څخه ۳۵۰ زره ټنه نفتي مواد د را واردولو هوکړه وکړه. د طالبانو حکومت د مالیې وزارت... Читать дальше...

نن د افغانستان بانک ۱۳ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک نن شنبه د داوطلبۍ له لارې ۱۳ میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په بڼه پلوري. دغه بانک په خپل ټوېټر له ټولو‏ سوداګریزو بانکونو، د صرافیانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابروي، غوښتنه کړې د داوطلبۍ په دې پروسه کې ګډون وکړي. بانک وړاندې لیکلي، چې د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي. د افغانستان بانک له دې وړاندې تېره اونۍ هم په دوه پړاونو کې ۲۴ میلیونه ډالره د لیلام په بڼه پلورلي وو. سره له دې... Читать дальше...

پاکستان د افغانستان د مسایلو په اړه له ایرانه د نږدې همکارۍ غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

پاکستان او ایران په افغانستان کې د امنیت او ثبات لپاره د خپلمنځي همکاریو په دوام ټینګار کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول زرداري بوټو د افغانستان د مسایلو په اړه له ایرانه د نږدې همکارۍ غوښتنه کړې. بلاول بوټو د افغانستان لپاره د ایران د جمهور رییس د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره پرون په کتنه کې ویلي، پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره قوي اراده لري. هغه داسې مهال دا خبره کوي، چې د جمهوري نظام پر مهال افغان چارواکو پاکستان له ترهګرو په ملاتړ تورناوه. تر خوا یې د امریکا... Читать дальше...

شمالي مقدونيا کې هر کال په جولای مياشت کې اجتماعي ودونه کېږي

Mashaalradio.com 

د شمالي مقدونیې په یو کلي ګالیچنیک کې هر کال په جولای مياشت کې اجتماعي ودونه کېږي. دوی پر یو ځای دا ودونه د ټولنې د یووالي لپاره کوي چې د ليدو لپاره یې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه خلک هم ورځي. انیسې اجمل په دې اړه د رویټرز خبري اژانس له ویډیو دا راپور جوړ کړی دی.

اسټرالیایۍ خبریاله: طالبان پر ما د جاسوسۍ ادعا نه شي ثابتولی

Pa.azadiradio.com 

اسټرالیایۍ خبریاله لېن او ډونیل وايي، طالبان په دې د جاسوسۍ ادعا نه شي ثابتولی. هغې په خپل یوه تازه ټوېټ کې ویلي دي٬ چې د طالبانو لخوا د دې په اړه جعلي ټوېټونه او د جاسوسۍ ادعا رښتیا نه دي. او ډونیل له دې سره د طالبانو سیالي د مسخرې وړ بللې ده. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په یوه ټوېټ کې اسټرالیایۍ خبریاله لېن او ډونیل په افغانستان کې په جاسوسۍ تورنه کړه او زیاته یې کړه٬ چې نور به د خبریالانو په نوم بهرني جاسوسان په افغانستان کې پرېنږدي. خو او ډونیل بیا ویلي٬ چې د طالبانو... Читать дальше...

د قرغزستان ولسمشر: د افغانستان وضعیت لاهم د اټکل وړ نه دی

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان ولسمشر وايي، دی هیله من دی چې د منځنۍ آسیا هېوادونه به د افغانستان په برخه کې خپل اقدامات په همغږۍ کې ترسره کړي. انټرفکس خبري آژانس پرون د قرغزستان د ولسمشر صدیر جباروف له قوله خبر ورکړ، چې پرون د جولای په ۲۲مه یې ویلي، د افغانستان وضعیت لاهم د اټکل وړ نه دی او د ثبات لپاره یې باید هڅې ترسره شي. تمه ده چې د جولای په ۲۸ او ۲۹ مه به د شانګهای د همکارۍ د سازمان په غونډه کې چې قرغزستان یې هم غړی دی، د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم بحث وشي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عصري بسونو تګ راتګ پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي، چې ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عصري بسونو تګ راتګ پیل شي. د متحده عربي اماراتو د ګلف نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې په دې اړه موافقه کابل ته د پاکستان د جګپوړي پلاوي د سفر پرمهال شوې ده. د راپور له مخې د دې بسونو تګ راتګ به د اګست په پای کې د پېښور او جلال آباد او د کوټې او کندهار ښارونو ترمنځ پیل شي. د پاکستان د سوداګرۍ د وزیر محمدصالح احمد فاروقي په مشرۍ پلاوي تېره اونۍ په کابل کې و، او په کابل کې یې د طالبانو له چارواکو سره په لیدنو کتنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر مسایلو خبرې وکړې.

د انګلستان پخوانی لوبغاړی د افغان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی ټاکل شوی

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان پخوانی توپ وهونکی جاناټان ټراټ د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وګومارل شو. د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې ټراټ به د ایرلنډ پر وړاندې د افغانستان په راروانه لوبلړۍ کې چې د هېواد له ملي لوبډلې سره یوځای شي. دا لوبلړۍ د اګست په نهمه په بلفاست کې پیلېږي او د اګست تر اولسمې نېټې پورې دوام کوي، چې په ترڅ کې یې درې یوورځنۍ او پنځه شل اووریزې لوبې په پام کې نیول شوې دي.

روسي او اوکرایني چارواکو د غلې د صادراتو اړونده موافقه لاسلیک کړه

Pa.azadiradio.com 

روسي او اوکرایني چارواکو په استانبول کې د ملګروملتونو په ملاتړ د اوکراین د غلې د صادراتو اړونده موافقه لاسلیک کړه. د دې موافقې په اساس اوکراین کولای شي چې خپله غله بهر ته صادره کړي څو پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله په نړۍ کې د خوراکي موادو رامنځته شوی بحران اوار شي. د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو او د اوکراین د تاسیساتو وزیر اولیکساندر کوبراکوف د دې موافقې اړوند جلا اسناد پرون له ملګروملتونو او ترکیې سره هم لاسلیک کړل. د پرونۍ موافقې په اساس د اوکراین په بندرونو کې بند پاتې ۲۲ میلیون ټنه غنم او نور غله جات اوس بهر ته صادرېدلای شي. Читать дальше...

ایران کې مېرمنې لوبغالو ته له ننوتو منع شوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران په مشهد ښار کې چارواکو پرون یو شمېر میندې، چې د خپلو ماشومانو د کاراتې د مسابقې د لیدلو لپاره تللې وې، لوبغالي ته پرې نه ښودلې. امنیتي چارواکو د دې مېرمنو مخه د هغه وروستي فرمان په اساس ونیوله، چې ښځې په ایران کې لوبغالو ته له ننوتو څخه منع کوي. په هغو ویډیوګانو کې چې پرون د جولای په ۲۲مه پر ټولنیز شبکو لاس په لاس کېدلې امنیتي مامورین په داسې حال کې لیدل کېږي، چې د لوبغالي په وره کې د دې میندو مخه نیسي او کله چې دا ښځې اعتراض کوي امنیتي چارواکي ورته وايي دوی هغه فرمان تطبیقوي چې د سپورټ... Читать дальше...

طالبانو اسټرالیایۍ خبریاله په جاسوسۍ تورنه کړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت اسټرالیایۍ خبریاله چې تېره اونۍ د طالبانو استخباراتو په کابل کې نیولې وه، په جاسوسۍ تورنه کړه. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون پر ټویټر په یوه بیان کې چې لهجه یې ډېره تنده وه، اسټرالیایۍ خبریاله لين او ډونیل په افغانستان کې په جاسوسۍ تورنه کړه او ویې لیکل، طالبان به د خبریالانو په نامه د استخباراتو مامورین په خپل هېواد کې پرې نه ږدي. د طالبانو استخباراتو مېرمن او ډونېل د تېرې اونۍ د سه شنبې په ورځ په کابل کې ونیوله. هغې وروسته ادعا وکړه، چې طالبانو له دې وغوښتل،... Читать дальше...

د کونړ قومي مشرانو له طالبانو د نجونو د ښوونځیو پرانیستو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

پر طالبانو یو ځل بیا غږ شوی، چې د نجونو ثانوي ښوونځي پرانېزي. په کونړ کې پرون په یوه لویه غونډه کې قومي مشرانو دا غوښتنه وکړه. د کونړ په مرکز اسعدآباد کې پرون په یوه لویه غونډه کې، چې د طالبانو ځینو مشرانو هم ګډون په کې کړی وو، د افغان نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو او لېسو د پرانیستو غوښتنه وشوه. په غونډه کې یوه قومي مخور او دیني عالم مولوي سید ولي الله ټینګار وکړ، چې د طالبانو حکومت باید د ټولنې په بېلابېلو برخو کې ښځو ته د زده کړو امکان برابر کړي. دې دیني عالم له غونډې وروسته له آزادۍ راډیو... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *