Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2022

Новости за 22.07.2022

لوګریان د ابو مسلم خراساني د زیارت بیارغونې غوښتنه کوي

Mashaalradio.com 

ابو مسلم خراساني د امویانو په پرځېدو او د عباسیانو په واکمنېدو کې پراخه ونډه لرله. نوموړی د عباسیانو له لویو سردارانو او له مهمو قوماندانانو څخه وو. خراساني په فارسي او عربي ژبو برلاسی وو او د فصاحت او بلاغت ستاینه يې کېده.

هندۍ ښځې ۷۵ کاله پس پاکستان کې خپل کور ولید

Mashaalradio.com 

د هند یوه اوسېدونکې چې شاوخوا ۷۵ کاله وروسته د پاکستان په راولپېنډۍ ښار کې خپل کور ولید نو له خوشالۍ یې وژړل. رینا ورما او د هغې کورنۍ له شاوخوا هغو ۱۵مېلیونه کسانو څخه ول چې په ۱۹۴۷ز کال کې د هند نیمې وچې د وېش پر مهال پاکستان او هند ته کډوال شوي ول. رینا ورما هغه مهال ۱۵ کلنه وه. په دې اړه د رویټرز له ویډیو جوړ رپورټ.

د افغان جاپان روغتون مسؤلين: د کرونا پېښې لس سلنه ډېرې شوي؛ طالبان يې ردوي

Pa.azadiradio.com 

سره له دې چې په کابل کې د افغان چاپان روغتون مسولین وايي، د کرونا په مثبتو پېښو کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې لس سلنه زیاتوالی راغلی خو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت بیا د فبرورې میاشتې له پیله تر دا مهال ددې ناروغۍ په ګراف کې د کموالي خبره کوي. وزارت وايي، په تېر کې د مثبتو پېښو ګراف لوړ و خو اوس په اونیز ډول له ۳۵۰ نه تر ۴۵۰ پورې مثبتې پېښې ثبتېږي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۰۰ پېښې ازمایل شوي چې ۱۱۱ یې مثبت وې. د افغان چاپان روغتون ډاکټران وايي، په تېرو دوه میاشتو کې په کرونا وایروس د اخته کسانو په شمېر کې لس سلنه زياتوالی راغلی. Читать дальше...

د طالبانو د مشر وروستي فرمان د خبريالانو او نړيوالو بنسټونو اندېښنې راپارولي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان خبریالان او د بشر حقونو د څار سازمان د طالبانو د مشر ملا هبت الله وروستی فرمان اندېښمن کړي دي. د بشر حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسوله هیدربار وايي طالبان هڅه کوي چې له له افغانانو نه د افغانستان په اړه د حقایقو د ویلو فرصتونه واخلي. د طالبانو د مشر ملا هبت الله په تازه فرمان کې په حکومتي مسولینو بې ځایه او له حقیقته که لیرې انتقاد کول د شرعیت خلاف عمل بلل شوی دی. په دې فرمان کې راغلي دي چې حکومتي مسولینو ته توهین کوونکي باید مجازات شي. دغه فرمان چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته... Читать дальше...

کاناډا ويلي هغه هېواد ته د افغانانو د ورتګ ستونزې هواروي

Mashaalradio.com 

دا خبرې شان فرېزر تر هغې وروسته کړې دي چې پاکستان ته تللیو یوشمېر افغان خبریالانو د جولای پر ۱۷مه د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته مظاهره وکړه. دوی د احتجاج پر مهال په لاسونو کې بینرونه نیولي ول چې پکې یې د کاناډا له حکومته غوښتنه کوله چې تر ۳۵۰ زیات افغان خبریالان دې هغه هېواد ته وروغواړي.

هند کې یوه قبایلي ښځه ولسمشره شوه

Mashaalradio.com 

د هند یوه قبایلي ښځه او د واکمن بارتیا جنتا ګوند سیاستواله دروپدي مورمو د هغه هېواد نوې ولسمشره منتخب شوې ده. په هند کې د ولسمشرۍ انتخابات د جولای پر ۱۸مه شوي ول چې نتیجې یې د جولای پر ۲۲مه اعلان شوې. مورمو پخوا د اړېسې او جارکنډ ایالتونو ګورنره هم پاتې شوې. نوموړی په پیل کې په سکول کې ښوونکې وه او بیا یې د قبایلي ټولنې د وګړو د حقونو لپاره مبارزه وکړه. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ

د اروپا اسمان «زما سره والوزه» په نوم د افغاني کاغذبادونو په انتظار

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د اګست پر ۲مه د افغانانو له خوا د اروپا په څو ښارونو کې د کاغذبادونو مېله وشي. د «زما سره والوزه» په نوم د مېلې تنظیموونکي وايي، تمه لري په زرګونو کسان په دې مېله کې برخه واخلي. د مېلې هدف د طالبانو د حاکمیت په وړاندې اعتراض او د افغانستان وضعیت ته د نړیوالو پام اړول دي. د دې پروګرام یوې تنظیموونکي فیروز خان زموږ همکار احمدتکل ته ویلي



اوکرايني چارواکي: اوکرايني ځواکونو پر يوه برېښناکوټ د روسيې بريدونه په شا تمبولي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین چارواکي وايي، اوکرایني ځواکونو پر یوه برېښناکوټ د روسیې پرله‌پسې حملې په شا تمبولي دي. بلخوا د برېتانوي پوځي استخباراتو نن جمعه ویلي، روسي ځواکونو پر کراماتورسک او سیویرسک ښارونو د توغندیو حملو ته دوام ورکړی دی. کییف وايي ځواکونو یې د جګړې په ډګر کې د پرمختګ لپاره د لومړی وار لپاره ځینې د پام وړ ظرفتونه ترلاسه کړي دي. د وهلي¬هیرسک په نوم برېښناکوټ د دونیڅک ښار د شمال ختیځ په ۵۰ کیلومترۍ کې پروت دی، چې د اوکراین دویم لوی برېښناکوټ ګڼل کېږي. دا هغه ستراتیژیکه زېربنايي پروژه ده، چې... Читать дальше...

امريکا: د افغانانو د غوښتنو په اړه له طالبانو سره هيڅ ډول جوړ جاړی نه‌کوو

Pa.azadiradio.com 

دامریکا متحده ایالات وايي، طالبان دې له افغانانو سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي او دوی له طالبانو سره د افغانانو د غوښتونو په تړاو هیڅ ډول جوړجاړي ته نه‌شي رسېدلای. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د پنجشبې په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل، امریکا له هغه هېواد سره چې ددوی وګړي یرغمل کوي نورمالې اړیکې نه‌شي ساتلی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ویلي، تر هغې چې طالبان د افغانانو غوښتونو ته درناوی ونه‌کړي دوی له طالبانو هیڅ ډول جوړجاړی نه‌کوي. هغه وویل، د نجونو په وړاندې دښونځیو... Читать дальше...

د پنجاب اسمبلۍ غړي اعلاوزیر منتخبوي

Mashaalradio.com 

پنجاب اسمبلي ټول ۳۷۱ غړي لري او د اعلاوزیر منتخبولو لپاره د ساده اکثریت یعنې ۱۸۶ غړو د رایو اړتیا وي. پنجاب صوبه د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د پخواني وزیراعظم عمران خان له دندې تر ګوښه کېدو وروسته د سیاسي بحران ښکار ده.

د امونو نړيواله ورځ: سږ کال پاکستان کې د امونو پيداوار نيمايي کم شوی

Mashaalradio.com 

په نړۍ کې هر کال د جولای پر ۲۲مه د امونو ورځ لمانځل کېږي. ام په نړۍ کې يوه تر ټولو نوموتې مېوه ده چې زياتره خلک يې په ډېر شوق خوري، خو په نړۍ کې د امونو په پینځم لوی پیداواري هېواد پاکستان کې یې پيداوار د تېر کال پرتله سږ کال شاوخوا نيمايي کم شوی دی.

ازادي راډيويي مجله؛ امريکا کې افغان ماشومانو ته ۱۲ ټولګې کتابونه چاپ شوي

Pa.azadiradio.com 

جميل جان کوچی، هغه ليکوال چې امريکا کې يې کتابونه لويو لويو جايزو ته غوره شوي دي، کابل کې د افغان ادبي بهير د غونډو بيا پيل په اړه د ياد بهير له يو شمېر بنسټ اېښودونکو نظرونه، د افغانستان د يوې تاريخۍ ماڼۍ پېژندنه او د تېزس په اړه له محصلانو او د کابل پوهنتون له يو استاد سره بحث مو همدې خپرونه کې ځای کړي دي. ازادي راډيويي مجله چې د ادبياتو او فرهنګ اړوند مالومات په‌کې راټوليږي هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي. دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کليک کولو اورېدلی شئ:

مسؤلين: کاناډا ته د افغان کډوالو د انتقال برخه کې د ستونزو د هوارۍ هڅه کېږي

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا د کډوالو وزیر وايي دغه هېواد ته د افغانانو د انتقال په برخه کې ګڼې ستونزې لري خو خپلو هڅو ته دوام ورکوي. شان فریزر په یوه ویډیويي پيغام کې چې په خپل ټوېټر یې خپور کړی په دې اړه وویل: "خوندي عبور لا هم لومړی شمېر چلنج/ننګونه ده څو خلک کاناډا کې مېشت کړو. خو له دې ننګونو سره سره زه په خپلو کارونو ویاړم. تر دې دمه ۱۷ زره کسان کاناډا ته په خوندي توګه راوستل شوي او نوی ژوند یې پیل کړی." د شان فریزر په خبره پاکستان ته د هغو افغانانو تګ چې کاناډا یې راباسي یوه لویه ننګونه ده او د دوی کار یې له خنډ سره مخ کړی. Читать дальше...

فراه: د معتادينو د درملنې روغتون د تړلو له ګواښ سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

په فراه ولایت کې د معتادینو د درملنې سل بستريز روغتون کارکوونکي وايي چې، د دې روغتون فعاليتونه د بوديجې نه درلودلو له امله بند شوي دي. خو د فراه ولايتي روغتون امر صلاح الدین احدي وايي چې، دا مرکز د پيسو نه درلودلو له امله نيمه فعال دی. ښاغلی احدي وايي چې، د دې روغتون ځينې کارکوونکي نورو کلينيکونو ته خدمتي استول شوي دي.   (۳۶) کلن عصمت الله اته کاله مخکې په ايران کې معتاد شو. ده ازادۍ راډيو ته وويل چې غواړي له نشو څخه وژغورل شي، خو په فراه ولایت کې د معتادینو د درملنې روغتون د تړلو له امله دا کار نه‌شي کولای. Читать дальше...

امريکا: بد اقتصادي وضعيت به د دې لامل شي چې افغانان د نشه‌يي موادو په کاروبار کې ښکېل شي

Pa.azadiradio.com 

د امريکا متحده ايالتونه خبرداری ورکوي چې د افغانستان ناوړه اقتصادي وضعيت به د دې لامل شي چې د نشه يي موادو په کاروبار کې نور افغانان هم ښکېل شي. د انسانانو د قاچاقو په اړه د امريکا متحده ايالتونو د بهرنیو چارو په تازه راپور کې راغلي، په افغانستان کې د بېکارۍ ډېروالي ته په کتو سره امکان لري چې ډېر ځوانان د کوکنارو کښت ته مخه کړي او له ځوانانو څخه د نشه‌يي موادو په قاچاقو کې هم تر پخوا ډېره ګټه واخيستل شي. د امريکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د انساني قاچاقو په اړه تازه راپور خپور... Читать дальше...

ګارډين: افغانستان کې جګړه درېدلې خو طالبان د قومي او مذهبي لږکيو په امنيت کې پاتې راغلي

Pa.azadiradio.com 

ګارډين ورځپاڼه: د ګارډین ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په وروستي راپور یوه لیکنه خپره کړې ده. د ورځپاڼې په وینا د ملګرو ملتونو یوه لویه اندېښنه د مجازات په وړاندې د هغو طالبانو د معافیت ده چې د اعتراض کونکو، رسنیو، مظاهره چیانو او د مدني ټولنو د فعالانو په وړاندې د بشري حقونو په سرغړاویو کې ښکېل دي. د ګارډین د لیکنې په یوه بله برخه کې راغلي، په تېر یو کال کې یعنې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو را وروسته د افغانستان په ډېرو سېمو کې جګړې دریدلې او ولسي مرګ ژوبله... Читать дальше...

ټاکل شوې نن استانبول کې د اوکراين د غلې د صادراتو په اړه هوکړه لاسليک شي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د اوکراین، روسیې، ترکیې او ملګرو ملتونو چارواکي نن په استانبول کې د اوکراین د غلې د صادراتو د بیا پیل هوکړه لاسلیک کړي. دا خبره پرون د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان دفتر کړې ده. دغو څلور واړو لوریو تېره اونۍ په استانبول کې خبرې وکړې او د تور سمندر له لارې د غلو د صادراتو د بیا پيل معاملې ته نژدې شول. د اردوغان دفتر ویلي، ټولې خواوې په خبرو کې هوکړې ته رسېدلي، خو نن به یې په لیکلې بڼه لاسلیکوي. له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی، د سمندري بندر له لارې د غلې صادرات درېدلي چې ورسره... Читать дальше...

نيمروز ته له ايرانه تازه ۳۵۰۰ افغانان راستانه شوي

Pa.azadiradio.com 

په نیمروز کې د طالبانو محلي چارواکي وایي، له ایرانه تازه څه باندې درې نیم زره افغانان را ستانه شوي دي. د محلي رسنیو د راپور له مخې په نیمروز کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریس مولوي صدیق الله نصرت ویلي، په دغه شمېر کسانو کې ۷۴ کورنۍ په زور او ۵۲ کورنۍ په خپله خوښه ستنې شوي دي. ایراني چارواکو په دې وروستیو کې وویل چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته شاوخوا یو میلیون افغانان دغه هېواد ته ورغلي دي.

کرېکټ: نن پامير زلمي له سپين غر پړانګانو او مس عينک له کابل بازانو سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرېکټ د شپږیزې جام په اتم پړاو کې نن هم دوه سیالۍ ترسره کېږي. لومړۍ لوبه د سهار په ۹ بجو د پامیر زلمي او سپین غر پړانګان لوبډلو ترمنځ او بله هغه ماسپښین مهال د مس عینک او کابل بازانو ترمنځ کېږي. کرېکټ بورد پر خپله ویبپاڼه لیکلي، نننۍ سیالۍ د روان لیګ نهمه او لسمه لوبه ده. دې کورني لیګ کې ټولټال اته لوبډلې شاملې دي. دا لوبې د اګست تر ۵مې نېټې دوام کوي او ټولټال ۳۲ لوبې په‌کې کېږي.

يو شمېر افغانانو له ټوېټر شبکې غوښتي چې د طالبانو حسابونه بند کړي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغانانو پر ټویټر یو کمپاین پيل کړی او له دغې ټولنیزې شبکې یې غوښتي چې د طالبانو حسابونه بند کړي. دغه کمپاین د #BanTaliban په نوم پيل شوی او تر پرون ناوخته پورې ۳۷ زره ځله ټویټ شوی و. دا کمپاین وروسته تر هغه پيل شو چې فېسبوک د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ملي ټلوېزیون پښتو او دري پاڼې بندې کړې. د طالبانو ویاندویانو بیا د فېسبوک دا چاره د بیان ازادۍ خلاف ګام بللی او نیوکه یې پرې کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان: طالبان دې اجمل حقيقي ژر تر ژره ازاد کړي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، طالبان باید افغان یوټیوبر اجمل حقیقي ژر تر ژره ازاد کړي. د دغه سازمان د افغانستان د څانګې یوه څېړونکې فرشته عباسي وایي، طالبان په بند کې د ښاغلي حقیقي د ساتلو لپاره هیڅ قانع کوونکی دلیل نه‌لري. مېرمن عباسي ازادۍ راډیو ته وویل: "د یوه افغان یوټیوبر اجمل حقیقي او د هغه د ټیم د ناقانونه نیولو قضیه لا هم روانه ده، څو میاشتې کېږي چې هغوی د طالبانو له خوا نیول شوي، متاسفانه تر اوسه په دې اړه هم معلومات نه‌شته چې دوی چېرته دي؟ مدافع وکیل ته لاس رسی لري او که نه... Читать дальше...

د امريکا ولسمشر په کورونا اخته شوی خو وضعيت يې ښه بلل شوی

Pa.azadiradio.com 

سپنې ماڼۍ پرون اعلان وکړ چې ولسمشر جوبایډن چې په کورونا اخته شوی خو، وضعیت یې ښه دی. وروسته له دې چې سپینې ماڼۍ پرون په کورونا د جو بایډن د اخته کېدو خبر ورکړ، خپله بایډن پر ټویټر وویل چې وضعیت یې ښه دی او کار ته دوام ورکوي. نوموړي ويلي: "زه دوه ځله واکسین شوی یم، دوه ځله مې هم د واکسین تقویتي دوز اخیستی، نښې نښانې ډېرې کمزورې دي، زه ستاسې له اندېښنو مننه کوم. وضعیت مې ښه دی، ډېر کارونه دي چې باید ترسره شي او زه دې اجراتو ته دوام ورکوم." د سپینۍ ماڼۍ ویاندې کرین ژان پیر ( Karine Jean-Pierre... Читать дальше...

د تاجکستان ولسمشر: د افغانستان ناوړه وضعيت سيمې ته ګواښ دی

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وایي، په افغانستان کې وضعیت د بدتره کېدو په حال کې دی. ښاغلي رحمان دا څرګندونې پرون پنجشنبه په قرغیزستان کې یوې غونډې ته وکړې او وې ویل، طالبانو تر اوسه د نړیوالې ټولنې او افغانانو باور نه دی ترلاسه کړی. د تاجکستان ولسمشر یو ځل بیا وویل چې د افغانستان وضعیت ممکن پر منځنۍ اسیا منفي اغېز وکړي. امام علي رحمان د پنجشنبې په ورځ په قرغیزستان کې د منځنۍ اسیا د مشرانو څلورمې مشورتي غونډې ته وویل، افغانستان کې وضعیت د لا ترینګلتیا خواته روان دی. دا چې ښاغلي رحمان د... Читать дальше...

د خبريالانو نړيواله کمېټه: طالبان دې له استرالیایۍ خبریالې بښنه وغواړي

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه له استرالیایۍ خبریالې لېن اودانېل سره د طالبانو چلند ته په اشارې وایي، طالب چارواکي دې د خبریالانو له ځورولو لاس واخلي. دې استرالیایي خبریالې چې د امریکا له فارین پالیسي مجلې سره کار کاوه له افغانستانه تر وتلو وروسته ویلي، طالبانو توقیف او په زوره یې بښنې غوښتنې ته مجبوره کړې ده. د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه وایي، طالبان باید د کورنیو او بهرنیو خبریالانو د ځورولو او سپکولو کمپاین ودروي. د دغې کمېټې د پروګرامونو مشر ( Carlos Martinez de la Serna)... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *