Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2022

Новости за 31.07.2022

افغانستان کې داخلي بېکوره شوي کډوال خپلو سيمو ته ځي

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په مرسته په افغانستان کې په داخلي توګه د بېکوره شویو کورنیو خپلو سیمو ته ستنېدل پيل شوي دي. له دغو کورنیو سره د بیا ستنېدو پر مهال مالي مرستې هم کېږي. په دغو کې زیاتره کورنۍ کابل ته د کار و روزګار لپاره تللې وې خو وایي اوس د هېواد خراب اقتصادي حالت دې ته مجبوره کړل چې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي. په دې اړه نور تفصیل د رویټرز خبري اژانس په ویډیويي راپور کې وګورئ.

د کورنیو بې ځایه شویو افغان کډوالو پرمخ ستونزې او ننګونې

Pa.azadiradio.com 

د تېرو کلونو له پرلپسې جګړو وروسته ډېر خلک په افغانستان کې دننه بې ځايه او ډېرو یې له کلیو څخه ښارونو ته کډه وکړه. حبیب الله د کندز ولایت اوسېدونکی دی، چې یو نیم کال مخکې د تېر حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې له امله له کندوز څخه یې کابل ته کډه وکړه. نوموړى وايي، یو نیم کال یې په کابل کې د خیمو لاندې ژوند وکړ او درې میاشتې مخکې بېرته خپلې اصلي مېنې ته چې د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې ده، ستون شو. خو وايي، عاید نه لري، کار هم نه شته او تر اوسه مرسته هم نه ده ورسېدلې. هغه زیاتوي: "زه مخکې... Читать дальше...

ترکیه: ښايي سبا د اوکراین د غلو د صادراتو بهیر پیل شي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ویلي، چې د دې ډېر امکان شته چې د اوکراین د غلو د صادراتو لومړنۍ کښتۍ سبا د اوکراین له بندره وخوځېږي. ابراهیم قالین نن د ترکیې اوم تلوېزیوني چینل ته وویل، که ټولې چارې تر سبا پورې بشپړې شي، د دې ډېر احتمال شته چې لومړنۍ کښتۍ به د اوکراین له بندره وخوځېږي. د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د تېرې اونۍ په پیل کې ویلي و، چې اوکراین چمتو دی چې له جنوبي بندرونو د کښتیو په ذریعه د خپلو غلو صادرات چې په میلیونو ټنو ته رسېږي پیل کړي او ترکیې او ملګرو ملتونو ته چې... Читать дальше...

کابل ښاروالۍ: خلک دې د خپلو ودانیو د جوړولو چارې بېرته پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په مشرۍ کابل ښاروالۍ اعلان کړی، چې خلک کولای شي له دې وروسته د خپلو ودانیو د جوړولو چارې بېرته پیل کړي. د طالبانو په مشرۍ کابل ښاروالۍ وایي، دغه اداره د ښار د معیاري پراختیا، د کار د رامنځته کولو او اقتصادي خوځښت د رامنځته کولو لپاره غواړي هغو کسانو ته چې غواړي لوړ پوړې ودانۍ جوړې کړي، اسانتیاوې رامنځته کړي. د دې ادارې ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډیو ته وویل: "هغه کسان چې فعلاً ځمکې لري او غواړي ساختمان او لوړ پوړې ودانۍ جوړې کړي په راحتۍ سره کولای شي کابل ښاروالۍ ته راشي او د ملکیت... Читать дальше...

د مرکزي اسیا فوټبال سیالیو کې د افغان لوبډلې مهالوېش اعلان شو

Pa.azadiradio.com 

د مرکزي اسیا تر ۱۹ کلنو کم عمره فوټبال په سیالیو کې د افغانستان د تنکیو ځوانانو د لوبډلې مهالوېش اعلان شو. په‌ دغو سیالیو کې د افغانستان، تاجکستان، ایران، ازبکستان او قرغزستان لوبډلې یو له بل سره د اګسټ له ۵ تر ۱۲ لوبېږي. دا لوبې د‌ تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ښار په مرکزي لوبغالي کې کېږي. افغانستان په ترتیب د قرغزستان، تاجکستان، ایران و اوزبکستان هېوادونو له لوبډلو سره لوبېږي.

هرات کې د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې د جنوب لویدیځ زون کلپونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ تېره ورځ پای ته ورسېدې. د افغانستان فوټبال فدراسیون په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د هېواد فوټبال اتلانو لیګ ته د لارموندې په موخه دا سیالۍ چې د هرات، فراه، نیمروز، غور او بادغیس ولایتونو د لوبډلو په ګډون وشوې د هرات اټک انرژي کلپ په کې د ۱۲ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ. دغه سیالۍ چې اونۍ وړاندې پیل شوې د اټک انرژۍ کلب لوبډلې نه فیصل حمیدي د غوره ګول وهونکي او جواد الکوزی د غوره ګول ساتونکي په توګه ونومول شول. په دغه لوبو کې نیمروز لوبډلې دوهم ځای خپل کړ.

د اسيا د تکواندو په سيالیو کې افغان لوبغاړي پای لوبې ته لار ومونده

Pa.azadiradio.com 

افغان لوبغاړي آزاد بېګ نوروزي خپل قزاقستاني او روسي سيالانو ته په ماتې ورکولو سره پاى لوبې ته لار ومونده. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په یوې خبر پاڼه کې ویلي، چې د افغانستان د تکواندو دغه ورزشکار د اسيا ماشومانو په اووم پړاو سياليو کې د قزاقستاني او دوو روسي سيالانو پر وړاندې خپلې درې لوبې وګټلې او د دې سياليو فاينل ته يې لار ومونده. د دې ریاست په وینا دغه سیالۍ د روسيې په ولاديو ستوک ښار کې وړمه ورځ پیل شوي. د اسيا ماشومانو تکواندو په دې سيالیو کې د ١٢هېوادونو ورزشکاران ګډون لري، چې ښايي روانه او راتلونکي اونۍ دوام وکړي.



د محرم لسیزه؛ کابل کې ځینې شیعه ګان احتمالي ګواښونو اندېښمن کړي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یو شمېر شعیه ګان د محرم په لسیزه کې د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښمن دي. نن یکشنبه د محرم میاشتې دوهمه نېټه ده، د دې میاشتې له پیلېدو سره افغان شیعه ګان د خپلو مذهبي مراسو د امنیت په اړه اندېښمن دي. د دوی اندېښنې وروسته له هغه ډېرې شوې دي، چې نن سهار د کابل په شېرپور کې په یوه کور راکټ ولګېد. د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي، چې دې پېښې تلفات نه درلودل. د کابل یو تن اوسېدونکی چې نه غواړي د امنیتي ګواښونو له امله یې په راپور کې نوم یاد شي، ازادي راډيو ته یې وویل... Читать дальше...

په افغانستان کې سېلابونه؛ تر اوسه ۱۲۰ کسان مړه او ۱۵۲ نور ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې وزارت وایي، په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د رامنځته شویو سېلابونو له امله ۱۲۰ کسان مړه او ۱۵۲ نور ټپیان شوي دي. د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د طالبانو حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وایي، په تېره یوه میاشت کې د راوتلو سېلابونو له امله ۱۲۰ کسان مړه شوي دي. هغه وویل: "په تېره یوه میاشت کې د سېلابونو د راوتلو له امله ۱۲۰ کسان وژل شوي، ۱۵۲ ټپیان... Читать дальше...

طالبانو د نړۍ فرهنګي میراثونو نوملړ کې د بابر بڼ د ثبتېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملګرو ملتونو له عملي او کلتوري سازمان یونسکو څخه غوښتي چې په کابل کې د بابر بڼ د دې سازمان د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبت کړي. د دې وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د طالبانو حکومت اړوند باختر اژانس لخوا په یوه خپره شوې ويډیو کې ویلي دي، چې بابر بڼ د یونسکو د فرهنګي میراثونو په معیارونو برابر دی او دوی هیله من دي چې ژر دا بڼ د نړۍ د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبت شي. عزیزي وايي: "په تاریخي لحاظ خپله نړیوال هم په دې معترف دي او... Читать дальше...

"یوه، یوه کوټه مو ړنګېده او موږ بغارې وهلې"

Mashaalradio.com 

د ټانک په پای کلي کې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې راغلي سېلاو خلکو ته لوی مالي زیانونه اړولي دي. د کلي اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل چې د کورونو بیا ودانولو لپاره پیسې نه لري او حکومت ورته له خوړو پرته نور هېڅ نه دي ورکړي. د پای کلي یوه اوسېدونکي مشال راډیو ته وویل چې اوبو یې یو پسې بله کوټه ړنګوله او دوی یې په بېوسۍ ننداره کوله. د ټانک ضلعې انتظامي مشر وايي، د کلي اوسېدونکو ته به ژر د کورونو بیا ودانولو لپاره پیسې ورکړي. ویډیويي رپورټ.

په ننګرهار کې د کانګو ناروغۍ له کبله لسګونه څاروي مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي په مرکز جلال اباد کې د کانګو د ناروغۍ له کبله د لسګونه څارویو د مړینې خبر ورکوي. د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یو بیان کې چې نن سهار خپور شو وايي، چې د ښار په بېلابېلو ناحیو کې په دې ناروغۍ د څارویو د مړینې پېښې شوې دي. په بیان کې د ښار له خلکو د مړو څارویو په موندلو او خښولو کې د همکارۍ غوښتنه شوې. تېره اونۍ د جلال‌اباد ښاروالۍ د دې ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د غټو څارويو د غوښو پر خرڅلاو هم بندیز ولګاوه. د ښاروالي وياند بختي ‌جان مراد... Читать дальше...

سیمه ییز چارواکي: په بلخ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

په بلخ کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، چې نن په یوه ټرافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومان په ګډون څلور کسان مړه شوي دي. د بلخ امنیه قوماندانۍ په یوه بیان کې ویلي دي، چې په پېښه کې لس نور کسان هم ټپیان شوي. د بیان له مخې پېښه هغه مهال وشوه، چې د حج له مراسمو د یوه راستون شوي حاجي موټر د مزارشریف او شولګرې ولسوالۍ لاره کې له یوه ټونس ډوله موټر سره ټکر شو.

زیلینسکي د دونېڅک له اوسېدونکو د خپلو مېنو پرېښودل غوښتي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر وایي، حکومت یې د اوکراین د دونېڅک د ختیځې برخې له سلګونو زره اوسېدونکو غوښتي چې له خپلو مېنو ووځي. د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي اعلان وکړ، چې حکومت یې د دونېڅک له ختیځې برخې چې په کې سخته جګړه روانه ده، د خلکو د حتمي وتلو پرېکړه کړې ده. زیلینسکي تېره ورځ ناوخته په وینا کې چې پر تلوېزیون خپرېده دغه راز وویل، چې د دونباس په پراخه سیمه کې تر اوسه په سلګونو زره کسان د جګړې د ډګر په زونونو کې پاتې دي چې اړتیا ده له خپلو سیمو ووځي. زیلینسکي وویل، هرڅومره زیات کسان چې اوس د دونېڅک... Читать дальше...

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د زعفرانو صادرات زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د تېر کال په پرتله د زعفرانو صادرات زیات شوي دي. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رسنیو مسوول الیاس نیازي نن ازادي راډیو ته وویل، چې د سږکال په لومړیو درېیو میاشتو له هرات نه شاخوا ۳ سوه کلیو زعفران چې ارزښت یې نږدې ۲۸۰ زره ډالرو ته رسېږي صادر شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د نوموړي په خبره د تېر کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له دغه ولایت نه شاخوا ۲۰ کلیو زعفران چې ارزښت یې نږې لس زره ډالره و صادر شوي وو. د نیازي په وینا، نور صادارات هم کېږي او ښايي دغه اندازه نوره هم زیاته شي. Читать дальше...

طالبانو د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو نوي ارقام خپاره کړل

Pa.azadiradio.com 

تېره اوونۍ افغانستان ته د اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۲ زره ۲ سوه ۵۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د طالبانو حکومت د افغانستان د اوسپنې پټلۍ، ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد انتقالات د حیرتان، اقینې او تور غونډې بندرونو نه شوي دي. د دې ادارې د معلومات له مخې، له حیرتان نه ۳۱۷۲۲ ټنه، د آقینې بندر نه ۷۵۸۹ ټنه او تورغونډۍ بندر نه ۸۹۱۸ ټنه واردات چې ټول ۴۸۲۲۹ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد شوي دي. یادې ادارې، دغه شان ویلي، چې تېره اوونۍ کې ټولټال له افغانستانه ۴۰۲۶ ټنه صادرات هم شوي چې لویه برخه یې ممیز دي. Читать дальше...

رضوانه عابد د کور ساتلو لپاره شپه او ورځ خواري کوي

Mashaalradio.com 

رضوانه عابد په يوازې سر د خپل کور ماشومانو او د ناروغه مېړه د دوايانو خرڅ پوره کوي. نوموړې وايي، د ژوند د ګزران او د ماشومانو د تعليم لپاره شپه او ورځ خواري کوي. نور تفصیل د ځلاند يوسفزي او عمران يونس په ویډیويي رپورټ کې کتلای شی.

شېرپور کې توغندی لګېدلی؛ کابل ښاریان د امنیتي پېښو زیاتوالي اندېښمن کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار شېرپور سیمه کې د توغندي د لګېدو خبره کوي. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې نن یکشنبه سهار د کابل ښار په شېرپور سیمه کې پر یوه کور توغندی لګېدلی دی. د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په دې اړه ازادي راډیو ته په یو لیکي پیغام کې ویلي: "د کابل ښار شېرپور کې په یو کور باندې راکټ لګېدلی دی کوم تلفات نه لري، کور خالي و، څوک په کې نه وو." بلخوا ځینې عیني شاهدان او د سیمې اوسېدونکي د کابل ښار په بله سیمه دهمزنګ په څلور لاره کې هم د یوې... Читать дальше...

د کابل کرکټ لوبغالي کې تر چاودنې وروسته پاکستانيو لوبغاړو افغانستان پریښی

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر پاکستاني رسنیو او خبریالانو خبر ورکړی، چې د افغانستان د کورني کرکټ په شپږیزه لیګ کې لوبېدونکي پاکستاني لوبغاړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. په شپږیزه لیګ کې پنځه پاکستاني لوبغاړي افتخار احمد، میرحمزه، کامران غلام، اصف افریدی او خالد عثمان لوبېدل. دغه لوبغاړي وروسته تر دې پاکستان ته ستنېږي، چې د جمعې په ورځ د کابل په کرکټ لوبغالي کې د لاسي بم برید وشو. په دې چاودنه کې طالب چارواکو د دوو تنو وژل تایید کړل، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، پېښه کې ۱۹ تنه وژل شوي دي. تر اوسه د افغانستان... Читать дальше...

په کابل کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې نن سهار د چاودنې غږ په شېرپور سیمه کې په یوه کور د راکټ د لګېدو له امله و‌. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل، په دې کور کې څوک نه اوسېدل او پېښه مرګژوبله نه‌لري‌. هاخوا یو شمېر کابل مېشتي وايي، نن سهار یې د درې چاودنو غږونه اورېدلي. ویل کېږي، چې د کابل په دهمزنګ سیمه کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی دی. خو طالب چارواکي په دې اړه څه نه وايي‌.

میامي هرالډ: داعش د طالبانو بیا واکمنۍ ته لوی ګواښ دی

Pa.azadiradio.com 

میامي هرالډ: میامي هرالډ ورځپاڼه په کابل کې د کرکټ په لوبغالي کې د شپږیزي ټورنمنټ پرمهال د جمعې د ورځې پر چاودنه لیکنه خپره کړې ده. دا امریکایۍ خپرونه لیکي، چې د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی. په دې چاودنه کې د طالبانو په وینا دوه تنه وژل شوي او دولس تنه ټپیان شوې دي خو د ملګرو ملتو سرمنشي انټونیو ګوټیرش په یوه ټویټ کې دا برید وغانده او ویې لیکل چې په دې چاودنه کې نولس تنه وژل شوې دي. میامي هیرالډ لیکي که اوس د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی؛ په وروستیو کې چې په کابل کې کومې چاودنې شوې... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *