Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2022

Новости за 08.07.2022

د پاکستان دولتي بانک د سود کچ ۱۵ فیصده ته لوړ کړ

Mashaalradio.com 

د پاکستان دولتي بانک مشر د جولای پر اوومه د نوې مالیاتي تګلارې (مانېټري پالیسۍ) د اعلانولو پر مهال وویل، د بانک پر پورونو سود ۱.۲۵ فیصده لوړوي چې ورسره به د سود ټول کچ ۱۵ فیصده ته وخېژي.

نن د نړۍ د 'جي شل' هېوادونو غونډه پيل شوه

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادو یا جي شل جګپوړي دیپلوماتانو خپله یوه ورځنۍ غونډه نن پیل کړه. دا غونډه د اندونیزیا په مالي کې ده او هدف یې د جي شل هېوادو د مشرانو راتلونکې غونډې ته زمینه برابرول یاد شوې دي. د جي شل سرمشریزه هم سږ کال ده. د نننۍ غونډې د اجنډا مهم ټکي پر اوکراین د روسیې برید او په نړۍ کې د خوراکي موادو او انرژي د بیو زیاتیدل دي. د دې سربېره چې لویدیځ د اوکراین د جګړې له امله پر روسیې بندیزونه لګولي دي، روسیې هم په نننۍ غونډه کې ګډون کړی دی. تازه راپورونه وایي چې د روسیې د بهرنیو... Читать дальше...

مارکس پوتزل افغانانو ته له سولې او مينې د ډک اختر لرلو هيله ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوتزل د افغانانو لپاره له سولې او مینې د ډک اختر هیله وکړه. په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي د اختر په مناسبت د ښاغلي پوتزل پيغام د خواله رسنیو له لارې خپور کړی دی. په دې پیغام کې پوتزل، چې د یوناما سرپرست مشر هم دی ویلي دي، ملګري ملتونه د سوکاله راتلونکې، ثبات او تلپاتې سولې د ترلاسه کېدو په هڅو کې د افغانانو د ملاتړ او همکارۍ ژمنه کوي. نن د عرفې ورځ ده او سبا د لوی اختر لومړۍ ورځ.

د افغانستان زلزله‌ځپلي: اختر ته چمتووالی نه‌لرو او ان خبر هم نه‌يو چې کله دی؟

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې وروستۍ زلزلې چې ددې پېښې له قربانیانو د اختر خوشحالۍ اخیستي، دوی ازادي راډیو ته وویل، وروستۍ پېښې یې د ژوند ټولې خوښۍ اخیستې او د اختر لپاره هیڅ چمتوالی نه‌لري. عقل الدین ګیانوال چې د خپلې کورنۍ ۷ غړي یې د پکتیکا په ورستۍ زلزله کې مړه شوي وايي، سږ کال اختر یې د غم اختر دی. هغه د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په ګیان ولسوالۍ کې اختر نه‌شته او دلته لاهم ماتم روان دی. نوموړی وايي: "دا چې اختر را روان دي خو دا اختر د تېر اختر ونو په څېر نه‌دی، په تېرو کلونو کې مو د اختر لپاره... Читать дальше...

د جاپان پخوانی وزیراعظم شینزو ابې وژل شوی دی

Mashaalradio.com 

د کابینې مشر سېکرټر هیروکازو ماڅونو ویلي دي چې ۶۷ کلن ابې د جولای پر اتمه له ځايي وخت سره سم، سهار شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې تر ویشتل کېدو وروسته په سخت ټپي حالت کې روغتون ته ولېږدول شو.



خوست کې پر ټیټو بیو سربېره کم خلک د قربانۍ څاروي اخلي

Mashaalradio.com 

په خوست کې د تېرو کلونو پرتله د قربانۍ څارویو بیې ښکته شوې دي خو د اقتصادي ستونزو له وجې کم خلک څاروي اخلي. د څارویو سوداګر وايي، سږ کال یې خورا کمې پیسې ګټلې دي. د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغه هېواد اقتصاد زښت خراب شو او د ملګرو ملتونو په وینا، د هېواد زیاتره وګړي د بې وزلۍ ښکار شوي دي. ویډیويي رپورټ.

بلوچستان: ورښتونو او سېلاوونو کې د وژل شویو شمېر تر ۵۰ اوښتی

Mashaalradio.com 

په بلوچستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د جولای پر اتمه په بیان کې ویلي چې د ورښتونو له وجې په یوشمېر سیمو کې سېلاوونه راغلي دي او په اغېزمنو ځایونو کې مرستندویه چارې روانې دي.

يو شمېر پخواني پوځيان: د طالبانو له ويرې په پټه ژوند کوو

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر پخواني پوځیان او کورنۍ یې ادعا کوي، چې د طالبانو له وېرې له میاشتو راهیسې په پټه ژوند کوي. دوی وایي، له کلونو راهیسې یې د تېر جمهوري حکومت په بېلابېلو امنیتي او کشفي برخو کې کار کړی او ادعا کوي، چې د طالبانو له لوري په بېلابېلو نومونو او تورونو د ګواښلو له امله د میاشتې په سر او پای کې د استوګنې ځایونه بدلوي. د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت یو افسر چې په پوځي برخه کې یې له هېواده بهر لوړې زده کړې کړي او په خبره یې شاوخوا اتلس کاله یې په دې برخه کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو ترڅنګ په پلازمېنه کابل کې هم دنده ترسره کړې. Читать дальше...

سېلابونو افغانستان کې ۲۵ کسان مړه کړي او سلګونه کورونه يې ويجاړ کړي

Pa.azadiradio.com 

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت وایي له تېرو دریو ورځو راهیسې د هېواد په اتو ولایتونو کې د سېلابونو له امله پنځه ویشت کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي. د دغه وزارت مسولینو ازادي راډیو ته وویل چې د راوتلو سېلابونو له امله د تلفاتو شمېرې د بدلېدو په حال کې دي او هڅې روانې دي چې یادو ولایتونو ته مرستې ورسېږي. بسم الله چې د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ د احمدزیو کلي اوسېدونکی او د سېلاب ځپلو له ډلې دی وایي، سېلابونو یې ټوله شتمني وړې، کور یې ویجار شوی او کور کلي کې یې پنځه کسان اوبو کې لا درکه او مړه شوي دي. Читать дальше...

د جاپان مخکېنی صدراعظم وویشتل شو؛ 'د ژوند نښې نښانې نه‌لیدل کېږي'

Pa.azadiradio.com 

د جاپان مخکېنی صدراعظم شینزو ابې نن جمعه د دغه هېواد سوېل لوېدیځ نارا ښار کې په ډز ویشتل شوی او د ژوندون نښې په‌کې نه‌لیدل کېږي. راپورونه نوموړی سخت ژوبل شوی دی. د کیودو خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د جاپان مخکېنی صدراعظم په یوه انتخاباتي کمپاین کې وینا کوله چې د ډز غږ واورېدل شو. د لبرال حاکم ګوند یوه باخبره سرچینه چې ابې هم د هغې له رهبرانو دی د جاپان رسنیو ته ویلي چې ښاغلی ابې په اورمېږ کې په نښه شوی دی. خو اسوشیټډ پرس خبري اژانس وايي چې هغه پر ځمکه د لوېدو پر مهال په خپله سینه لاس ايښی و او هماغه مهال‌یې کمیس هم په وینو لړل کېږي. Читать дальше...

ازادي راډيويي مجله؛ له ځنډ وروسته کابل کې د بهير غونډې پيل شوې

Pa.azadiradio.com 

د کيسه ليکوال ارواښاد نصير احمد احمدي لومړی تلين، د ليکوال عبدالکريم پتنګ ستاينغونډه، شعر او کيسه هم د خپرونې په اوږدو کې وړاندې کېږي. ازادي راډيويي مجله چې ادبي او فرهنګي خپرونه ده احمد شيبر يې چمتو کوي. دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

کروندګر: د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي د پيسو په بدل کې د کوکنارو د کښت اجازه راکوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په جنوبي ولايتونو کې بزګران ادعا کوي چې، د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي د کوکنارو د کښت د اجازې په بدل کې له هغوی څخه رشوت اخلي. د روزګان او هلمند ولایتونو ځينو بزګرانو ازادۍ راډيو ته وويل: په ځينو سيمو کې قومي مشرانو د طالبانو له ځايي چارواکو سره موافقه کړې چې د هغوی د کوکنارو د کښت نه اړولو په صورت کې به دې چارواکو ته څه اندازه تارياک ورکوي. دوې اوونۍ کېږي چې د افغانستان په تودو يا ګرمسيرو ولايتونو کې د کوکنارو دوهم فصل کرل شوی او تر اوسه يوازې په هلمند ولايت کې دوه ځايه د کوکنارو د کښت ويجاړولو په اړه راپورونه ورکول شوي دي. Читать дальше...

د طالبانو حکومت: د کوکنارو د بديل کښت د مرستو په اړه له امريکايي پلاوي سره خبرې شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت له امريکا متحده ايالتونو څخه غواړي چې د کوکنارو د کښت د بديلو پروګرامونو په برخه کې له دوی سره مالي مرستې وکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امريکا له حکومت سره د کتنو په لړ کې يې په وروستۍ غونډه کې له امريکايي هیئت سره د کوکنارو د کښت د مخنيوي، بديل معيشيت په برخه کې د مرستو او معتادینو د درملنې په اړه خبرې کړي دي. په افغانستان کې نژدې يو کال مخکې د امريکا متحده ايالتونو له نظامي او سياسي حضور پای ته رسېدو سره سم، له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو له... Читать дальше...

عربستان د حج د اداينې پر مهال پر سياسي او فرقوي شعارونه بنديز اعلان کړی

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان لوی څارنوال خبرداری ورکړ چې حج دیني فریضه ده او د دې مراسمو په ترڅ کې هر ډول ګوندي او فرقوي شعار منع دی او سخته سزا لري. د سعودي لوی څارنوال سعود المعجید دا خبرداری د حج موسم د څارنوالۍ په پرانيستونکې غونډه کې ورکړ. په تېرو کلونو کې د سعودي امنیتي ځواکونو ایراني حج کوونکي په دې خاطر ځپلي چې د حج د مراسمو په لړ کې یې سیاسي شعارونه ورکړي وو. ایراني چارواکي وايي چې حج سیاسي – عبادي مراسم دي.

د اومو تېلو بيې ټيټي شوې

Pa.azadiradio.com 

پرون (پنجشنبه) د تېلو د هر بېرل بیه ۹۴ سینټه ولوېده او ارزښت یې تر سلو ډالرو راټیټ شو. د اقتصادي چارو کتونکي وايي، د تېلو بیه په دې خاطر مخ په ټیټېدو ده چې په نړۍ کې د اقتصادي بحران وېره ده چې په نتیجه کې یې د تېلو تقاضا کمېږي. په نړيواله کچه د اومو تېلو بيه داسې وخت ټيټيږي چې افغانستان کې نفتي موادو بيې په کمساري ډول لوړې شوي دي.

هند افغانانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره يوه ډله کابل ته لېږلې

Pa.azadiradio.com 

هند په کابل کې خپل سفارت ته یوه ډله لېږلې چې سفارت پرانیزي او افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو کې برخه واخلي. د هند د باندنیو چارو وزارت ویلي چې لېږل شوې تخنیکي ډله به افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو کې رول ولوبوي. هند د تېر کال د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه خپل ډیپلوماتان وایستل. خو په وروستيو کې د هند حکومت خبر ورکړ چې کابل کې به خپل سفارت پرانيزي او ظاهراً يې موخه زلزله ځپلو او نورو افغانانو سره بشري مرستې کول او مديريت کول ښودلي.

سويډن له خپل هېواد يو شمېر افغان پناه غوښتونکي باسي

Pa.azadiradio.com 

سویډن هغه افغانان له خپلې خاورې باسي چې له موجه دلایلو پرته دغه هېواد ته بیول شوي دي. د سویډن راډیو د راپور له مخې، دغه هېواد د تېر کال په اګست کې د طالبانو له لوري د کابل د نیولو په مهال شاوخوا ۲ زره افغانان و ایستل. د دغو کسانو په منځ کې ۱۰۰هغه کسان دي چې د سویډن په لېست کې شامل نه وو چې باید له افغانستان څخه ایستل شوي وای. د دغو ۲ زره کسانو په منځ کې شاوخوا ۴۰۰ سویډني اتباع یا د دایمي اقامت لرونکي وو، پاتې نور هغه کسان وو چې سویډن باید پناه ورکړې وای. د سویډن د مهاجرت د ادارې د قانوني... Читать дальше...

ايران: د طالبانو حکومت د هلمند د اوبو د ۱۳۵۱ کال موافقې د تطبيق ملاتړ کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قُمي وايي، په افغانستان کې اوسنی حکومت د هلمند د اوبو د وېش په اړه د ۱۳۵۱ لمریز کال د موافقې د تطبیق ملاتړ کوي. ښاغلي قمي په مشهد کې د یوې غونډې په څنګ کې وویل چې، طالبانو د کمال خان بند اوبه خوشې کړي خو د دې پر ځای چې د ایران سیستان او بلوچستان یا د نیمروز مرکز زرنج ته وبهیږي، په ښوره ځمکو کې ضایع شوي دي. قمي دا هم وویل چې اوس په کمال خان بند کې اوبه نه‌شته خو په کجکي کې ډېرې اوبه شته. د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي وویل چې هڅه کوي د اوبو د... Читать дальше...

د 'غير ناټو عمده متحد' له لېسته د افغانستان ليرې کېدل او د ملا عمر پر ښخ شوي موټر نړيوالې تبصرې

Pa.azadiradio.com 

هېل ورځپاڼه: له امریکا خپرېدونکې هېل ورځپاڼې د جوبایډن پر هغې هڅې یوه لیکنه خپره کړې چې غواړي افغانستان د (غیرناټو عمده متحد) له لېسته لرې کړي. تېره ورځ ګڼو امریکایي ورځپاڼو وویل چې بایډن د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ته په یوه لیک کې دا اعلان کړی دی. هېل ورځپاڼې لیکلي، امریکا ۲۰۱۲ کال کې افغانستان د غیر ناټو عمده متحد په ډله کې شامل کړ، دا هغه وخت و چې افغانستان کې د ناټو د پوځي حضور شاوخوا لس کاله وتلي وو. د ورځپاڼې په لیکنه، دغه حیثیت افغانستان ته دا زمینه برابره کړې وه چې د ناټو له غړو پوځي مرسته ترلاسه کړي او خپل ځواکونه و روزی. Читать дальше...

افغانستان کې سېلابونه؛ بېلابېلو ولايتونو کې لسګونه کسان مړه او تري تم شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د سېلونو له کبله د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه کسان مړه شوي او ګڼ نور بې درکه شوي دي. د وروستیو ورځو سېلونو، چې له سختو ورښتونو او په ځینو سیمو کې له توپانونو سره یوځای وو، زرګونه جریبه کرنیزه مځکه هم ویجاړه کړې ده. ځايي چارواکي وايي، تر اوسه پورې لا د مرګ ژوبلو له کره شمېره خبر نه دي خو یوازې په زابل کې د ۲۰ تنو مړینه تایید شوې ده. له دغو ولایتونو څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، د سېلونو او توفانونو له امله خلکو ته ډېر مالي تاوانونه هم اوښتي دي. د زابل ولایت، چې سېل او توپان... Читать дальше...

بوريس جانسن د روسيې پر وړاندې د اوکراين د ملاتړ د دوام ژمنه کړې

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د برېتانیا مستعفي صدراعظم د اوکراین د ملاتړ ژمنه کړې وه، د فنلنډ پارلمان د دغه هېواد حکومت ته اجازه ورکړه چې له روسیې سره په پوله کې خنډونه جوړ کړي. بوریس جانسن، چې پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل په وړاندې د اوکراین یو ښکاره ملاتړی ګڼل کېږي، پرون د برېتانیا له صدراعظمۍ او د محافظه کار ګوند له مشرۍ استعفا ورکړه، خو د اوکراین ملاتړ ته لا هم دوام ورکوي. جانسن نه منله چې استعفا به وکړي خو د کابینې له یو شمېر غړو سره له لیدنو وروسته یې دا پرېکړه وکړه. د کرونا وبا د خپرېدو د... Читать дальше...

ملګري ملتونه: سرپل کې د وروستيو نښتو له امله ۲۷ زره تنه بې ځايه شوي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي، د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالي کې د وروستیو نښتو په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۷ زره تنه بې ځایه شوي دي. د ملګرو ملتو د کډوالو لویې کمېشنرۍ ویلي چې بلخاب ولسوالۍ ته یې د ۷۵۰ کورنیو لپاره د ضروري وسایلو کاروان لېږلی دی. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالي کې د وروستیو نښتو له کبله ۲۷ زره تنه د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي دي. د جرمني ډي پي اې خبري اژانس د ځايي سرچینو په قول ویلي چې دوې اوونۍ پخوا په بلخاب ولسوالي کې د طالبانو او د هغوی د ناراضه... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *