Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2022

Новости за 05.07.2022

تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات او سیمه کې امنیتي اندیښنې

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې د جولای په ينځمه په اسلام اباد کې د پارلیمان د قامي امنیتي کمیټۍ په غونډه کې تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په اړه بحثونه شوي، د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو برخو کې د امنیت حالت ښه نه او هدفي بریدونه دوام لري. ایا د دې مذاکراتو په نتیجه کې به د سیمې امنیتي ستونزې ختمې شي؟

برېښنا شرکت: اختر کې به برېښنا عادي حالت ته راوګرځي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان برېښنا شرکت، د برېښنا د پرچاویو د زیاتېدو ستونزو مني، خو وايي په اختر کې به برېښنا خپل نورمال حالت ته راوګرځي. برېښنا شرکت په یو رسنیزه خبرتیا کې، چې رسنیو ته یې لېږلې لیکلي چې، د اوړي په موسم کې د هوا په تودېدو سره برېښنا ته د خلکو تقاضا کچه لوړيږي او په سیستم کې شته وارداتي برېښنا او کورنۍ تولیدي برېښنا په ۲۴ساعته ډول د برېښنا خدماتو بشپړتیا ته بسنه نه کوي. برېښنا شرکت ،يلي، دوی  اړ دي  چې د پرچاويو په تطبیق سره په منظم ډول ټولو ساحو ته برېښنا وویشي. خو برېښنا شرکت وايي، دوی خلکو... Читать дальше...

د سیند چارواکي پر چينايانو "د مرګوني بريد پلانونکي" د نيولو ادعا کوي

Mashaalradio.com 

د سيند صوبې چارواکي وايي د اپريل په ۲۶مه په کراچۍ پوهنتون کې د شوي بريد په تړاو یې يو مهم کس نیولی دی. د جولای په پينځمه، د دې صوبې د اطلاعاتو وزير شرجيل انعام مېمن، د سیند حکومت وياند مرتضی وهاب، د ترهګرۍ ضد پوليسو مشر عمران يعقوب منهاس او د سیند صوبې  رينجرز ځواکونو کرنل نصرالله په کراچۍ کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې نیول شوی کس دادبخش عرف شعیب دی. دوی زیاته کړه چې دادبخش د جولای په دوهمه د کراچۍ له هاکس نيولی شوی. چارواکو ادعا وکړه چې دغه کس د اپريل په مياشت کې د ځانمرګي بريد ترسره کوونکې... Читать дальше...

په خېبر پښتونخوا کې د ټرافیکو دوه پولیس افسران وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسلوالو کسانو د پاکستان په خېبر پښتونخوا کې په ډزو د ټرافیکو دوه پولیس افسران ووژل. چارواکو ازادۍ راډیو ته ویلي حمله نن په ډېره اسماعیل خان کې شوې ده. د پولیسو په خبره دغه دوه ټرافیک افسران دندې ته روان وو، چې نامعلومو موټرسایکل سپرو وسله والو ورباندې حمله وکړه او بیا له ساحې وتښتېدل. په بېړنيو حالاتو کې مرسته کوونکې ځايي ادارې يوه مسؤل اعزاز محمود مشال راډيو ته ويلي، چې وژل شوي کسان عام پوليس ترافيک وو چې شوکت الله او حبيب الله نومېدل. چا د پېښې مسوولیت نه دی منلی. په تېر اپرېل... Читать дальше...

په تخار کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په تخار ولایت کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې. په دې لیګ کې به د ولایت په کچه لس لوبډلې په خپلو کې ۴۵ سیالۍ ترسره کړي. د تخار ولایت د فوټبال فدراسیون له لوری په خپره شوی خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد لیګ به دوه میاشتې او پنځه لس ورځې دوام وکړي. د دې لیګ د ترسره کېدو هدف په شمال ختیځ کې د فوټبال سیالیو لپاره د غوره لوبډلې انتخاب بلل شوی. د شمال ختیځو ولایتونو د فوټبال لوبډلو په ګډون د فوټبال اتلولې لوبی د روان لمریز کال د مني په لومړی میاشت کې پیلېږي.

په هرات کې د فول رزم ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو غوراوي سیالۍ ترسره شوې

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې د فول رزم ملي لوبډلی لپاره د لوبغاړو د غوراوي سیالۍ ترسره شوې. د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري به خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان په کچه د فول رزم ملي لوبډلې د رامنځته کولو په هدف د غوره څېرو د پېژندلو په لړ کې، له هرات ولایت څخه لس ورزشکاران غوره شول. دا سیالۍ چې د هرات ولایت له څلورو کلبونو څخه د ۶۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې، د سیالیو غوره څېرې به په کابل کې په فول رزم ملي لوبډلې کې د ګډون لپاره له ګڼو نورو ورزشکارانو سره هم سیالي کوي.

بارسلونا د اروپا اتلانو لیګ راتلونکو لوبو ته رونالډو جذبوي

Pa.azadiradio.com 

بارسلونا غواړي، چې د اروپا اتلانو لیګ راتلونکو لوبو ته کریسټیانو رونالډو دې لوبډلې ته ور جذب کړي. سږ کال د اروپا فوټبال د اتلانو په لیګ کې د منچستر یونایټد نه ورګډیدو رونالډو خواشینی کړی او غواړي، چې له دې لوبډلی سره خدای پاماني وکړي. که څه هم چې منچستر یونایټد سږ کال په اروپایي لیګونو کې ښه نه دی ځلېدلې، خو ۳۷ کلن رونالډو په کړو لوبو کې له ځانه وړتیا ښودلې او په ډېری لوبو کې یې د غوره لوبغاړي او ښه ګول وهونکي لقبونه هم ګټلي. وړاندې له دې رم، بایرن مونیخ او چلسي لوبډلو هم د رونالډو د پېرلو... Читать дальше...



طالبان د معلولینو او شهیدانو کورنیو ته د تېرو شپږو میاشتو امتیازات ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت وايي، د معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته د تېرو شپږو میاشتو امتیازات ورکوي. د طالبانو حکومت د افغانستان د شهیدانواو معلولینو وزارت وايي د تېر حکومت د شهیدانو او معلولینو په ګډون ټولو ته د تېرو شپږو میاشتو مالي امتیازات ورکوي. د دې وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني د سې شنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، دوی له تېرو لسو میاشتو راهیسې د تېرې ادارې د لسګونه زره معلولینو د معلولیت د څېړنې پروګرام درلود چې اوسمهال دغه څېړنه بشپړه شوې او دغو معلولینو ته به د امتیازاتو ورکړه پیل شوې ده. Читать дальше...

د بامیان د دوو اوسېدونکي ادعا: یوه طالب چارواکي سخت وهلي او شکنجه کړي یوو

Pa.azadiradio.com 

د بامیان د کهمرد ولسوالۍ دوه اوسېدونکي ادعا کوي چې یو ځايي طالب چارواکي د وسلو د لرلو په تور سخت وهلي او شکنجه کړي دي، هغه ادعا چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت یې ردوي. د بامیانو د اوسېدونکی محمد نقیب پر بدن د سختو وهلو نښې له ورایه ښکاري او تر دې چې تر نامه لاندې کېڼ لور ته د بدن لاندې برخه یې د ډېرو وهلو له امله سخته ټپې شوې او اوس پړسېدلې او شنه اوښتې ده. هغه وايي، د بامیان په کهمرد ولسوالۍ کې چې یوه تاجیک مېشته سیمه ده، د طالبانو د یوه ځايي قوماندان قاري فرید له لورې وهل شوی دی، هغه ادعا چې طالبان یې ردوي. Читать дальше...

بریتانیا پر بلاروس د بندیزونو نوی پړاو اعلانوي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا حکومت وايي، چې پر بلاروس او د دې هېواد د واکمن الکساندر لوکاشینکو پر رژیم به اقتصادي، تجارتي او د لېږد رالېږد برخو کې د بندیزونو یو نوی پړاو اعلان کړي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر پرون په یو بیان کې وویل، چې د بندیزونو دې نوې جوپه کې ځینې هغه د پام وړ اقدامات هم شامل دي چې د روسیې پر وړاندې هم لګول شوي دي. په بیان کې ویل شوي دي، دا بندیزونه به د سې شنبې په ورځ رسماً اعلان او عملي شي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په وینا د بلاروس پر مالونو ۳۵ په سلو کې د تعرفي لوړول، او د بلاروس... Читать дальше...

اوچا په کندز کې سلګونه کورنيو سره د خوراکي موادو مرسته کړې

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکې اداره یا اوچا وايي، تېره اوونۍ یې د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې له څه باندې ۸۰۰ کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته کړې ده.  اوچا د بي بي حیات ګلې په نوم د یوې ۹۵ کلنې مېرمنې عکس هم خپور کړی، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له لارې یې د خوراکي موادو مرسته ترلاسه کړې ده. د افغانستان له بېلابېلو برخو خلک شکایت لري، د خوراکي موادو او نورې بشري مرستې اړو کسانو ته نه رسېږي.

رسنۍ: زابل کې لسګونه ماشومان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ځینو محلي رسنیو راپور ورکړی، چې د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې په لسګونو ماشومان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي دي. د زابل لپاره د طالبانو د روغتیا ریس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي ویلي، شا و خوا ۵۰ ماشومان تېره شپه په دې ناروغۍ چې نښې یې کولرا ته ورته دي، اخته شوي دي. ده ویلي، چې سیمې ته روغتیايي ډلې لېږل شوي دي. تر دې مخکې هم په سیوري ولسوالۍ کې په کولرا ځینې ماشومان اخته شوي وو.

د بلجیم پارلمان له ایران سره د یوه تړون پر تصویب یا نه تصویب بحث کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې نن د بلجیم پارلمان نن له ایران سره د یوه پېشنهادي تړون پر تصویب یا نه تصویب بحث وکړي. دغه تړون په دې اړه دى چې یو ایرانی ډیپلومات چې له پاریس بهر د بمي حملې په تور په شل کلن بند محکوم دی، بېرته ایران ته ولېږل شي که نه. دغه تړون د اپوزیسیون د وکیلانو او د ایران د سیاسي مخالفانو د مدافع وکیلانو انتقادونه پارولي دي. دوی وايي، دا به دې ته لار اواره کړي، د اسد اله اسدي په نوم ایرانی وګړی به چې په تروریستي فعالیت تورن او د ۲۰۲۱م کال په فبروري میاشت کې محکوم شوی، بېرته ایران ته ولېږل شي.... Читать дальше...

شپني په ترکیه کې دافغانانو لپاره دکار یو ښه فرصت دی

Pa.azadiradio.com 

که چیرې تاسو شپني کړي وي یا دغه کارته لیواله یاست شاید ترکیه کې درته کار پیدا سي. ګڼ شمیر افغانان هلته ځکه شپني کوي چې خپله ترکان دغه کار سره دومره علاقه نلري . په دغه رپوټ کې په ترکیه کې یوشمیر افغان شپنو سره خبرې سوي دي .

پاکستاني چارواکي افغانان د جولای تر نهمې پر تورخم افغانستان ته په تذکرو تللی شي

Mashaalradio.com 

د خیبر ضلعې د لنډيکوتل مرستیال کمشنر ارشاد خان د جولای پر پنځمه نېټه مشال رېډيو ته وويل چې وفاقي حکومت د "ښه نیت" د جذبې له مخې افغان وګړو ته د جولای تر نهمې نیټې پورې یوازې په تذکرو خپل هېواد د تګ اجازه ورکړې ده.

زلینسکي: اوکرایني ځواکونه د مسکو ماتولو ته بې لېوالتیا شوي نه دي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي وايي، وسله وال ځواکونه یې د جګړې د دوام لپاره د مسکو د ارادې «ماتولو» ته بې لېوالتیا شوي نه دي. دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغې کېږي، چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین روسي ځواکونو ته د اوکراین په ختیځ کې د حملو د دوام امر وکړ. د اوکراین ولسمشر زلینسکي تېره شپه په خپل ویډیويي پیغام کې وویل، له لیسیچانسک ښار د اوکرایني ځواکونو له وتلو سره- سره به د دوی ځواکونه جګړې ته دوام ورکړي. بلخوا د دونیڅک سیمې والي پاولو کیریلنکو ویلي، چې اوکرایني ځواکونو په دونیڅک کې تازه دفاعي کرښې جوړې کړې دي. Читать дальше...

پاکستان له افغانستانه د ډبرو سکرو د صادراتو بیه کې د کموالي هڅې پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

سره له دې چې له افغانستانه پاکستان ته د ډبرو سکرو په صادراتو نیوکې لا پر ځای دي، د پاکستان د مالیې وزیر ویلي، هېواد یې لېوال دی چې له افغانستانه د ډبرو سکاره وارد کړي. ​پاکستان هڅه کوي له افغانستانه د ډبرو سکرو د صادراتو په بیه کې کموالی راولي. د دې هېواد د مالیې او عوایدو وزیر مفتاح اسماعیل رسنیو ته ویلي، دوی له افغانستانه د ډبرو سکرو واردولو ته لېوال دي، خو په دې شرط چې په ارزانه بیه ورکړل شي. د نیوز انټرنېشنل په نوم پاکستانۍ رسنۍ د مفتاح اسماعیل له قوله لیکلي، غواړی هغه مهال دا پروسه وغځوي... Читать дальше...

د بلخاب يو شمېر اوسېدونکي: د طالبانو له وېرې خلک خپل کورونه پرېږدي

Pa.azadiradio.com 

د سرپل د بلخاب ولسوالۍ یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ وايي، له دې سیمې نه لا هم د ولسي خلکو بې ځایه کېدل دوام لري. د بلخاب ولسوالۍ یو بې ځایه شوی کډوال وايي، د طالبانو له وېرې يې له خپلې کورنۍ سره نږدې یوه اوونۍ په دښتو او غرونو کې تېره کړه. دا چې له سختو کړاوونو وروسته اوس توانېدلی مرکز سرپل ته خپله کورنۍ ورسوي ازادي راډيو ته وویل: "د سرپل والي زموږ سیمې ته راغی، خلک يې راټول کړل، که څه هم خلک کم وو ځکه ډېری يې غرونو ته کډوال شوي دي، په دې وخت کې د طالبانو نوي وسله وال سیمې ته راورسېدل، چې د طالبانو... Читать дальше...

رينا اميري: پر طالبانو بندیزونه د دوی د تګلارو له وجې پر ځای پاتې دي

Mashaalradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې د طالبانو تګلارې او کړنې د دې لامل دي چې پر دوی بندیزونه او سزاوې پر ځای پاتې وي. رینا امیري دا خبرې د جولای پر څلورمه له بي بي سي سره په یوه مرکه کې کړې دي. نوموړې ویلي چې په افغانستان کې ښځې له جنسیتي توپیريزه چلند سره مخامخ دي. د دې په وینا، د نړۍ په هېڅ یوه اسلامي هېواد کې له ښځو سره هغسې چلند نه کېږي چې طالبان یې ورسره کوي. رينا اميري له همدې امله تېره اوونۍ د طالبانو له بهرنيو چارو وزیر امير خان متقي سره له ملاقات انکار هم کړی وو. Читать дальше...

بلوچستان کې بارانونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

Mashaalradio.com 

د صوبې د کورونيو چارو سلاکار مير ضیا لانګو د جولای پر څلورمه نېټه په کوټه کې خبريالانو ته وويل چې له ډيرې مودې وروسته په صوبه کې بارانونو شوي او د ده په وینا زیات زیانونونه يې اړولي دي.

کابل ښاریان او موټر چلوونکي د تېلو بیوو له بېساري لوړوالي شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

کابل ښاریان او یو شمیر موټر چلوونکي د تېلو د بیوو له بېساري لوړوالي شکایت کوي. اوسمهال د کابل ښار په پمپ سټېشنونو کې یو لیټر ډیزل په ۱۲۰ او یو لیټر پټرول په ۸۶ افغانیو پلورل کېږي.  په کابل کې دوو ټکسي چلونکو صابر شاه او طارق ازادي راډیو ته وویل، چې د تېلو د بیوو په لوړېدو سره خلک له ټيکسي استفاده نه کوي، ځکه د نوموړو په خبره دوی اړ دي، چې د تېلو د بیو په لوړېدو سره کرایه هم لوړه کړي او خلک د لوړې کرایې د ورکړې توان نه لري.  د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې... Читать дальше...

چارواکي: د ننګرهار له کرنیزو حاصلاتو به ٦٣ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه شي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت د کانال له کرنیزو حاصلاتو به سږ کال ٦٣ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه شي. د ننګرهار ولایت د کانال ریاست ویاند همایون غریب مل ازادي راډیو ته وویل، اوسمهال د یاد کانال له کرنیزو ځمکو څخه د څه باندې زر ټنه زیتونو د راټولولو چارې پیل شوي. د ښاغلي غریب مل په خبره له یادو زیتونو څخه به د ٦٣ میلیونو افغانیو په ارزښت یو لک و ۲۲ زره لیتره د زیتونو تېل او څه باندې ۳۰ زره بوتله اچار تولید او ګاوڼډیو ولایتونو ته به صادر شي. اوسمهال د افغانستان په بازارونو کې د زیتونو د یو بوتل تېلو بیه پنځه... Читать дальше...

د پکتیکا او خوست د زلزلو په اړه تازه ارقام خپاره شوي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، تېر یوه اوونۍ د پکتیکا او خوست روغتونو ته څه باندې ۱۴۰۰ ټپیان انتقال شوي. دغه سازمان د پکتیکا او خوست د زلزلو په اړه تازه ارقام خپاره کړي. ډبلیو اچ او ویلي، پخواني ارقام چې د جون په اته ویشتمه اعلان شوي وو د زلزلې له امله د ټپیانو شمېر ۲۹۴۹ ته رسېده او د مړو ۱۰۳۶ تنه وو. د دغه سازمان په وینا له هغه وخت راهیسې په روغتونو کې څوک نه دي مړه شوي خو ۱۴۰۴ تنه نوي ټپيان انتقال شوي چې ورسره د ټولو ټپیانو شمېر ۶۰۸۳ ته پورته شو.

د ترکیې پولیسو د ډزو له امله یو افغان ماشوم مړ شوی

Pa.azadiradio.com 

د راپورونو له مخې د ترکیې په وان کې پولیسو د افغان کډوالو په یوه بس موټر ډزې کړي چې له امله یې یو ماشوم مړ شوی او دولس نور ټپیان دي. د سیمې څو رسنیو پرون راپور ورکړی چې پېښه یکشنبه په سرای ولسوالۍ کې شوې. په خپرو شویو ویډیوګانو کې د یوه ماشوم مړی ښکاري او څو نور ماشومان او ښځې ټپيانې دي. په ویډيو کې یوه ښځه چې د ماشوم سر ته ناسته ده په دري خبرې کوي. میدیا نیوز او وان خبر سیمه ییزو رسنیو د وان د ولایت په حواله ویلي، چې پولیسو یواځې د بس په ټيرونو ډزې کړي. د وان ولایت ویلي، چې ماشوم د مرمۍ... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *