د بلوچستان سېلاب ځپلي وايي حکومت یې تپوس نه دی کړی
په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې مشر نصیر احمد ناصر پر رابطه کولو سربېره له خبرو ډډه وکړه. خو د بلوچستان د زراعت وزیر اسدالله وايي، دوی تر خپله وسه د سېلاب ځپلو مرسته کړې ده.
په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې مشر نصیر احمد ناصر پر رابطه کولو سربېره له خبرو ډډه وکړه. خو د بلوچستان د زراعت وزیر اسدالله وايي، دوی تر خپله وسه د سېلاب ځپلو مرسته کړې ده.
د کاناډا حکومت د نویو غوښتونکو لپاره د افغان کډوالۍ ځانګړی پروګرام بندوي. یو کال وروسته له دې چې د کاناډا حکومت د افغانانو منل پیل کړل، سي بي ایس نیوز اوس راپور ورکوي چې "اوټاوا د نویو غوښتونکو لپاره د افغان مهاجرت ځانګړی پروګرام بندوي." د سي بي سي نیوز موندنې ښيي، چې د کاناډا حکومت د هغو ۱۸۰۰۰ غوښتنلیکونو وروستۍ ارزونه کوي کوم چې افغانان هیله لري د دې پروګرام له لارې دې هېواد ته راشي. دا پروګرام نږدې یو کال وړاندې، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو لاس ته د کابل له سقوط څو اوونۍ وړاندې... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر او د سعودي عربستان ولیعهد په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کړی دی. د امریکا ولسمشر جو بایډن او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د جولای پر ۱۵مه په جده کې، په یوه رسمي غونډه کې، چې د دواړو خواوو لوړ پوړو چارواکو په کې برخه اخیستې وه، په راتلونکو لسیزو کې د سعودي عربستان او امریکې ترمنځ د متقابلو ګټو د پراختیا او د لا زیاتې سوله ییزې، خوندي لیدنې د پراختیا او د منځني ختیځ د سوکالتیا او ثبات په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې. Читать дальше...
یو شمېر افغانان د خوراکي او سون توکیو د بیو له لوړېدو شکایت کوي. مدینه سینګارکوونکې ده او د خپل کور د شپږو تنو مسوولیت او نفقه ور تر غاړې ده. دا پیغله وايي، د طالبانو له راتګ وروسته یې کار بند شو او اوس د خوراکي او سون توکیو د پلور توان هم نهلري. هغه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ورځ تر بلې د خوراکي او سون توکیو د بیو له پورته شکایت کوي. مدینه زیاتوي: "سینګارتون مې درلود. کار روزګار مې ښه و. د ژوند ورځني لګښتونه مې د خپلو خویندو لپاره چمتو کول. خو له کله چې طالبان واکمن شول، کار روزګار نهشته. Читать дальше...
د یادې ادارې له خوا د جولايي پر ۱۵مه په خپور شوي مياشتني رپورټ کې راغلي چې د ښځو د تښتونې پېښو کې شاوخوا ۱۰۸ تيره مياشت په پنجاب صوبه کې رپورټ شوې دي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اوږدو غوږونه سېرلي خلک حيران کړي دي. دغه سېرلی چې "سمبا" نومېږي، ۵۴ سېنټي میټره اوږده غوږونه لري. د سېرلي څښتن وايي چې د سمبا په وجه دی هم ډېر زيات مشهور شوی دی. نوموړی زياتوي چې يوه وزه يا سېرلی د سمبا په شان اوږده او ځانګړې غوږونه نه لري. نور تفصیل د فرانس پرېس خبري اژانس په ویډیويي راپور کې وګورئ
د انتخاباتو کمېشن د پنجاب څانګې مشر سعید ګل د جولايي پر ۱۵مه په لاهور کې رسنیو ته وویل چې د رایو په دې ۳۱۳۱ مرکزونو کې ۱۱۹۴ حساس او ۶۷۶ ډېر حساس ګرځول شوي دي.
د اطلاعاتو وفاقي وزیرې مریم اورنګزیب د جولای پر ۱۵مه د وفاقي کابینې غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې کابینې د غدارۍ په مقدمه کې د قانون وزیر، اعظم نذیر تارړ په مشرۍ یوه کمېټي جوړه کړې چې د سپریم کورټ د پریکړې په رڼا کې د راتلونکو اقداماتو په اړه وړاندیزونه ورکوي.
له افغانستانه به چین ته د جلغوزو، بادامو او مرخېړیو صادرات زیات شي. د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره دا او دې ته ورته مسایلو باندې خبرې کړي. وزارت وړاندې لیکلي، چې دواړو خواو د سوداګرۍ په پیاوړتیا، ټرانزیټ او همداراز د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د نویو فرصتونو په رامنځته کېدو بحث کړی دی. د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وړاندې لیکي، چې په دغه ناسته کې چین له افغانستان سره د صاداراتو په برخه کې د زیاتې همکارۍ ژمنه کړې. Читать дальше...
د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت له ترکي سوداګرو غواړي څو په افغانستان کې د کانونو برخه کې پانګونه وکړي. دغه وزارت په خپل تویټر پاڼه لیکلي، چې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین سره لیدلي. وزارت وړاندې لیکلي، چې دواړو خواو د ښو اړیکو ترڅنګ په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پر پانګونې ټینګار کړی. د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکیې له سفیر څخه په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د پانګونې غوښته کړې. د خبر ځای په حواله د ترکیې سفیر له افغانستان سره د هر ډول همکاریو ډاډ څرګند کړی. Читать дальше...
د امریکا او سعودي عربستان په ګډه اعلامیه کې، چې جدې ته د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن له سفره وروسته خپره شوه، د ایران له لوري د اتومي وسلې د جوړولو د پر مخنیوي ټینګار شوی دی. د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر د سعودي عربستان له پاچا او نورو چارواکو سره درې ساعته خبرې وکړې. د دواړو خواوو په ګډه اعلامیه کې، چې د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس خپره کړې، ویل شوي چې د امریکا متحد ایالتونه او سعودي عربستان د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د ایران د لاسوهنې د مخنیوي پر اړتیا... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر او د سعودي عربستان ولیعهد په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کړی دی. د امریکا ولسمشر جو بایډن او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په یوه رسمي غونډه کې، چې د دواړو خواوو لوړ پوړو چارواکو په کې برخه اخیستې وه، په راتلونکو لسیزو کې د سعودي عربستان او متحده ایالاتو ترمنځ د متقابلو ګټو د پراختیا او د لا زیاتې سوله ییزې، خوندي لیدنې د پراختیا او د منځني ختیځ د سوکالتیا او ثبات په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې. Читать дальше...
د پاکستان، چین او تاجکستان له پولو سره په پرته واخان (وخان) دهلېز اوسېدونکي وايي، د تېرو څه پاسه څلورو لسیزو ناامنیو او جګړو یې پر ژوند هېڅ اغېز نه دی کړی. دوی خپله سیمه د نړۍ بام بولي. د واخان اوسېدونکي ساده خواړه خوري او سوله ییز ژوند تېروي. سوداګر په پسرلي کې هغې غرییزې سیمې ته سامانونونه لېږدوي او په بدل کې له ځايي اوسېدونکو څخه څاروي یا اصیل غوړي اخلي. په هغه سیمه کې برېښنا، ټېلېفون او انټرنېټ هم نه شته. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
په پاکستان کې د ښځو او ماشومانو د ملاتړ ټولنو په خپل میاشتني راپور کې ویلي، چې تېره میاشت په دغه هېواد کې تر یو نیم سل ډېرې ښځې او تر ۶۰ ډېر ماشومان تښتول شوي دي. په دې راپور کې له ښځو او ماشومانو سره د زور زیاتي او جنسي تېریو شمېرې هم وړاندې شوې دي. نور جزییات دې لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د یو ټن صادراتي سکرو بیه ۲۸۰ ډالرو ته لوړه شوې ده. د دغه وزارت ویندوی ازادي رادیو ته وویل، چې لا هم تر نړیوال نرخ د افغانستان د سکرو بیه ۷۰ ډالره ټیټه ده. د افغانستان ډېر سکاره پاکستان ته صادرېږي. نور تفصیل د عصمت څاروان په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
ټاکل شوې ده، چې د امریکا د کانګریس د استازو جرګه د دفاع وزارت یا پنټاګون د ۲۰۲۳ کال دفاعي بودجه تصویب کړي او ورسره جوخت پنټاګون افغانستان ته د هر ډول مرستې له ورکولو منع کړي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د ازادې مبارزې یا فري فایټ افغان لوبغاړي احمد ولي هوتک تېره شپه خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه. په دې سیالۍ کې، چې د روسیې په کراسنادور ښا رکې وشوه، روسي لوبغاړی ولادیمیر اوسیپوف د هوتک مقابلې ته راوتی و. احمدولي هوتک له بري وروسته په یوه احساساتي ویډیويي پیغام کې وویل: "د خدای په نوم. زه هم خپله بریا ټول ملت ته مبارکي وایم. ټولو ته دې مبارک وي." د افغانستان د ازادې مبارزې یاد لوبغاړي له دې مخکې هم ډېرې نړیوالې سیالۍ ګټلي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد څلور محصلان په کابل کې بې درکه شوي دي. دا څلور محصلان، چې د اختر په لومړۍ ورځ بې درکه شوي، د افغانستان په دوو جلا پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت وو. ویل شوي، چې د بې درکه شویو له منځه دوه تنه د ننګرهار پوهنتون او دوه د کابل د طبي پوهنتون محصلان وو. تر دې وړاندې په افغانستان کې د پاکستاني محصلانو د بې درکه کېدو کومه پېښه نه ده شوې. د راپور له مخې، د پاکستان د بشري سرچینو وزیر ساجد توري په دې اړه د طالبانو د حکومت له چارواکو سره خبرې کړي دی.
تاجکستان وايي، د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه زیاته شوې ده. د تاجکستان د ګمرکي خدماتو اداره وايي، د سږ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له تاجکستان څخه افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۶ میلیون ډالره زیات دي. تاجکستان، افغانستان ته سمینټ، سکاره او کرنیز محصولات صادروي. د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، سره له دې چې د دواړو خواوو اړیکې ډېرې ښې نه دي خو تاجکستان افغانستاان ته د برښنا صادرات نه دي درولي. دا هېواد افغانستان... Читать дальше...
د فلسطین د کورواکو تشکیلاتو مشر محمود عباس پرون د فلسطینیانو په خاوره کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره په کتنه کې له هغه وپوښتل چې د اسراییل له ۷۴ کاله غضب، دربدرۍ او مصیبتونو وروسته به دا وضعیت کله پای ته ورسېږي؟ دا په تېرو پنځو کلونو کې د امریکا له ولسمشر سره د یوه فلسطیني مشر لومړنۍ کتنه وه. عباس وویل، د اوسلو د تړون پر اساس له اسراییلو سره پر خپلو ژمنو ولاړ دی او د سولې د تړون پر اساس د بشپړې او هراړخیزې سولې تمه لري.
د نړۍ د هوايي شرکتونو په اړه د یوې تازه درجه بندۍ پر اساس، د قطر، اماراتو او ترکیې هوايي شرکتونه د نړۍ په لسو غوره هوايي شرکتونو کې شمېرل شوي دي. د ایرلاین رېټینګ د کالني راپور له مخې، چې پرون خپور شو، د قطر ایروېز هوايي شرکت په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ تر ټولو ښه هوايي شرکت غوره شوی دی. له قطر ایروېز وروسته د نیوزیلنډ هوايي شرکت دوهم او د متحده عربي اماراتو الاتحاد درېیم مقام خپل کړی دی. د متحده عربي اماراتو بل هوايي شرکت یعني امارات هوايي شرکت شپاړسم غوره هوايي شرکت ګڼل شوی دی. تُرکش ایرلاین د نړۍ نهم غوره هوايي شرکت بلل شوی دی.
ټايمز ا ف انډيا: هندۍ ورځپاڼې ټایمز اف انډیا په خپله پرونۍ ګڼه کې له افغانستانه هند ته د افغان سېکهانو او هندوانو د بلې جوپې د لېږدولو په باب لیکنه خپره کړې ده. د ۲۱ افغان سېکهانو او هندوانو دغه تازه ډله د کام اییر هوايي شرکت په یوه ځانګړې الوتنه کې هند ته رسېدلې ده. دغه هندوان او سېکهان د هند د ګوردواره وو د تنظیم کمېټې له خوا د هند د حکومت په مرسته دغه هېواد ته لېږدول شوي دي. د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې په لیکنه افغان سېکهان او هندوان په داسې حال کې هند ته لېږدول کېږي چې د جون میاشتې پر ۱۸مه... Читать дальше...