Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2022

Новости за 12.07.2022

ښځو د مشاعرې په ترڅ کې له طالبانو حقونه وغوښتل

Mashaalradio.com 

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په لومړي ځل په کابل کې د ښځو د رڼا کلنۍ مشاعره شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ژوند په بېلا بېلو برخو کې د ښځو پر فعاليتونو بنديز لګولی دی. په مشاعره کې شاعرانو او ليکوالانو د شعر او ليک په ژبه د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړ. ويډيو راپور وګورئ.

کارپوهان: زیان اړونکي بارانونه د ماحولياتي بدلون نتيجه ده

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په بیلا بیلو برخو کې بارانونو او سیلابونو ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي او په ځينو غرنيو سیمو کې یې د تګ راتګ لارې تړلی دي. کارپوهان وايي چې په سیمه کې ماحولیاتي بدلونونه روان دي او که سم انتظام یې ونشي نو په راتلونکې کې به یې زیات تر دې کال هم ډير وي.

د امریکايي ټلسکوپ تازه معلومات: د کایناتو عمر له ‍۱۳ نیم میلیارده کلونو زیات دی

Pa.azadiradio.com 

یو امریکايي ټلسکوپ موندلې، چې د کایناتو عمر له ‍۱۳ نیم میلیارده کلونو څخه زیات دی. د جیمز ویب په نوم فضايي ټلسکوپ لومړني عکسونه چې د کایناتو د عمر اټکل کوي ځمکې ته استولي دي. د امریکا د فضايي څېړنو اداره ناسا وايي، دا مجهز ټلسکوپ چې د لس میلیارده ډالرو په لګښت جوړ شوی د ځمکې عمر له ۱۳ نیم میلیارده کلونو زیات اټکلوي. د ناسا ادارې مشر بیل نلسن وايي، داسې عکسونه یې ترلاسه کړي، چې دیارلس نیم میلیارده کلونه مخکې د یو نوري شي ګرځېدل ښيي. نلسن زیاتوي: "دا اجرام موږ دیارلس نیم میلیارده کلونه پخوا مودې ته وړي. Читать дальше...

څېړنه: برتانوي ځواکونو لسګونه افغانان تر مشکوکو شرایطو لاندې وژلي

Pa.azadiradio.com 

یوه تازه څېړنه ښيي، چې برتانوي ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې ۵۴ تنه تر مشکوکو شرایطو لاندې وژلي دي. د بریتانیا ځانګړي کومانډو ځواکونه د لسګونو ولسي افغانانو په وژنه تورن شوي دي. د بي بي سي تازه څېړنه چې نن د چنګاښ په ۲۱ مه خپره شوې، په کې موندل شوې چې د هلمند په ولایت کې د شپنیو عملیاتو پر مهال د بریتانیا یوې پوځي ډلې ممکن ۵۴ تنه ولسي وګړي په غیرې موجه ډول وژلي وي. دا راپور چې د څلور کلنو څېړنو وروسته خپور شوی وايي، په ځینو مواردو کې له ولسي خلکو څخه د وسلې په زور اعتراف اخیستل شوی دی. جنرال... Читать дальше...

د سره صلیب نړیواله کمېټه: د افغانستان نیمايي وګړي بشري ناورین سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، نړۍ ‌باید افغانستان له یاده ونه باسي، ځکه د دې سازمان له قوله چې د دې هېواد له نیمايي زیات وګړي له لوی بشري ناورین سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. بهناز رسولي چې دوه کاله وړاندې یې په خپل شخصي لګښت په هرات کې د جامو ګنډلو کارخونه جوړه کړې وه وايي، د طالبانو له راتګ وروسته یې ټول کار روزګار وپاشل شو. هغې په خپله کارخونه کې د تولید شویو کالیو د پلور لپاره دوه هټۍ هم جوړې کړې وې. خو اوس وايي، داسې مهال چې تازه یې کار روزګار ښه شوی و، طالبانو هرات ونیوه او د دې ټولې هیلې په اوبو لاهو شوې. Читать дальше...

د اړمنو پر ځای طالب وسله والو ته د بشري مرستو د وېش ادعا وشوه

Pa.azadiradio.com 

د افغان مېرمنو لپاره د عدالت غوښتنې ډلې یا AWAG ۲۵ مرسته کوونکو نړیوالو بنسټونو ته د یو لیک په استولو ادعا کړې، چې د بشر دوستانه مرستو په نوم طالبانو ته د خپلو وسله والو د اعاشې او اباطې لپاره نغدې پیسې ورکول کېږي. داخلي بې ځایه شوي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري" په نوم د افغان مېرمنو لپاره د عدالت غوښتنې یوې ډلې ۲۵ نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو ته لیک استولی دی. په دې لیک کې ادعا شوې، چې ملګري ملتونه اوسمهال د افغانستان په اړه بې طرفه نه دي او د بشري مرستو د وېش په برخه کې تبعیضي چلند کوي. ... Читать дальше...

په غور کې د ښاروالۍ لوبډله د فوټبال لیګ اتله شوه

Pa.azadiradio.com 

په غور ولایت کې د فوټبال لیګ سیالیو اتلولي د ښاروالۍ لوبډلې وګټله. د غور د فوټبال فدراسیون له لوري په خپره شوی خبرپاڼه کې راغلي، د یاد ولایت په کچه د ۱۶ کلنو فوټبال لیګ سیالۍ، چې په الف او ب ګروپونو کې پیل شوی وې، نن د ښاروالۍ لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. په دغه لیګ کې ۹ لوبډلو په خپلو کې سیالي وکړه. دغه سیالۍ، چې د دوو اوونیو لپاره یې دوام درلود، په پایله کې یی د غور ولایت د ۱۶ کلنو منتخبې لوبډلې ته غوره څېرې هم انتخاب شوې.

په پکتیا کې د والیبال ټورنمنټ پیل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د جنوب زون په کچه د والیبال ټورنمنټ نن په پکتیا ولایت کې پیل شو. د بدني روزنې او ورزش ریاست د رسنیو دفتر ازادي راډیو ته وویل، د والیبال په دې ټورنمنټ کې به د لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو څخه ۲۶ لوبډلې په خپلو کې سیالي وکړي. په دغه ټورنمنټ کې له یادو څلورو ولایتونو څخه ۲۶ لوبډلې ګډون لري او د درېیو ورځو لپاره به دوام وکړي. دا سیالۍ د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې پیل شوي او هدف یې د والیبال ورزش وده او د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه ورغلو سیلانیانو ته د سرګرمۍ فضا برابرول بلل شوي.



افغان سېلاب ځپلي: ژر دې زمونږ لاسنیوی وشي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د وروستیو ورځو سېلاب ځپلي وايي، لکه څنګه چې اړینه ده، ورسره مرسته‌نه ده شوې او باید ژر تر ژره یې لاسنیوی وشي. په پکتیا کې د طالبانو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د مبارزې ریاست وايي، د دې ولایت په زرمت ولسوالۍ او یو شمېر نورو سیمو کې په وروستیو اورښتونو او سېلابونو کې شپږ تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. طالبانو پورې اړوند باختر خبري اژانس لیکي، راوتلو سېلابونو سلګونه کورونه هم ویجاړ کړي دي. په ارزګان، زابل، کندهار، نورستان ، غزني او میدان وردک وروسته، د سېلابونو له امله ځاني تلفات هم لسګونو کسانو ته رسېږي. Читать дальше...

يو شمېر پر شرايطو برابر افغان کډوال: زموږ برخليک دې مالوم شي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغانان چې د امریکا په ګډون یو شمېر نورو بهرنیو هېوادونو ته يې د کډوالۍ شرایط پوره کړي وايي، له تېرو نږدې یولسو میاشتو راهیسې په افغانستان او ګاونډيو هېوادونو کې د ژوند سختې شپې تېروي. ۳۱ کلن ذاکرالله چې نږدې پنځه کاله يې په افغانستان کې له ناټو ځواکونو سره د ژباړونکي دنده ترسره کړې وايي، اوس مهال له سختو امنیتي ننګونو سره مخ دی. دی چې د اګسټ په اتلسمه يې یو ځل له خپلې کورنۍ سره له دې هېواده د وتلو هڅه هم کړې خو د کابل په هوايي ډګر کې د سختې ګڼې ګوڼې له امله نه دی توانېدلی چې له هېواده... Читать дальше...

کندهار: په ګمرګ کې لسګونه کانتينره بند پاتې درملو ته د لېږد اجازه نه‌ورکول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د درملو سوداګر شکایت کوي چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دوی لسګونه کانټينره درمل د کندهار په ګمرک کې درول شوي او شرکتونو ته یې د انتقال اجازه نه ورکول کېږي. سوداګر وايي د عامي وزارت د درملو ټولو قوانینو ته ژمن دي خو په دې برخه کې دي اسانتیاوې رامنځته شي. بلخوا د طالبانو د عامي روغتیا وزارت وايي د هغه درملو مخنیوی يې کړی چې جواز، فیګنګ لیست او د درملو د تجزيي راپور ونه‌لري. نور تفصیل د صادق رښتیني په دې راپور کې د لاندې غږيز فايل په کليک کولو اورېدلی شئ:

بارانونو او سیلابونو په بلوچستان کې ۶۴ او په سيند کې ۲۶ کسان وژلي دي

Mashaalradio.com 

د سیند صوبې د قدرتي افتونو د نظم ادارې په خپل یو رپوټ کې ویلي چې په هغه صوبه کې په سیلابي بارانونو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۶ ته رسېدلی دی.   دې ادارې د جولای پر ۱۱مه په خپل یو رپوټ کې ویلي چې په دغو کې ۱۴ کسان په کراچۍ، ۹ په ټټه، ۲ په خیر پور او یو په سکر کې د بارانونو او د کورونو د چتونو راپرېوتو له وجې مړه شوي دي.   د سیند صوبې وزیراعلی مراد علي شاه د جولای په ۱۱مه، د سیلاب ځپلو سیمو دوره کړې او د وزیراعظم شهباز شریف لخوا یې د سیند حکومت سره د مرستو کولو د اعلان هرکلی کړی. شهباز شریف د جولای... Читать дальше...

د اوکراين پوځ: د روسي ځواکونو د تازه عملياتو په وړاندې پر چمتووالي بوخت يو

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پوځ وايي، د روسیې د پلیو ځواکونو د تازه عملیاتو په وړاندې په چمتووالي بوخت دي. دا چمتووالی څو ورځې وروسته له هغې نیول کېږي، چې د اوکراین پر ختیځ د روسیې له خوا د توغندیو په پراخو حملو کې په لسګونو ملکیان ووژل شول. روسي ځواکونو د دونیڅک ولایت او د دونباس د ټولو سیمو د نیولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي پرون ویلي روسي ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې ۳۴ هوايي حملې کړي. د ده په وینا په چاسیف یار ښارګوټي کې پر یوه پنځه منزله ودانۍ د حملې د مړو شمېر ۳۳ ته زیات شوی دی.

امريکا: ايران د اوکراين په ضد روسيې ته بې‌پلوټه الوتکې ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت وايي باور لري چې ایران په پام کې لري د اوکراین په جګړه کې د کارول کېدو لپاره روسیې ته «سلګونه» بې چلوونکي وسایط ورکړي. امريکا ويلي چې په هغو کې د سلو لېږدوونکې بې پېلوټه الوتکې هم شاملې دي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان پرون خبریالانو ته وویل، له واشنګټن سره معلومات شته چې ښيي ایران غواړي د دغو بې پېلوټه الوتکو د کارونې لپاره روسي ځواکونه و روزي.

د صنعت‌کارانو ټولنې له طالبانو د جوازونو برخه کې د اسانتياو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه د طالبانو له حکومته غواړي، چې د صنعت په برخه کې د پانګونی د جذب په هدف دې د جوازونو په ورکړه کې اسانتیاوې راولي. د صنعت کارانو د ټولنې رییس عبدالجبار صافي ازادی راډیو ته وویل ،چې په وروستیو څلورو میاشتو کې د صنعت په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ډېره شوې. د ښاغلي صافي په خبره، دوی د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره پر داسې یوه طرحه کار پیل کړی چې له مخې به یې د صنعت په برخه کې د پانګونې لپاره د جواز ورکړه اسانه شي او د صنعتي شرکتونو د فعالیت لپاره به د برېښنا... Читать дальше...

د جعفري فقهې يو شمېر پېروان: طالبانو مو مذهب له پامه غورځولی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د جعفري فقهې یو شمېر پېروان ادعا کوي چې طالبانو یې په سیستماتیک ډول حذف پیل کړی. دوی وايي، طالبانو په خپلو ادارو کې ټولې چارې د حنفي مذهب پر بنسټ مخ‌ته وړي، داسې مهال چې وړاندې په هر ډول رسمیاتو کې د دوی مذهب او عقېدې ته درناوی کېده او رسمیت یې درلود. د جعفري مذهب یو شمېر پېروان هغه څه ته چې دوی په ټولنه کې د ځان حذف بولي، اندېښنه لري او وايي، طالبانو په ټولو رسمي چارو کې د دوی مذهب له پامه غورځولی. طالبان په دې اړه چپ دي، خو له دې وړاندې یې ویلي چې په افغانستان کې د ټولو وګړو هر ډول ازادۍ خوندي دي. Читать дальше...

د بلوچستان سيلاب ځپلي د مرستو غوښتنه کوي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په یو شمېر سیمو کې د وسې یا پشکال اورښتونو درانه زیانونه اړولي دي. د دې صوبې د پښین سيمې خلګ وایي چې د قدرتي افتونو د نظم صوبايي ادارې (پي ډي ایم اې) لخوا ډېرې لږې مرستې ورسره شوې چې د دوی اړتياوې نه شې پوره کولای. د پي ډي اېم په وينا په بلوچستان کې د جولای له څلورمې د پيل شويو بارانونو او سيلابونو له کبله تر ۶۰ زيات کسان وژل شوي او سلګونه کورونه نړېدلي دي. نور تفصیل د مشال راډیو خبریال صمد شبنم په ويډیویي راپور کې وګورئ.

طالبان: د اختر په درې ورځو کې هيڅ امنيتي پېښه نه‌ده شوې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د طالبانو امنیه قومنداني وایي، د اختر په دریو ورځو کې یې هیڅ کومه امنیتي پیښه نه ده ثبت کړې. د دغې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، په نورو ولایتونو کې هم د اختر مراسم په خوندي فضا کې ترسره شوي دي. نوموړي ويلي: "د خوښۍ ځای دی چې تېرو څو ورځو کې مو هېوادوال د اختر خوښۍ په ډاډمنه امنیتي فضا کې لمانځي، په پلازمېنه کابل کې هیڅ کومه امنیتي پیښه الحمدالله نه ده ثبت شوې." طالب چارواکو مخکې ادعا کړې چې د جنایي پېښو کچه یې کمه کړې ده، خو پلازمېنه او نورو ولایتونو کې لا هم وخت نا وخت د تښتوونو او غلاوو پېښې ثبتیږي.

د ملګرو ملتونو راپور: زرګونه ماشومان د جګړو په سيمو کې ژوند کوي

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو او وسله والو شخړو په اړه د ملګرو ملتونو نوی راپور ښېي چې دا مهال زرګونه ماشومان د جګړو په سیمو کې په بد وضعیت کې ژوند کوي. دا راپور چې پرون خپور شو، دماشومانو د حقونو په وړاندې په تېر ۲۰۲۱ کال کې د نژدې ۲۴ زره سرغړونو یادونه کوي چې په ورځني ډول یې شمېر ۶۵ ته رسیږي. راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې راغلی چې ماشومان په کې د جګړې له کبله سخت متاثره شوي دي. راپور زیاتوي چې ماشومان پر افغانستان سربېره په کانګو جمهوریت، اسرایل، د فلسطین په اشغال شویو سیمو ، سومالیا، سوریې او یمن کې د وسله والو شخړو د سرغړونو ښکار شوي دي. Читать дальше...

د افغانستان پر وضعيت د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

Pa.azadiradio.com 

ګارډين ورځپاڼه: ګارډین ورځپاڼې د هغو افغانانو ژوند ته پام کړی چې په افغانستان کې یې له استرالیايي ځواکونو سره کار کړی دی. د ورځپاڼې په لیکنه هغو اسټرالویانو چې په خپله خوښه غوښتل چې افغانان په خوندي توګه استرالیا ته ولیږدول شي، د خپل حکومت له کړنو څخه ناهیلي شوي دي. د ګارډین په لیکنه، د علي کورک Ali Corke په نوم یوه استرالیايي سړي تېر سپټمبر د عباس په نوم د یوه افغان سرتېري لپاره چې اوس په ایران کې اوسېږي، د ویزې غوښتنه کړې وه، خو تر اوسه یې د اسټرالیا د حکومت له لوري کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی. Читать дальше...

د ولاديمير پوتين فرمان: د اوکراين ټولو وګړو ته د روسيې تابعيت ورکوو

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون (دوشنبې) د یوه فرمان له لارې اعلان وکړ چې د اوکراین ټولو وګړو ته د روسیې تابعیت ورکوي. د دې فرمان تر اعلانېدو مخکې د اوکراین د ختیځ د لوهانسک او دونیڅک ولایتونو او دغه راز د خرسون او زاپوریژیا ولایتونو ټولو اوسېدونکو ته د روسیې تابعیت ورکول کېده. د دغو ولایتونو ډېره برخه روسي ځواکونو نیولې ده.

د ټوېټر د ونډو ارزښت پنځه سلنه لوېدلی دی

Pa.azadiradio.com 

وروسته له دې چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس ایلن ماسک د ټوېټر د رانیولو قرارداد لغوه کړ، د ټوېټر د ونډو ارزښت په سلو کې ۵ ولوېد. د ښاغلي ماسک وکیل د جمعې په ورځ ویلي و چې غواړي په ۴۴ میلیارد ډالرو د ټوېټر د رانیولو قرارداد لغوه کړي. پرون (دوشنبې) د ټوېټر هره ونډه ۵ اعشاریه ۴۶ سلنه ولوېده او تر ۳۵ ډالرو ټیټه شوه.

پاکستان: سېلابونو له امله ۱۴۷ تنه مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي چې د جون له ۱۴ څخه د جولای تر ۱۰ پورې په دغه هېواد کې د موسمي ورښتونو په ترڅ کې ۱۴۷ تنه مړه شوي دي. دې ادارې همداراز ویلي چې د ورښتونو له کبله تر ۷۰۰ ډېر کورونه زیانمن شوي او تر ۳ ډېر نور یومه نړېدلي دي. له تېرو څو ورځو راهيسې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې لا هم سېلابونه راوتلي او لسګونه خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې.

د طالبانو حکومت د تېلو له يوه واردوونکي شرکت سره موافقه لاسليک کړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د تېلو له یوه واردوونکي شرکت سره موافقه لاسلیک کړه چې نسبتاً په ارازانه بیه تېل وپلوري او په دې توګه د تېلو بیه ټیټه کړي. په وروستیو اوونیو کې په کابل کې د تېلو بیه په چټکه لوړه شوې ده. د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د لاسلیک شوې موافقې له کبله به د تېلو بیه په سلو کې ۱۰ کمه شي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *