Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2022

Новости за 30.07.2022

په کابل کې د ازادې مبارزې سیالۍ ترسره شوې

Pa.azadiradio.com 

په کابل ولایت کې د یو ایف سي سازمان لخوا ازادې مبارزې یا فري فایټ سيالۍ تېره ورځ ترسره شوې. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په یوې خبر پاڼه کې ویلي٬ چې د فري فايټ دغه سیالۍ د نهو ولايتونو نه ٢٨جوړو ورزشکارانو ترمنځ په کابل کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې. د دې ریاست په وینا، په دغو سياليو کې د لوګر ولایت لوبغاړی احسان الله جنګجو د ښو لوبو په کولو سره لومړى مقام ترلاسه کړ. د دې ریاست د معلوماتو له مخې، جنګجو په ٥٨کيلو وزن کې خپل کابلي سيال ته ماتي ورکړه او لوبه يې په خپل نوم او لومړى مقام يې ترلاسه کړ. Читать дальше...

په لوګر کې د ووشو سیالۍ ترسره شوې

Pa.azadiradio.com 

په لوګر ولایت کې د پنځو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ ترسره شوې. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په یوې خبر پاڼه کې ویلي٬ چې دغه سیالۍ د لوګر ولایت په کوربتوب د پکتيا، خوست، ميدان وردګ او پکتیکا ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ تېره ورځ ترسره شوې. د یاد ریاست د خبر پاڼې په حواله، دغه سيالۍ چې د یوې ورځې لپاره وې د پنځو ولایتونو نه د شاخوا ٥٠ تنو ورزشکارانو په کې ګډون کړی وو. د ووشو په دغو سياليو کې د لوګر ولايت د ١٣مډالونو او د اتلولۍ جام امتياز په ترلاسه کولو سره لومړى مقام خپل کړ. Читать дальше...

په هند کې د شطرنج لوبې پيل شوې

Pa.azadiradio.com 

نن په هندوستان کې د شطرنج نړيوالي لوبې پيل شوې. د ورزشي اژانسونو د راپورنو له مخې٬ دغه لوبې د جولای په ۳۰مه د هندوستان په وخت درې بجې د دې هېواد چيناى ښار کې پیل شوې. په دغو سیالیو کې د افغانستان لومړۍ لوبه له اروپايي هېواد مونټه نګرو سره ده چې په لومړي پړاو کې ماسټر سید وهاب الدین میرزاد د کدریج دینیر سره مخ کېږي. دغه سيالۍ٬ چې په هرو دوو کلونو کې يو ځل ترسره کېږي، سږ کال به د نارينه وو په برخه کې د ١٨٨ هېوادونو لوبغاړي ګډون وکړي چې افغانستان به هم د دغو هېوادونو په منځ کې شامل وي. دغه سيالۍ به د اګسټ په لسمه نېټه پاى ته ورسېږي.

افغانستان کې د کانکور ازموینې ته د چمتووالي په هدف اپلېکېشن جوړ شو

Pa.azadiradio.com 

د "اشیا فاونډيشن" یا اسیا بنسټ چارواکي د یو داسې اپلېکېشن د جوړولو خبره کوي٬ چې د ښوونځیو زده کوونکو ته د کانکور ازموینې د چمتووالي مضمونونه وړاندې کوي. د اسیا فاونډیشن مسوولان د داسې اپلېکېشن جوړولو خبر ورکوي٬ چې په کور کې د کانکور د ازموینې د چمتووالي لپاره زمینه مساعده کوي. په افغانستان کې د دې بنسټ مشر عبدالله احمدزي په خپل ټویټر لیکلي٬ "زده کړې ته د افغان نجونو لاسرسی" په نوم اپ په وړیا توګه د زده کوونکو لپاره د کانکور د مضامینو د چمتووالي لپاره د لسم څخه تر دولسم ټولګي پورې د کانکور ازموینې فورمې او ویډیوګانې وړاندې کوي. Читать дальше...

تندو بارانونو د بلوچستان او کراچۍ ترمينځ لاره تړلې ده

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په لسبېله ضلع کې تندو بارانونو يو شمېر پلونه او سړکونه نړولي دي. له کراچۍ سره د صوبې یوازينۍ لاره له تيرې يوې اوونۍ راهيسې بنده ده چې خلک يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي. بلخوا د بلوچستان حکومت وايي چې په سېلاب ځپلو سېمو کې يې د ژغورونکې او مرستندويه کارونه پیل کړي دي.

په ایران کې د توپانونو او سېلابونو له کبله د قربانیانو شمېر ۵۶ تنو ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې د توپانونو او سېلابونو د قربانیانو شمېر شپږ پنځوسو ته ورسېد. ایراني رسنیو د دغه هېواد د سرې میاشتې په وینا خبر ورکړ، چې په لسګونو کسان لاهم په پلازمېنه تهران او څلورو نورو ولایتونو کې تري تم دي. د ایران د دولتي رسنۍ په وینا پوځیان له هغو کسانو سره چې د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي یوځای شوي او له لرې پرتو سیمو څخه یې تر اوسه په زرګونو کسان خوندي ځایونه ته انتقال کړې دي. د نورو بارانونو د ورېدو اټکل هم کېږي.

په بلوچستان کې د عملیاتو پرمهال ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني پوځیان وایي، چې په بلوچستان کې تېره شپه د عملیاتو پرمهال یو عسکر وژل شوی، یو ټپي شوی او لږ تر لږه شپږ مخالف وسله وال وژل شوي. پوځیانو نن په یوه بیان کې ویلي دي، چې دوی دا عملیات وروسته تر دې پیل کړل چې خبر یې ترلاسه کړ چې وسله وال د کېچ او پنجګور ترمنځ په موټرسایکلونو سپاره دي. په بلوچستان کې بلوڅ بېلتون غوښتونکي له دوه زره څلورم کال راپه دې خوا د خپلې خپلواکۍ لپاره وسله واله مبارزه کوي. په بلوچستان کې د بشري حقونو د ډلو په وینا په سلګونو کسان تري تم شوي، نیول شوي یا هم د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له لورې وژل شوي دي. Читать дальше...

د افغان ښځو اوسنی وضعیت د نړۍ پر مخ تر ټولو لوی ناورین وبلل شو

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کې چې پرون خپور شوی وايي، په افغانستان کې د ښځو اوسنی وضعیت د نړۍ پر مخ تر ټولو لوی ناورین دی. سمیه پلازمېنه کابل کې د دولسم ټولګې زده‌کوونکې ده. هغه د خپلو زده‌کړو کړو په اخر کال کې ښوونځي ته له تلو منع شوې. سمیې ازادي راډيو ته وویل، سږ کال یې باید د کانکور ازموینه کې ګډون کړی وای، خو طالبانو له دوولسم ټولګي د فراغت اجازه نه‌ده ورکړې. هغې زیاته کړه: "د نجونو ښوونځي یې وتړل او که دوام وکړي، ستونزې به لا ډېرې کړي. که دوی دا ډول مخکې ځي، موږ راتلونکې ته هېڅ ‌هیلې نه‌لرو. Читать дальше...



کابل کې پاسپورټ غوښتونکی: کمېشنکارانو رانه د یو پاسپورټ بدل کې ۱۰۰۰ ډالره غوښتي

Pa.azadiradio.com 

د پاسپورټ ځینې افغان غوښتونکي د دې بهیر د وېش د ستونزو له امله شکایتونه لري. دغه شکایت کوونکي ادعا کوي، چې په ولایتونو کې دا پروسه په مطلق ډول بنده او په کابل کې بیا د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله کمېشنکارانو ته د کار او بار او فساد زمینه برابره شوې ده. یو کس وایي، له شپږو میاشتو راهیسې د ماشوم زوی د پاسپورټ لپاره انتظار ستړی کړی خو لا یې هم دغه قانوني او حقوقي سند نه دی ورته تر لاسه کړی. دا کس د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی او نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې په راپور کې نوم واخیستل شي، خو ازادي راډیو ته یې د دې پروسې د ستونزو په اړه وویل... Читать дальше...

د کندهار په سپین بولدک کې سېلابونو درانه زیانونه اړولي

Pa.azadiradio.com 

تېره شپه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سختو اورښتونو له امله راوتلو سېلابونو په لسګونه مارکېټونه، دوکانونه او کورونه تخریب کړي دي. طالب چارواکي وايي، خلکو ته ځاني زیان نه دی رسېدلی، خو د مالي زیان کچه زیاته ده. نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

ازبکستان په افغانستان کې د رېل پټلۍ د جوړېدو لومړنۍ چارې پیلوي

Pa.azadiradio.com 

ازبکستان به روانه اونۍ په افغانستان کې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د رېل پټلۍ د جوړېدو په موخه د لومړنۍ چارې پیل کړي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې تاشکند ته د طالبانو تللي پلاوي هلته د ولسمشرۍ چارو د ادارې له چارواکو سره لیدلي. وزارت وړاندې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او ازبکستان پر دوه اړخیزو اړیکو، ټرانزیټ، کرنیزه برخه کې همکاریو او د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د رېل پټلۍ د ‏کار د پیل په اړه خبرې شوي. د وزارت په وینا، افغان... Читать дальше...

په کندهار کې د ترکیې قونسلګرۍ د بیا پرانیستې غوښتنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په کندهار ولایت کې د ترکیې د قونسلګرۍ د بیا پرانیستې غوښتنه کړې ده. دغه خونې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د خونې پلاوي په کندهار د ترکیې سفیر سره تر لیدنې وروسته په دغه ولایت کې د یاد هېواد قونسلۍ چارو د بیا پیل غوښتنه کړې. د خبر پاڼې په حواله، د خونې چارواکو ویلي که په کندهار کې د ترکیې د قونسلګرۍ چارې پیل شي دا به د کندهار سوداګرو او پانګه والو ته د سوداګرۍ د ودې په برخه کې زیاته مرسته وکړي. د افغانستان دسوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې په حواله، د ترکیې... Читать дальше...

بلاول بوټو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې

Mashaalradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د کابل او اسلام اباد ترمنځ د همکارۍ د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ګډون او ارتباطاتو پراختیا ته یې هیله څرګنده کړې ده. بلاول بوټو زرداري دا څرګندونې په تاشکند کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د پرونۍ (د جولايي ۲۹مې) غونډې په څنډه کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې کړې دي. د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت د بیان له مخې ښبلاول بوټو زرداري د ټاپي د ګاز د نللیکې او... Читать дальше...

فضل الرحمان: د سياست شوق لرونکي جرنېلان، قاضيان او بيوروکرېټان دې له خپلو څوکيو استعفاوې ورکړي

Mashaalradio.com 

مولانا فضل رحمان په پېښور کې خبري غونډې ته په وینا کې دا هم وویل چې په عدالتونو او الیکشن کمیشن هم فشار دی، که داسې نه وای نو هغوی به د ایین او قانون مطابق فیصلې کړې وای.

ملګري ملتونه: د کابل کرکټ لوبغالي کې د چاودنې له امله ۱۹ کسان وژل شوي

Mashaalradio.com 

که څه هم طالب چارواکي وايي، د کابل په کرکټ لوبغالي کې د پرونۍ (د جولايي د ۲۹مې نېټې)  چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان دي، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې پېښه کې د وژل شویو شمېره ۱۹ تنه ښيي. د افغانستان د کورني کرکټ شپږیزه لیګ پر مهال د پرونۍ چاودنې د مرګژوبلې په اړه لا هم یوه خوله معلومات نه‌ شته. که څه هم د کابل امنیه قومانداني وايي، په دې پېښه کې ۱ تن وژل شوی او ۱۲ نور برسېرن ټپیان دي، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیوګوټریش په دې پېښه کې د وژل شویو شمېر ۱۹ تنه ښيي. ګوټریش... Читать дальше...

ملګري ملتونه: د کابل کرکټ لوبغالي کې د چاودنې له امله ۱۹ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

که څه هم طالب چارواکي وايي، د کابل په کرکټ لوبغالي کې د پرونۍ چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې پېښه کې د وژل شویو شمېره ۱۹ تنه ښيي. د افغانستان د کورني کرکټ شپږیزه لیګ پر مهال د پرونۍ چاودنې د مرګژوبلې په اړه لا هم یوه خوله معلومات نه‌شته. که څه هم د کابل امنیه قومانداني وايي، په دې پېښه کې ۱ تن وژل شوی او ۱۲ نور برسېرن ټپیان دي، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیوګوټریش په دې پېښه کې د وژل شویو شمېر ۱۹ تنه ښيي. ګوټریش نن سهار وختي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي... Читать дальше...

په هند کې د قولبې د غوایانو ځغاستې مېله

Mashaalradio.com 

د هند په مغربي بنګال کې د پشکال له پیلېدو سره سم یوه دودیزه مېله کېږي چې پکې د شولو نهالولو ته په تیارو شویو پټیو کې د کولبې (قولبې) د غوایانو ځغاسته کېږي. دا مېله له تېرو څه د پاسه ۱۰۰ کلوو راهیسې کېږي چې سږ کال پکې شاوخوا ۵۰ قولبو برخه واخیسته. نور د اې اېف پي له ویډیوګانو په جوړ رپورټ کې.

ملګرو ملتونو د کابل د کرکټ په لوبغالي کې پرونۍ چاودنه وغندله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو تنظیموونکي رامز الاکبروف د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې پرونۍ چاودنه په کلکه وغندله. په دې لوبغالي کې پرون مازیګر په داسې حال کې د لاسي بم چاودنه وشوه، چې د شپږیزې په نوم د افغانستان د کرکټ د لیګ لوبه په کې روانه وه. د کابل ایمرجنسي روغتون ویلي، چې په دې چاودنه کې ۱۳ کسان ټپیان شوي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د سمون ادارې یا اوچا په یوه بیان کې چې بېګا مازیګر خپور شو د ښاغلي اکبروف له قوله چې... Читать дальше...

طالبان: تېرو دوو ورځو کې سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په حکومت کې د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې د وزارت ویاند د تېرو دوو ورځو په سېلابونو کې د اتلس کسانو د مړینې خبر ورکوي. محمدنسیم حقاني بېګا آزادۍ راډیو ته وویل، چې دې سېلابونو خلکو ته درانه مالي تلفات هم اړولي دي. هغه زیاته کړه: "په تېرو دوو ورځو کې چې کوم سېلابونه راغلي، په نتیجه کې یې ۱۸ هېوادوال په شهادت رسېدلي، د خلکو لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې د دې سېلابونو له کبله تخریب شوې دي." د حقاني په وینا لس کسان د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د یوه موټر د ډوبېدو... Читать дальше...

چارواکي: زابل کې سېلابونو ۶ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د زابل د عامې روغتیا رییس وايي، سېلابونو په دې ولایت کې شپږ کسان وژلي او ډېر مالي زیانونه یې اړولي دي. ډاکټر عبدالحکیم حکیمي بېګا آزادۍ راډیو ته په دې اړه وویل: "تراوسه پورې شاوخوا شپږ کسان شهیدان شوي دي په اوبو کې. ډېر کورونه، بڼونه او کروندې یې ټولې له منځه وړې دي. او ډېر زیات څاروي او مالونه یې هم له ځان سره وړي دي." د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې د وزارت او نورو سرچینو د معلوماتو له مخې د تېرو څو ورځو په سېلابونو کې ټول ۴۶ کسان مړه او تر سلو پورې کسان ټپیان شوي دي.

اوکراین پر ختیځې دونېڅک سیمې د روسیې د برید ادعا رد کړه

Pa.azadiradio.com 

اوکراین د روسیې د هغې ادعا په اړه څېړنې پیل کړي دي، چې وايي د اوکراین پوځ د ختیځې دونېڅک سیمې پر یوه زندان برید کړی. کییف دا ادعا رد کړې ده. په دې پېښه کې هغه ۴۰ تنه بندیان وژل شوي دي، چې پر ماریوپول ښار د جګړې پرمهال اسیران شوي وو. د روسیې د دفاع د وزارت او په دونېڅک کې د روس پلوو بېلتونپالو له خوا په ورکړل شویو راپورونو کې چې تایید شوي نه دي، ادعا شوې چې د اوکراین پوځ دا زندان د امریکا د پرمختللي هیمارس توغندي په وسیله په نښه کړی دی. خو د اوکراین د وسله والو ځواکونو ستردرستیز په یوه بیان... Читать дальше...

د بندیانو تبادلې په اړه د امریکايي او روسي چارواکو خبرو کې پرمختګ نه دی شوی

Pa.azadiradio.com 

د بندیانو د احتمالي تبادلې په اړه د امریکا او روسیې د بهرنیوچارو د وزیرانو په پرونیو خبرو کې پرمختګ نه دی شوی. انتوني بلېنکين او سیرګي لاوروف په پرونیو ټیلیفوني خبرو کې د هغو بندیانو پر تبادله خبرې وکړې، چې ښايي د امریکا د باسکټبال نامتو ستورې بریتني ګرینر او د روسیې د وسلو د سوداګر ویکتور بوت هم پکې شامل وي. بلېنکين پرون د جولای ۲۹مه دا خبرې سپینې او مستقیمې وبللې، چې تر هرڅه مخکې د بندي شویو امریکايي وګړو پر خوشې کېدو متمرکزې وې. پر ګرینر سربېره بلېنکين ویلي دي، چې متحدایالات د امریکا د سمندري... Читать дальше...

لویدیځ هېوادونه له افغان پناه غوښتونکو سره په تبعیضي چلند تورن شول

Pa.azadiradio.com 

بشري حقونو د څار د سازمان یوه چارواکي لویدیځ هېوادونه له افغان پناه غوښتونکو سره په تبعیضي چلند تورن کړل. د بشري حقونو د څار د سازمان اجراییه رییس کینیت رات وايي، چې لویدیځ او په خاص ډول اروپايي هېوادونو، د اوکرایني کډوالو پرتله له افغانانو سره ډېر توپیري چلند وکړ. له افغانانو سره د اروپايي هېوادونو پر توپیري چلند له دې مخکې هم د بشري حقونو فعالانو انتقادونه کړي وو، خو ښاغلي رات پرون په یوه انلاین بحث کې د اروپايي هېوادونو دا کار له اسلام څخه وېره او نژادي توپیر وباله. هغه زیاته کړه: "یوه لویه... Читать дальше...

بریتانیا له افغانستانه د تخلیې په پروګرام کې نیمګړتیاوې او تېروتنې ومنلې

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت دا منلې، چې له افغانستانه د برتانوي ځواکونو د وتلو او په تېره د خلکو د تخلیې په پروګرام کې ډېرې نیمګړتیاوې وې. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې ده، چې له افغانستانه د بریتانیا د پوځي ځواکونو د وتلو په پروګرام کې یو لړ نیمګړتیاوې او تېروتنې وې او ورسره یې د ډېری هغو افغانانو پرمخ خپلې دروازې بندې کړي چې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو مخکې یې په افغانستان کې له بریتانیا سره مرسته کړې وه. برتانوي چارواکو ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت نه غواړي دې کسانو ته کاذب... Читать дальше...

د امريکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ د وروستيو تماسونو په اړه د ټايم مجلې تبصره

Pa.azadiradio.com 

ټايم مجله: له امریکا خپریدونکي ټایم مجلې د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو او طالبانو ترمنځ وروستیو تماسونو ته په پام ویلي، یو امریکايي پلاوي په ازبکستان کې د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو سره کتلي دي څو په افغانستان کې د کړکېچن بشري وضعیت او د افغانستان بانک د شا او خوا درې نیم میلیارده ډالرو کنګل شوې پانګې پر ازادېدو خبرې وکړي. د ټایم په وینا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویست او د امریکا د خزانې وزارت مرستیال وبراین نلسن په دې لیدنو کې د امریکايي پلاوي مشري کوله. د ټایم مجله... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *