Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2022

پاکستان: شمالي وزيرستان کې يو پوځي وژل شوی

0
پاکستاني رسنۍ وايي، په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ په نښته کې یو پوځي وژل شوی او بل ټپي دی.


د راپور له مخې، دا نښته ډ‌یورنډ کرښې ته نژدې په میرعلي سیمه کې شوې خو د پاکستان پوځ په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.


د افغان طالبانو په منځکړتوب له کوچني اختر وروسته د پاکستان د پوځ او پاکستاني طالبانو ترمنځ اوربند ټینګ شو خو اوس داسې ښکاري چې د دوو خواوو خبرې ناکامې شوي او موقت اوربند پای ته رسېدلی دی.


په دې وروستيو کې پاکستان کې د وسله والو لخوا غلچکي بريدونه هم ډېر شوي دي.


دوه ورځې وړاندې ډېره اسماعېل خان دوه ترافيک پوليس افسران ووژل شول.

 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *