Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2022

سوداګريزو اسانتياو په موخه پاکستان سره انلاين غونډه وشوه

0
پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د اسانتياو برابرولو انلاین غونډه وشوه.


د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت په خپل رسمي وېب پاڼه کې لیکلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزېر نورالدین عزیزي او پاکستاني سیال یې سید نوید قمر په دې انلاین غونډه کې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د راکړې، ورکړې د زیاتوالي خبرې کړې دي.


په خبر کې دا هم راغلي، چې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست وزیر او د پاکستان د سوداګرۍ وزیر په خپله دې انلاین غونډه کې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې په داسې سوداګریزو اړیکو ټېنګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو ملي ګټې په‌کې خوندي وي.


د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت په وینا په دې انلاین غونډه کې د پاکستان حکومت ژمنه وکړه چې د کرنیزو محصولاتو د صادرولو په برخه کې خپل اقدامات ګړندي کوي، ترڅو کرنیز محصولات په خپل وخت سره مارکېټونو ته ولېږدول شي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *