Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2022

طالبان يوازې پارټېشن لرونکي پارکونه د خلکو پر مخ پرانيزي

0
د لوی اختر د رارسېدو په درشل کې، د طالبانو د امر بالمعرو وزارت وايي، په کومو پارکونو کې چې پارټيشن موجود وي، یعني د نارینه او ښځینه مراجعینو ځایونه سره بېل وي، دوی هر ورځ کولای شي د ښځینه او نارینوو پر مخ خپل پارکونه خلاص کړي.


د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې دوی په دې اړه تېره ورځ د تفریحي پارکونو له مسوولینو سره کتلي دي.


مخکې د دغه وزارت له خوا پارکونو ته د ښځو او نارینو ته تګ ورځې بیلې شوې وې.


دا په داسې حال کې ده، چې مخکې تر دې یو شمېر کورنیو ازادي راډیو ته ویلي وه، ښه به وي چې دغه وزارت په پارکونو کې د کورنۍ نارینه او ښځینه غړي سره ونه ویشي.


پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو مخکې، په تفریحي پارکونو کې د کورنیو لپاره ورځې مشخصې وې، چې د کورنیو نارینه او ښځینه غړي یو ځای ورتللی شول.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *