Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2022

په افغانستان کې سېلابونو زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب کړې

0
د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د وروستیو سېلابونو له امله په افغانستان کې ۱۷ زره جریبه کرنیزه ځمکه تخریبه شوې ده.


د دې وزارت ویاند مستعین عمري نن ازادي راډيو ته وویل، د چنګاښ له ۱۵ تر ۲۱ نېټې پورې په غزني، لغمان، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګو، کندهار، پروان، زابل او ارزګانو ولایتونو کې سېلابونه راوتلي و چې د ځاني تلفاتو ترڅنګ یې ګڼ مالي تلفات هم درلودل.


نوموړي زیاته کړه، چې د کرنیزو ځمکو د تخریبېدو ترڅنګ ۱۰۰ کانالونه او د اوبو لویې ویالې هم له منځه تللي دي.


ښاغلي عمري وویل، د کرنې وزارت به له سروې وروسته له هغو بزګرو سره چې کرنیزې ځمکې یې اوبو وړې دي، مرسته وکړي چې ځمکې یې بېرته کر ته جوړې شي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *