Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2022

طالبانو اروزګان کې نيول شوی خبريال شمس الله شمس خوشې کړ

0
طالبانو په ارزګان ولایت کې نیول شوی خبریال شمس الله شمس له څه باندې یوې اونۍ بند وروسته پرون خوشې کړ.


په ارزګان کې د افغان خبریالانو د کمېټې مشر لطیف ظاهري ازادۍ راډيو ته وویل چې ښاغلی شمس بېګا ناوخته ازاد شو.


ښاغلي ظاهري له طالبانو غوښتنه وکړه چې د خبریالانو د ګواښلو پر ځای دې له هغوی سره همکاري وکړي.


نوموړي وويل: "زموږ غوښتنه له اسلامي امارت څخه دا ده چې له خبریالانو سره مرسته وکړي څو د ټولنې ستونزو ته انعکاس ورکړي. ددې پر ځای چې اسلامي امارت خبریالانو ته ګواښونه رامنځ ته کړي یا په بېلابېلو پلمو یې نیسي، ښه خبره دا ده چې له هغوی سره همکاري وکړي."


د ارزګان ولایت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې د شمس الله شمس نیول تایید کړي و.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *