د تېرو دوو کلونو په پرتله سږ کال د حج د زيارتوالو شمېر زيات دی
د کرونا وبا د خپرېدو له کبله په ۲۰۲۰ کې ۶۰ زره او تېر کال تر شپېتو زرو لږ ډېرو کسانو د حج مراسم په ځای کړل. سعودي عربستان د سږني حج لپاره له افغانستانه څه باندې ۱۳ زره تنه منلي و. سعودي عربستان د حج د سږنیو مراسمو لپاره څه باندې یو میلیون زیارتوالو ته اجازه ورکړې چې د هغو په منځ کې ۸۵۰ زره د نورو هیوادونو دي. دې ټولو کسانو د کرونا واکسین کړی خو له دې سره سره مسجدالحرام ته د ننوتو لپاره باید ماسک وتړي. د افغانستان د طالبانو حکومت وايي چې سږ کال د افغانستان ونډه ۱۳ زره ۵۸۲ تنه ټاکل شوې وه او درست سعودي عربستان ته تللي دي. Читать дальше...