نن د کرېکټ 'شپږيزه ليګ' اتم پړاو پيليږي
نن د هېواد د کرېکټ د مشهور لیګ شپږیزې لوبې اتم پړاو پیلېږي، د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دا لړۍ به نولس ورځې دوام وکړي. په شپږیزه کې چې د کابل د کرېکټ په نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي، ۳۲ لوبې په پام کې دي. د کرېکټ مشهور لیګ شپږیزه نن د چنګاښ په ۲۷مه په کابل کې پیلېږي. د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د لوبو په دې لړۍ کې اته لوبډلې ګډون کوي او د را روانې اګست میاشتې تر پنځمې نېټې پورې به دوام وکړي. د کرېکټ بورډ ویاند فریدهوتک په دې اړه بېګا ازادي راډیو ته وویل: "ټاکل شوې چې د افغانستان د کرېکټ... Читать дальше...