Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2022

Новости за 31.07.2022

له چاودنې یوه ورځ وروسته د کابل کرکټ لوبغالي کې لوبو دوام وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې د وړمې ورځې له چاودنې وروسته پرونۍ لوبې په عادي فضا کې ترسره شوې. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک له پرونۍ لوبې وروسته آزادۍ راډیو ته وویل: "د اتصالات د شپږیزې د کرکټ سیالۍ نن په ډېر ښه انداز او په آرامه فضا کې د څلورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې. دا لوبې به د اګست تر پنځمې دوام وکړي او د دې لوبو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ پوره چمتووالی نیولی چې په ډېر ښه شکل سره به انشاالله ترسره شي." د جمعې په ورځ د شپږیزې د لیګ د لوبو پرمهال په لوبغالي... Читать дальше...

طالبان په بلخ کې سیلو فعالوي

Pa.azadiradio.com 

په بلخ کې د طالبانو چارواکي وايي، چې د دې ولایت سیلو به ډېر ژر فعاله شي. باختر خبري آژانس د بلخ د سیلو لپاره د طالبانو له لوري د ټاکل شوي رییس مولوي جاوېد صدیقي له قوله خبر ورکړی، چې نوموړی وايي د دې ولایت سیلو به له ۲۵ کلنې وقفې وروسته بیا په کار پیل وکړي او ملکي او پوځي ادارو ته به د اړتیا وړ ډوډۍ چمتو کړي. د بلخ د سیلو د ډودۍ پخولو برخې له مودو راهیسې تولید نه لاره او د ژرندې برخه یې په تېر نظام کې یوه خصوصي شرکت ته اجاره ورکړل شوې وه. د مزارشریف سیلو په ۱۳۶۳ کال کې د پخواني شوروي اتحاد... Читать дальше...

د مقتدی صدر پلویان بیا د عراق د پارلمان ودانۍ ته ننوتل

Pa.azadiradio.com 

په یوه اونۍ کې د دوهم ځل لپاره پرون یوځل بیا د عراق د شیعه روحاني مشر مقتدی صدر پلویانو د پلازمېنې بغداد پر ډيپلوماتیکه امن سیمه برید وکړ او د پارلمان ودانۍ ته ننوتل. د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د نښتو پرمهال لږترلږه ۱۲۵ کسان ټپیان شول. د څارونکو په باور دې پېښې د عراق سیاسي کړکېچ لا پراخ کړی. ملګروملتونو د کړکېچ د کمېدو غوښتنه کړې او د دې هېواد لپاره د ملګروملتونو ماموریت له ښکېلو اړخونو غوښتي دي، چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره دې د خپل عقل آواز ته غوږ شي. عراق د روان سیاسي کړکېچ... Читать дальше...

زیلینسکي: روسیه باید د تروریزم د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه وپېژندل شي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر د دونېڅک سیمې پر یوه زندان حملې ته چې په نتیجه کې یې له پنځوسو زیات کسان ووژل شول د اشارې په ترڅ کې ویلي دي، چې روسیه باید د تروریزم د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه وپېژندل شي. ولودیمیر زیلینسکي تېره شپه ناوخته په کییف ښار کې په یوه ویډیويي وینا کې وویل: "روسیه باید د تروریزم د ملاتړ کوونکي دولت په توګه وپېژندل شي. په ځانګړي ډول له متحدایالاتو غواړم چې باید پرېکړه وکړي او همدا یې وخت دی. روسیې د ګڼو تروریستي اقداماتو په وسیله ثابته کړې ده چې په نړۍ کې د تروریزم تر ټولو لویه سرچینه... Читать дальше...

د ښکاره توکمپالنې له امله د هنګري د صدراعظم څرګندونې وغندل شوې

Pa.azadiradio.com 

د اروپا په پارلمان کې د عمده ګوندونو مشرانو د هنګري صدراعظم د توکمونو د اختلاط په اړه د څرګندونو پرمهال د ښکاره توکمپالنې په خاطر غندلی دی. ویکتور اوربان تېره اونۍ په رومانیا کې د زرګونه کسانو پر وړاندې په وینا کې له غیر اروپايي قومونو سره د نژادي اختلاط په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل: "موږ نه غواړو مختلط یا له څو غیر اروپايي قومونو څخه جوړ نژاد ولرو." د اوربان دې څرګندونو د اشویڅ د نړیوالې کمېټې په ګډون د نړۍ په کچه پراخ غبرګونونه وپارول. متحدوایالتونو د هنګري د صدراعظم څرګندونې د جرمني د... Читать дальше...

روسیې لاتویا ته د ګازو د لېږد بهیر بند کړ

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د ګاز دولتي شرکت ګازپروم لاتویا ته د ګازو د لېږد بهیر بند کړ. د روسیې د ګاز دولتي شرکت ګازپروم لاتویا ته د طبیعي ګازو د لېږد بهیر ظاهراً د ګاز له قرارداد څخه د سرغړونې په دلیل ودراوه. روسیې له دې مخکې نورو اروپايي هېوادونو، هنګري، بلغاریا، فنلنډ، هالنډ او ډنمارک ته هم د ګاز لېږد په دې دلیل بند کړ، چې د ګاز د لګښت د ورکړې لپاره یې د روسيې په بانک کې د روبلي حساب د جوړولو په برخه کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د امر له منلو ډډه وکړه. د روسیې د طبیعي ګاز لوی شرکت ګازپروم پرون د جولای ۳۰مه... Читать дальше...

ایران کې د وروستیو پېښو له امله لسګونه کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکي وايي، چې د وروستیو ورښتونو، توپانونو، سېلابونو او د ځمکې د ښویېدو په پېښو کې لږترلږه اتیا کسان مړه شوي دي. د ایران د سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې د تېرو دوو ورځو د ورښتونو او سختو توپانونو په نتیجه کې لاهم د پلازمېنې تهران او د چارچاپېره سیمو او د څلورو نورو ولایتونو لسګونه اوسېدونکي تري تم دي. سیمه ییزو چارواکو پرون وویل، چې د سېلابونو او د ځمکې د ښویېدو د پېښو په نتیجه کې لږترلږه اتیا کسان مړه شوي دي. دوی اندېښنه ښودلې، چې ښايي د تلفاتو شمېر تردې زیات شي، ځکه تمه ده چې په ټول ایران کې به وروښتونه دوام وکړي. Читать дальше...

د ناوې او زوم په ګډون لسګونه افغانان د پاکستاني ملېشو له بنده ازاد شول

Pa.azadiradio.com 

هغه ناوې او زوم چې له درېیو ورځو راهیسې د خپلې کورنۍ له غړو سره یوځای د بلوچستان په شیراني سیمه کې د پاکستاني ملېشو له خوا نیول شوي وو، پرون ماښام خوشې شول. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین پر خپله رسمي فېسبوکپاڼه د دې کسانو د خوشې کېدو خبر ورکړی او لیکلي یې دي، د بر وطن هغه افغانان چې له څو ورځو راهیسې په ږوب سیمه کې بندیان وو د پښتون ژغورنې غورځنګ د ږوب د ملګرو او د ږوب د وکیلانو په هڅو خوشې شول. د امریکا غږ راډیو د راپور له مخې دا ناوې او زوم چې اوس اوس یې واده کړی و او غوښتل یې له واده... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *