Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2022

Новости за 02.07.2022

تایوان په افغانستان کې زلزله ځپلو سره مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

تایوان په افغانستان کې زلزله ځپلو ته د مرستې لپاره د ترکیې له سره میاشت ټولنې سره همکاري کوي. د تایوان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، حکومت یې پرېکړه کړې چې د ترکیې له سره میاشت ټولنې سره همکاري وکړي څو د افغانستان د وروستۍ زلزلې زیانمن شویو ته ژر تر ژره مرسته ورسېږي. د پکتیکا او خوست د تېرې میاشتې په زلزله کې رسماً د ۱۱۵۹ تنو مړینه او د شاوخوا ۲ زره ټپي کېدا تایید شوه او د ۳ زره کورونو د نړېدو له کبله تر درې نیم لکه زیات افغانان زیانمن شوي دي. تایوان مخکې له افغان... Читать дальше...

د پاکستان اقتصادي بحران؛ د تېلو بیه بیا لوړه شوې

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د تېلو بیه یو وار بیا لوړه شوه. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، پرون د هر لیتر پټرولو په بیه کې نږدې ۱۵ روپۍ او د هر لیتر ډیزل په بیه کې څه باندې ۱۳ روپۍ زیاتوالی راغی. د سونګ د نورو موادو لکه خاورو تېلو بیه هم په هر لیتر کې له ۱۸ تر ۲۰ روپیو پورې لوړه شوې ده. په تېره یوه میاشت کې په پاکستان کې د تېلو په هر لیتر کې نږدې ۱۰۰ روپۍ زیاتوالی راغلی دی.

په پاکستان کې بیا د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د روغتیا کلي اداره وايي، په دغه هېواد کې یو وار بیا د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي دي. پرون جمعه په دغه هېواد کې د کرونا ۶۹۴ مثبتې پېښې ثبت شوې خو ویل کېږي چې په پاکستان کې د کرونا ډېرې پېښې رسماً نه ثبت کېږي. د پاکستان د روغتیا د ملي ادارې پر اساس د کرونا د مثبتو پېښو شمېر په تېرو څلور نیمو میاشتو کې تر ټولو لوړ حد ته رسېدلی دی.

هند کې مذهبي تاوتریخوالی؛ ستره محکمه: شرما دې بخښنه وغواړي

Pa.azadiradio.com 

د هند سترې محکمې د اسلام د پیغمبر په اړه د واکمن ګوند د پخوانۍ ویاندې هغه څرګندونې وغندلې چې له کبله یې په هند او یو شمېر اسلامي هېوادونو کې د خلکو احساسات وپارېدل. د هند سترې محکمې د اسلام د پیغمبر په اړه د دغه هېواد د واکمن ګوند بهارتیا جنتا یا (BJP) د پخوانۍ ویاندې نوپورشرما پر خبرو انتقاد وکړ. سترې محکمې وویل، د شرما بې پروا خبرو ټول هېواد ته اور ورته کړ. محکمې له هغې غوښتي چې په یوه تلوېزیون کې له ملته بخښنه وغواړي. د هند سترې محکمې دا غوښتنه وروسته له دې وکړه چې اغلې شرما له محکمې... Читать дальше...

ملګري ملتونه: طالبان دې د ښځو خلاف منظم ظلم پای ته ورسوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې له طالبانو وغوښتل څو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ښه والي او د هغوی خلاف د منظم ظلم د پای ته رسولو لپاره د نورو اسلامي هېوادونو په پل پل کېږدي. میشل باچلې پرون (جمعه) په جینیوا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د وینا په ترڅ کې د افغان ښځو او نجونو وضعیت نهیلوونکی وباله. د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنرې وویل، له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، ښځو او نجونو د بشري حقونو په برخه کې په ډیر سرعت شاتګ کړی دی. د ښځو د حقونو منلو ته د... Читать дальше...

د ديني عالمانو غونډه کې د ملا هبت الله اخندزاده په ګډون د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د علماوو لویه غونډه کې د طالبانو د مشر ملا هبت اله اخندزاده پر ګډون د نړۍ ځینو ورځپاڼو او خپرونو لیکنې خپرې کړې دي. انډپنډنټ ورځپاڼه: د برېتانیا چاپ انډپنډنټ ورځپاڼې لیکلي، چې اخندزاده د جمعې په ورځ د دې غونډې په دویمه ورځ حاضر شو او وینا یې وکړه. دغې غونډې ته طالبانو سخت امنیتي تدابیر په پام کې نیولي دي. د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی، په خپلو ټولنیزو شبکو کې د ملا هبت اله اخندزاده د وینا یوازې صوتي بڼه خپره کړه. له کله چې طالبانو بیا پر افغانستان ولکه... Читать дальше...

د طالبانو د مشر څرګندونو ته غبرګونونه؛ کتونکي: د طالبانو خپلمنځي اختلافات ډاګیزه شول

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده پر څرګندونو راز راز غبرګونونه څرګند شوي دي. د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده پر وینا، چې پرون یې د عالمانو په لویه غونډه کې وکړه، ګڼو افغانانو تبصرې کړي دي. ځینو ویلي، چې د طالبانو د مشر څرګندونو هغه اندېښنه په ډاګوله چې په خپلو لیکو کې یې د اختلاف له درکه لري. ځینو نورو ته بیا د طالب مشرانو په ویناوو کې تناقض ښکاره شوی دی. د باور غورځنګ مشر او د سیاسي چارو نظر خاوند نجیب ازاد د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو سرپرست وزیر... Читать дальше...

په سريلنکا کې د تیلو بحران ورځ تر بلې زیاتېږي

Mashaalradio.com 

په سريلنکا کې د اقتصادي مشکلاتو له کبله د تېلو کمي خلک له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي. هلته اوس حالت دې ځای ته رسېدلی چې سکولونه تړل شوي او سرکاري نوکران له کوره پر کار کولو مجبور شوي دي. بوریوال کاکړ د رویټرز اژانس د ویډیوګانو پر اساس راپور برابر کړی دی.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *