امریکا د افغانانو لپاره د بورسونو پروګرام د فعالولو په اړه کار کوي
امریکايي چارواکو ویلي، د افغان محصلینو لپاره د فولبرایټ بورسونو د فعالولو په اړه کار کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند امریکا غږ ته ویلي، چې که څه هم په سیمه کې وضعیت نه دی بدل شوی خو د افغانستان لپاره د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ تحصیلي کلونو په فولبرایټ پروګرام کار کوي. د معلوماتو په اساس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به د سږ او پروسږکال د فولبرایټ د بورسیو د ازموینو هغه محصلین په پام کې نیسي چې تر نیمه وروستي پړاوه رسېدلي دي. امریکا په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو د فولبرایټ پروسه وځنډوله. Читать дальше...