Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2022

Новости за 27.07.2022

د لبنان د ښکلا سیالي یاسیمین زیتون وګټله

Mashaalradio.com 

په لبنان کې د ښکلا سیالي شوې چې د دې د صحافت یوې زده کوونکې یاسمینه زیتون وګټله. په لبنان کې دا سیالي د ۲۰۱۸م کال وروسته په لومړي ځل شوې او سیلګری وزارت وايي چې د دې له لارې په ټولنه کې د ښځو رول نورې نړۍ ته ښوول غواړي. انیسه اجمل په دې اړه د رویټرز او ایسوشېټیډ پریس اژانسونو له ویډیوګانو دا راپور جوړ کړی دی.

امريکا: روسيې له نړيوال فضايي مرکز څخه د وتلو په اړه 'ناسا' ته رسمي خبر نه دی ورکړی

Pa.azadiradio.com 

متحده ایالات وايي چې روسیې له نړیوال فضايي مرکز څخه د وتلو لپاره د خپل پلان په اړه تر اوسه د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې یا ناسا ته په رسمي ډول خبر نه دی ورکړی.  امریکايي چارواکو په عین حال کې ویلي چې په دې اړه پر یو لړ اقداماتو غور کوي. د روسیې د فضايي تحقیقاتو د ادارې روس کوسموس نوي ټاکل شوي رئیس تېره ورځ وویل روسیه به له ۲۰۲۴ کال وروسته له نړیوال فضايي مرکز ISS څخه ووځي او پر خپل ځانګړي مرکز پر کار به تمرکز وکړي. د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین جین پیرې پرون خبریالانو ته وویل، واشنګټن له ISS... Читать дальше...

زابل کې د يوې چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او ۸ ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شرافت ویاړ پرون د جرمني خبري آژانس ته وویل، دې ماشومانو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته چې د هاوان له یوې زړې مرمۍ سره یې لوبې کولې. د زابل د سیمه‌يیز روغتون ډاکټرانو ویلي چې دوه ماشومان مخکې له دې چې بستر شي مړه وو او دوه ټپيان په نازک حالت کې دي. په خبر کې د پېښې دقیقه سیمه نه ده ښودل شوې. د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې د ۲۰۰۸ کال له ډسمبر میاشتې راهیسې چې دې سازمان د تلفاتو د شمېرو ثبت پیل کړی تر اوسه په افغانستان کې له ۱۱۸ زرو زیات کسان په جګړو کې وژل شوي دي.

د بښنې نړيوال سازمان: د طالبانو محدوديتونو د ښځو ژوند د تباهۍ له ګواښ سره مخ کړی

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان په یوه نوي راپور کې چې نن (د جولای په ۲۷مه) خپور شو او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو وضعیت ته کتنه پکې شوې په افغانستان کې يې د ښځو د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې. د دې راپور سرلیک دی تدریجي مړینه. ایمنسټي انټرنشنل په دې راپور کې ویلي په افغانستان کې د ښځو او نجونو ژوند د طالبان له خوا د دوی د بشري حقونو د ځپلو له کبله تباه شوی. په راپور کې راغلي چې طالبان د زیندۍ کولو تر کچې د ښځو د ځپلو په وسیله د افغان ښځو او نجونو ژوند تباه کوي. دغه راز په راپور... Читать дальше...

ايران: د مړو شويو مېرمنو له قبرونو د هغوی بې پړوني انځورونه ليرې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د تهران د هدیرو د تنظیم سازمان وايي هغه ډبرلیکونه یې پوښلي، چې د وفات شویو مېرمن بې پړوني عکسونه په‌کې وو. دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د جولای میاشتې پر پنځمه د اجباري حجاب د قانون د اجرا امر وکړ. تر دغه اعلان وروسته ایراني چارواکو ښځو ته وویل، هغه څه دې رعایت کړي چې اسلامي حجاب بلل کېږي، که نه له دولتي ادارو، بانکونو او ټرانسپورټي خدماتو به برخې شي. د بهشت زهرا په نوم د تهران د تر ټولو لویې هدیرې مسوولان وايي چې تر اوسه یې ۹۸ ډبرلیکونه چې د مړو شویو ښځو بې حجابه... Читать дальше...

د عربستان وليعهد محمد بن سلمان یونان او فرانسې ته روان شو

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د سې شنبې په ورځ له ریاض څخه یونان او فرانسې ته روان شو. د سعودي عربستان دولتي اژانس راپور ورکړی، چې شهزاده سلمان به د یونان او فرانسې له رهبرانو سره په کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او نورو مسایلو خبرې وکړي. وروسته له هغې چې د سعودي عربستان یو منتقد خبریال جمال خاشقجي په ۲۰۱۸م کال په ترکیه کې د سعودي د اجنټانو له خوا ووژل شو، دا لومړی وار دی چې د سعودي عربستان یو چارواکی د اروپايي ټولنې یوه غړي هېواد ته سفر کوي. دا وژنه... Читать дальше...

پوتين او اردغان د اګست مياشت کې ليدنه کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین د اګست میاشتې پر پنځمه له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره په بندري ښار سوچي کې وګوري. د دواړو هېوادونو جمهوري ریاستونو پرون سې شنبه تایید کړه، چې دا پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د دواړو مشرانو دویمه کتنه ده. روسیې پر اوکراین خپل غیرموجه یرغل د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل کړ، چې لا هم دوام لري. له اوکراین څخه د غله جاتو د صادراتو د بیا پیل د تړون لاسلیک ته د مسکو او کییف په هڅولو کې ترکیې مهم نقش ولوباوه. د غله جاتو دغه صادرات، په اوکراین کې د روسیې... Читать дальше...

د افغانستان په ۲۸ ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين کمپاين روان دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین د فرعي کمپاین روان دی، چې هدف یې ۶ ملیونه او ۷ لکه ماشومانو ته د دغه واکسین ورکول دي. د طالبانو تر ولکې لاندې روغتیا وزارت ویلي، دغه فرعي کمپاین چې د دوشنبې په ورځ پیل شوی، د څلورو ورځو لپاره دوام کوي. د وزارت په حواله په دې کمپاین کې به د ۲۴۸ ولسوالیو هغو ماشومانو ته واکسين ورکړل شي چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي. دا هغه ولسوالۍ دي چې د ژمي پر مهال په‌کې کمپاین نه و شوی. دا مهال د نړۍ په سطحه افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې د پولیو ناروغي په کې ختمه شوې نه ده. Читать дальше...



ټاکل شوې نن امريکايي چارواکي او طالب پلاوی پر اقتصادي ستونزو خبرې وکړي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ځینې لوړ پوړي امریکايي چارواکي نن چهارشنبه (د جولای ۲۷مه) د طالبانو له یوه هیئت سره په کتنه کې په افغانستان کې پر روانو اقتصادي ستونزو بحث وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي چې د ټروریزم او د مالي اطلاعاتو لپاره د خزانې وزارت مرستیال براین نلسن (Brian Nelson) او د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی توماس ویست په تاشکند کې د طالبانو له هیئت سره ګوري چې مشري یې د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کوي. په اعلامیه کې ویل شوي چې دوی به د هغو اقتصادي ستونزو... Читать дальше...

د امريکا پخوانی سفير: طالبان لنډ مهال کې خپله پاليسي نه بدلوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی سفیر، رونالډ نیومن وايي طالبان په لنډ مهال کې خپله پالیسي نه بدلوي. ښاغلي نیومن له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو چارواکي د نورو کسانو سلا مشورې او وړاندیزونو ته هم غږ نه ږدي. په وروستیو کې د طالبانو مشر ملا هبت اله اخندزاده په یوه فرمان کې، د طالبانو پر دولتي چارواکو «بېځایه» او له حقیقته لیرې انتقاد کول د شریعت خلاف عمل بلل شوی دی. د امریکا دې پخواني دپلومات په کابل کې د طالبانو لخوا رابلل شوې د عالمانو لویې غونډې ته په اشارې وویل... Читать дальше...

د خوړو نړيوال پروګرام: افغانانو سره ۱۷۲ ميليون ډالرو په ارزښت عاجلو مرستو ته اړتيا ده

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي د ژمي تر راتګ مخکې د ۱۷۲ ملیون ډالرو په ارزښت عاجلو مالي مرستو ته اړتیا لري. دغه اداره وايي، دوی غواړي په لیرې پرتو سیمو کې د ژمي تر راتګ مخکې د خلکو د لاسنیوي لپاره د یو نیم سل زره ټنو په اندازه خوراکي مواد ذخیره کړي. WFP وايي دوی په ټوله کې دا مهال، تر یو ملیارد ډالرو زیاتې بسپنې ته اړتیا لري، خو دغه ۱۷۲ ملیون ډالره د اړو کسانو د عاجلو غذايي اړتیاوو پوره کولو لپاره دي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د ۲۰۲۱م کال په نسبت په ۲۰۲۲م کال کې... Читать дальше...

ګارډين: افغانستان کې د اوبو کچه په تېزۍ د ټيټېدو په حال کې ده

Pa.azadiradio.com 

ګارډين ورځپاڼه: برېتانوۍ ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې وروستیو ناڅاپي سېلابونو ته پام اړولی او لیکي، نن ورځ افغانستان ته د نړیوالو ډېر پام هله اوړي چې سترې نړیوالې مرستندویه ټولنې د مالي مرستو د را ټولولو لپاره د وږو افغان ښځو او ماشومانو پوسترونه خپروي. یا په افغانستان کې لکه د تېرې جون میاشتې د مرګونې زلزلې په څېر ناورینونه رامنځته کېږي. د ګارډین په لیکنه په دې وروستیو ورځو کې د دې جګړه ځپلي هېواد ډېر ښارونه او کلي چې له مخکې په جګړو کې وران یا زیانمن شوي، د سختو بارانونو او د ناڅاپې سېلابونو د راوتلو شاهدان و. Читать дальше...

انالينا بربوک: د نړيوالو متحدانو ناسمه پرېکړه افغانستان کې د کړکېچ د رامنځته کېدو لامل شوه

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وايي د نړیوالو متحدانو ناسمه پرېکړه د دې سبب شوه، چې په افغانستان کې وضعیت کړکېچن شي. انالینا بربوک (Annalena Baerbock) له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په افغانستان کې د نړۍ په سطحه د نجونو او ښځو سختې سرغړونې کېږي. په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو یو کال په پوره کېدو دی، دا لومړی وار دی، چې د یوه هېواد یوه چارواکې د نړیوالو متحدانو ناسمه پرېکړه په افغانستان کې د روان وضعیت یو عامل بولي. انالینا بربوک  له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې... Читать дальше...

د تاشکند د غونډې پای؛ طالبان: پر اقتصاد او نړۍ سره پر تعامل خبرې وشوې

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د افغانستان په اړه په تاشکند کې رابلل شوې غونډه ګټوره وبلله او وايي، دا ډول غونډې د دوی د حکومت او هېوادونو ترمنځ د تعامل لپاره ښې پایلې لري. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي په غونډه کې تر ډېره د افغانستان پر اقتصادي وضعیت خبرې وشوې. بلخوا ټاکل شوې د امریکا دوه لوړ رتبه چارواکي د طالبانو له هیئت سره د افغانستان د اقتصادي ستونزو د حل په اړه خبرې کوي. د افغانستان په اړه د تاشکند رابلل شوې غونډه چې د طالبانو چارواکو او د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون د نږدې د شلو هېوادونو استازو په کې برخه اخیستې وه، پرون ماښام پای ته ورسېده. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *