Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

فرسټ انډیا: د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ شخړې د پام وړ زیاتې شوي

0
فرسټ انډیا: د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ شخړې د پام وړ زیاتې شوي

فرسټ انډیا:

د هند فرسټ انډیا ورځپاڼې د افغانستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لوړو ژورو په باب لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې راغلي، د محمد اشرف غني د حکومت له پرځېدو وروسته پاکستان د ګوتو په شمېر هغو هېوادونو و، چې پر افغانستان یې د طالبانو د ولکې د ټینګولو هرکلی وکړ او هیله یې درلوده چې له دغه بدلون څخه چې اسلام اباد د ستراتیژیکې بریا په سترګه ورته کتل، ګټه واخلي.

د لیکنې په حواله دا تحول د دې سبب شو، چې د ۲۰۲۱م. کال له اګست میاشتې وروسته په پاکستان کې دننه هم ناامني زیاته شي او د پاکستان سرحدي ځواکونه له طالبانو سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وسله والې نښتې وکړي.

په لیکنه کې د کالم لیونکي علي احمد خبرې هم رااخیستل شوي، چې د بهرمېشتو افغانانو د شبکې په یوه راپور کې یې ویلي، د پاکستان د ستراتیژیک عمق سیاست اوس په یوه ستراتیژیک تهدید بدل شوی دی.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته وخت ناوخت په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د حملو خبرونه ورکول کېږي او دغه تحریک د نوامبر پر ۲۸مه د پاکستان له حکومت سره د لنډمهاله اوربند د ختمېدو خبر ورکړ.

د فرسټ انډیا ورځپاڼې په لیکنه، د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ پر ډیورند کرښه شخړې هم د پام وړ زیاتې شوي دي.

سُمټر ایټم:

سُمټر ایټم ورځپاڼې چې د امریکا د متحدو ایالتونو د ساوت کارولینا ایالت څخه چاپېږي په امریکا کې د افغان پناه غوښتونکو ستونزو ته کتنه کړې، چې په دغه هېواد کې لا هم د مهاجرت په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د مقالې په دوام راغلي، تر اوسه د امریکا کانګرس د هغو افغانانو لپاره چې په افغانستان کې یې د اوږدې مودې لپاره له امریکايي سرتېرو سره څنګ تر څنګ کار کړی، د استوګنې یو لوری نه دی ټاکلی.

د لیکوال په باور هغه په زرګونو افغانان چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته امریکا ته تللي، په غیریقیني او له ابهام په ډک حالت کې شپې سبا کوي.

د لیکنې په حواله، د امریکا د استازو جرګې ځینې غړي هیله من وو، چې د کال تر ختمېدو مخکې د دغو پناه غوښتونکو وضعیت معلوم شي، خو په دې برخه کې هڅو نتیجه نه ده ورکړې او دغه موضوع ۲۰۲۳م کال ته ځنډول شوې ده، هغه وخت چې د لیکوال په باور جمهوریت غوښتونکي به د امریکا د استازو په جرګه کې زیات واک ولري.

سُمټر ایټم ورځپاڼه زیاتوي، شا و خوا شپږاویا زره افغانان چې له ۲۰۰۱م کال راهیسې یې له امریکايي پوځیانو سره د ترجمانانو یا هم همکارانو په توګه کار کړی، په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه په ګډوډ حالت کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په پوځي الوتکو کې امریکا ته ورسېدل.

د دوی د څو لسیزو د هڅو یو هدف دا و، چې وکړای شي د امریکا په متحدو ایالتونو کې د استوګنې چانس ترلاسه کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، د یوې نظرپوښتنې له مخې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو میاشت وروسته شوې، ۷۲ فیصده پوښتل شویو کسانو ویلي چې په امریکا کې باید افغانانو ته پناه ورکړل شي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *