smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

Новости за 21.01.2023

زینیو: په نږدې راتلونکي کې د کوېډ۱۹ د دویمې څپې خپرېدل ناشونې دي

Pa.azadiradio.com 

د چین د حکومت یوه وتلي ساینسپوه د شنبې په ورځ ویلي، په راروانو دوو یا درېیو میاشتو کې به د کوېډ۱۹ ناروغۍ د نوې څپې راتلل لیرې خبره وي، ځکه د هغه په وینا په چین کې ۸۰ فیصده خلکو دغه ناروغي تېره کړې ده. د چین د ناروغیو د کنټرول او وقایې په مرکز کې د ساري ناروغیو مشر وو زینیو ویلي، د نوي چینايي کال د نمانځلو پر مهال چې خلک په ډله ییز ډول تګ راتګ کوي، کوېډ۱۹ ناروغي ښايي خپره او په ځینو سیمو کې پیاوړې شي، خو د ده په وینا په نږدې راتلونکي کې د دې ناروغۍ د دویمې څپې خپرېدل ناشونې دي. چینايي چارواکو... Читать дальше...

ملګري ملتونه: طالبان د ښځو حقونو د احیا برخه کې پر دوو برخو سره وېشل شوي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي، طالبان د ښځو د حقونو د احیا په برخه کې پر دوو برخو سره وېشل شوي دي. اسوشېټېډپرېس اژانس د ملګرو ملتونو د مرستیال ویاند فرهان حق په وینا دا راپور ورکړی دی. د هغه په وینا په راپور کې ویل شوي، چې ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتنه کړې چې د ښځو او نجونو له ځپلو لاس واخلي. د ملګرو ملتونو د مرستیال ویاند فرهان حق ویلي چې د طالبانو د حکومت ځینې چارواکي د ښځو پر حقونو د محدودیتونو د لیرې کېدو په برخه کې څرګند دریځ لري، خو د ده په وینا ځینې نور یې په ښکاره د دغو محدودیتونو د لیرې کېدو مخالفت کوي. Читать дальше...

خلیلزاد: طالبان باید د نجونو زده کړو په تړاو د مولوي عبدالحمید خبرې واوري

Pa.azadiradio.com 

د افغان سولې لپاره د امریکا مخکېنی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د نجونو د تعلیم په تړاو باید طالب چارواکي د مولوي عبدالحمید خبرې واوري. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا مخکېني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، هغه طالب مشران چې نجونې او ښځې یې له لوړو زده کړو او پوهنتونو منع کړي باید د مولوي عبدالحمید وروستۍ خطبه واوري. مولوي عبدالحمید د ایران د زاهدان ښار لوی امام یا امام جمعه دی. زلمي خلیلزاد په خپل ټوېټر باندې د مولوي عبدالحمید د جمعې خطبې ته اشاره کړې چې ویلي یې دي ښځې د تعلیم مساوي... Читать дальше...

سېنېټ کې بحث: پاکستان کې تېرو څلورو کلونو کې ۴۲ خبريالان وژل شوي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د خبریالانو مرکزي اتحادیې (فیډرل یونین اف جرنلسټس) مشر شهزاده ذوالفقار د جنورۍ پر ۲۱مه مشال راډيو ته وویل، په پاکستان کې د ۲۰۰۰م کال راهیسې خبریالان له مشکلاتو سره مخامخ دي او وخت په وخت په بېلا بېلو پېښو کې وژل کېږي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان: د افغانستان د حقوقي نظام سقوط بشري ناورین دی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، د افغانستان د حقوقي نظام سقوط بشري ناورین دی. د جنورۍ ۲۴مه چې د خطر سره د مخ وکيلانو نړيواله ورځ ده، په داسې حال کې نمانځل کېږي چې په افغانستان کې نارینه او ښځینه مدافع وکیلان، قاضیان او څارنوالان له ډېرو ستونزو سره مخ دي. په یوه څلور مخیزه اعلاميه کې چې د جمعې په ماښام خپره شوه، د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي چې په افغانستان کې د حقوق پوهانو امنيت له جدي خطر سره مخ دی او نړيوال ملاتړ ته اړتيا لري. مېرمن اورياخېل يوه څارنواله ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته يې خپله دنده له لاسه ورکړې. Читать дальше...

د سړې هوا، سېلابونو، اورلګېدنې او د ګاز نیولو له امله ۱۰۴ افغانان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت وايي، په افغانستان کې په تېرو ۱۱ ورځو کې د سړې هوا، سېلابونو، اورلګېدنې او د ګاز نیولو له امله ۱۰۴ کسان مړه شوي دي. د غور ولایت اوسېدونکی عبدالظاهر وايي، اوه کلن زوی یې وړمه شپه د سړې هوا له امله مړ شوی دی. نوموړي ازادي را‌ډیو ته وویل، درې نور اولادونه یې سخت ناروغه او روغتون کې دي. هغه وايي: "څلور ماشومان مې د سړې هوا له امله ناروغه شوه چې یو یې مړ شو او درې نور یې اوس په روغتون کې بستر دي. په دا تېرو څلور شپو کې چې مې ماشومان ناروغان شول... Читать дальше...

بلېنکن: که ترهګر په افغانستان کې بیا پټنځایونه جوړ کړي، بیا ورباندې برید کوو

Mashaalradio.com 

اینتني بلېنکن له افغانستانه د امریکايي عسکرو له وتو یو ځل بیا ننګه کړې، خو دا یې هم ویلي که چېرې ولیدل شي چې ترهګرو هلته یو ځل بیا پټنځایونه جوړ کړي، یو ځل بیا پرې برید وکړي، هغه ډول چې د ده له قوله، د القاعده مشر ایمن‌الظواهري یې په نښه کړ.

انټونیو بلېنکن: له افغانستان څخه ترهګري زیاته شوې نه ده

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د د بهرنیو چارو وزیر انټونيو بلېنکن وایي، دوی له افغانستان  څخه د ترهګرۍ د زیاتېدو شاهد نه دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونيو بلېنکن وایي، له افغانستان څخه ترهګري زیاته شوې نه ده. هغه د جمعې په ورځ د شیکاګو پوهنتون د سیاست په انسټېټيوت کې وویل، تر ډېره بریده د احتمالي ګواښونو په تړاو، انګېرنې واقیعت ته نه دي رسېدلي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونيو بلېنکن په خپل خبرو کې په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظوهري وژل کېدو ته په اشاره وویل چې امریکا د دې توان لري چې ترهګري په افغانستان کې له منځه یوسي. Читать дальше...



د سویډن کمېټه: ۲.۵ میلیونه افغان نجونې ښوونځیو ته له تګه بې برخې دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه د یونسکو په حواله وايي، په افغانستان کې ۸۰ فیصده هغه نجونې او ښځې چې عمرونه یې د ښوونځیو د تګ دي او شمېر یې دوه نیم میلیونو ته رسېږي له ښوونځیو بې برخې دي. دغې کمېټې د جمعې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي، تر هغو چې محدودیتونه سم د لاسه لیرې نه شي، د لسیزو پرمختګونه به له لاسه ووځي. په همدې حال کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو په اړه اندېښنه وښوده. ملګرو ملتونو پرون د دغه سازمان د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد په حواله، چې افغانستان... Читать дальше...

په بدخشان کې د موټر اوښتو پېښه کې لږترلږه ۶ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان کې د یوه مسافر وړونکي موټر د اوښتو په پېښه کې لږترلږه ۶ کسان مړه شوي دي. د دې ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې دغه لنډکروزر موټر د مایمی ولسوالۍ په شاجه ګون سیمه کې نسکور شوی چې ۶ کسان یې مړه کړي او ۳ نور ټپیان کړي دي. هغه ونه ویل چې دغه پېښه کله شوې ده. خو ځینو سرچینو ویلي دغه پېښه د جمعې په ورځ شوې او دغه موټر د بدخشان له مرکز د مایمی ولسوالۍ پر لوري روان و. د واورې زیات اورښت، د ټرافیکي اصولو نه رعایتول او د... Читать дальше...

په بریتانیا کې اوکراینۍ عمله د چلنجر-۲ ټانکونو د چلولو زده کړې پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د لندن لپاره د اوکراین سفیر وادېم پرېستایکو وايي، د ټانکونو اوکراینۍ عمله به ډېر ژر بریتانیا ته ورسېږي چې د چلنجر-۲ په نوم د ټانکونو چلول زده کړي. بریتانیا اوکراین ته د دغو ټانکونو د ورکولو ژمنه کړې ده. د شنبې په ورځ د ازادي راډیو له اوکراینۍ څانګې سره په مرکه کې پرېستایکو ویلي، دغه عمله به ډېر ژره د بریتانیا په خاوره کې خپل تمرینونه پیل کړي. لندن د جنورۍ میاشتې پر ۱۴مه اعلان وکړ چې اوکراین ته به دغه عصري جنګي ټانکونه ورکړي. بریتانیا لومړنی غربي هېواد دی چې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته دغه ټانکونه کییف ته ورکوي.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب اروپايي ټولنې ته خبرداری ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د ایران سپاه پاسداران انقلاب خبرداری ورکړی دی چې د اروپايي ټولنې له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه د دې ځواک نومول به یوه تېروتنه وي. سپاه پاسداران انقلاب نن اروپايي ټولنې ته خبرداری ورکړ چې د تروریستي ډلو په نوملړ کې د دې ډلې د شاملولو پرېکړه یې یوه لویه غلطي ده. ایران دا خبرداری وروسته له هغه ورکوي چې د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو پارلمان د چهارشنبې په ورځ د رایو په اکثریت سپاه پاسداران ځواک د تروریستي ډلو په لېست کې شامل کړ. دا پرېکړه د دې ځواک تروریستي فعالیتونو، په ایران کې د خلکو د وروستیو... Читать дальше...

امریکا د واګنر ګروپ پر خصوصي پوځي شرکت نور بندیزونه لګوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د خزانې وزارت غواړي د واګنر ګروپ پر خصوصي پوځي شرکت چې د اوکراین په جګړه کې له روسیې سره مرسته کوي، نور بندیزونه هم ولګوي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي بېګا په یوه خبري کنفرانس کې وویل د خزانې وزارت به واګنر ګروپ د یوې لویې نړیوالې جنایي ډلې په توګه ونوموي. د کربي په وینا دا اقدام به د بایډن ادارې ته دا امکان برابر کړي چې پر واګنر ګروپ نور درانه بندیزونه هم ولګوي او له نړیوالو سره د دې شرکت د کاروبار امکانات راکم کړي.

اردوغان د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې لپاره پر وړاندیز بیا ټینګار کړی

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې لپاره پر وړاندیز یو ځل بیا ټینګار کړی. د ترکیې د جمهوري ریاست دفتر پرون وویل چې اردوغان د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره په ټیلیفوني خبرو کې دا وړاندیز کړی. اردوغان د جنوري په ۱۸مه د یوه پوځي هیلیکوپټر د نسکورېدو په پېښه کې د اوکراین د کورنیو چارو د وزیر او څو نورو چارواکو د مړینې له کبله هم له زیلینسکي سره خپله خواخوږۍ څرګنده کړې ده.

د چین نوی کال د جنوب ختیځې اسیا تر لسو په ډېرو هېوادونو کې نمانځل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د چین نوی کال د جنوري په ۲۲مه د جنوب ختیځې اسیا تر لسو په ډېرو هېوادونو کې نمانځل کېږي. هر چینایي کال د یوه څاروي یا مرغه په نوم نومول کېږي. سږکال د چین او ګاونډي ویتنام د کال نومونه بدل دي. چینایان سږني کال ته د سوی کال وایي، ویتنامیان ورته د پیشو. چینایي کال کله لس ورځې مخکې وي، کله څو ورځې شاته. پروسږکال یې نوی کال د فبروري په لسمه ونمانځه، خو د دوی د کال لومړۍ ورځ د اسلامي تقویم په څېر نه وي چې هر موسم ته برابرېدلی شي، د دوی نوی کال یا په جنوري کې وي یا په فبروري کې. دا ورځ هر کال... Читать дальше...

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: طالبان یا نه غواړي څه وکړي یا یې نه شي کولای

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، طالبان هغه څه چې وايي، نه یې شي کولای او یا یې هم نه غواړي چې ویې کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین وايي، دوی او نړیواله ټولنه له طالبانو تمه لري چې د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونه وساتي. بلېنکن چې د شیکاګو پوهنتون د سیاست په انسټېټیوټ کې یې خبرې کولې وویل، طالبان هغه څه چې وايي، نه یې شي کولای او یا یې هم نه غواړي چې ویې کړي. هغه زیاته کړه: "موږ ولیدل چې طالبان یا نه شي کولای یا نه غواړي، هغه څه وکړي... Читать дальше...

د سړې هوا له امله مرګ‌ژوبله

Pa.azadiradio.com 

د سړې هوا وروستۍ څپې وړمه شپه د عبدالظاهر د اوه کلن ماشوم ژوند واخیست. د غور ولایت اوسېدونکی، عبدالظاهر وايي، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د درېیو نورو ماشومانو ژوند یې هم له ګواښ سره مخ دی.

"وسله نه بلکې علم د انسان ښایست دی"

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د ادمخېلو درې بازار نه یوازې په پاکستان بلکې په بهرنیو هېوادونو کې هم د وسلې جوړولو، مرمت او خرڅلاو لپاره نوم لري. په هم هغه بازار کې یو کس یو کتابتون پرانیستی دی چې ورته د زده کوونکو او د سیمې اوسېدونکو په ګډون د وسلو دوکاندارن هم ورځي. د درې ځايي مشران وايي، پخوا به وسله د ځوانانو ښایست بلل کېده، خو او خلک پوهه او علم د ځانونو ښایست بولي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

بلېنکن: له افغانستانه کوم ګواښ نه شته

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، طالبان هغه څه چې وايي، نه یې شي کولای او یا یې هم نه غواړي چې ویې کړي. بلېنکن دا خبرې په افغانستان کې د نجونو او ښځو په او ټوله کې د افغانانو د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې د شیکاګو پوهنتون د سیاست په انسټېټیوټ کې یې خبرې کولې ویلي، دوی او نړیواله ټولنه له طالبانو تمه لري چې د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونه وساتي. بلېنکن له افغانستانه د امریکايي عسکرو له وتو... Читать дальше...

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې له رینا امیري سره لیدلي

Pa.azadiradio.com 

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره رتنو مرسودي وايي، د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره یې د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره کتلي. رتنو مرسودي چې امریکا متحده‌ایالاتو ته په سفر تللې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په دې کتنه کې چې د یونېسف د اجراییوي رییس مرستیال هم په کې و، د افغان نجونو، ښځو او ماشومانو د حقونو په اړه په کې خبرې شوي دي. رینا امیري هم په خپله ټویټرپاڼه د دې لیدنې خبر خپور کړی، خو ډېر جزییات یې نه‌دي ورکړي. اندونیزیا له ۲۰۲۴ تر ۲۰۲۶ کال د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا ریاست ته نوماند هېواد دی. Читать дальше...

کندهار ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې سفر څومره مهم دی؟

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امینه محمد په مشرۍ پلاوي په کندهار کې د طالبانو له یو شمېر چارواکو سره کتلي او له هغوی څخه یې غوښتې دي چې افغان مېرمنې کار ته پرېږدي او د افغان نجونو د زده کړو مخه دې نه نیسي. د سیاسي چارو له کتونکي نجیب ازاد څخه به واورو چې د ملګرو ملتونو د دې جګپوړي پلاوي سفر ته څومره خوشبین دی؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

روسیه د مارچ له میاشتې وروسته پاکستان ته د خامو تېلو صادرات پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د انرژي وزیر وایي چې هېواد به یې د مارچ له میاشتې وروسته پاکستان ته د خامو تېلو صادرات پیل کړي. د روسیې د انرژي وزیر نیکولای شولګینوف د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې وویل چې له پاکستان سره یې موافقه کړې ده چې د تېلو په مقابل کې به د دوستو هېوادنو اسعار ورکوي. روسیه د امریکا متحد ایالتونو او د اروپایي ټولنې د غړیو هېوادونو په شمول یو شمېر هېوادونو ته د دوست خطاب نه کوی، ځکه چې دې هېوادونو د اوکراین د جګړې له امله پر روسیې یو لړ بندیزونه لګولي دي. د رویټرز اژانس په باور د پاکستان اسعاري... Читать дальше...

د پاکستان په بلوچستان کې د ریلګاډي دننه چاودنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بلوچستان په بولان سیمه کې د ریلګاډي دننه چاودنې لږترلږه پنځلس تنه ټپیان کړې دي. د بولان مرستیال کمېشنر سیمع الله اغا د جمعې په ورځ رسنیو ته دا هم وویل چې دې چاودنې د ریل اته ډبې له پټلۍ بهر کړې دي. د بلوچ بېلتون غوښتونکو ویاند ازاد بلوچ تر پېښې څو ساعته وروسته وویل چې هغه ریل یې په نښه کړی دی چې پوځیان یې لېږدول.

غور کې د معتادو ښځو لپاره د درملنې مرکز نشتوالی د جدي ستونزو لامل شوی دی

Pa.azadiradio.com 

(۲۷) کلنه ګل افروز چې له څلورو کالو راهيسې نشه کوي، وايي چې لومړی يې مېړه معتاد شو او وروسته يې دا هم نشو ته وهڅوله. ګل افروز اوس له خپلو وړو بچیانو سره د غور ولایت په مرکز فيروزکوه کې په يوه خټين کور کې اوسيږي. دا اوس پر خپلو نشو پښېمانه ده او غواړي چې نشه پرېږدي، خو په غور کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره روغتون نه‌شته. نوموړې وايي: "ځای نه‌لرم سرګردانه یم، باید دولت د ښځو لپاره روغتون کې جوړ کړي چې ښځې ورشي او درملنه يې وشي." ساړه ژمي او بې‌وزلۍ د معتادینو کورنۍ اندېښمنې کړي دي. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *