Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

Новости за 28.01.2023

په چک جمهوریت کې 'پیټر پاول' د ولسمشرۍ دویم ځلي ټاکنې وګټلې

Pa.azadiradio.com 

په چک جمهوریت کې لوېدیځ پلوه کاندید پیټر پاول چې له اوکراین سره د مرستې ملاتړی و، له پخواني صدراعظم او میلیاردر اندرې بابیش څخه د ولسمشرۍ دویم ځلي ټاکنې وګټلې. پاول به د میلوش زیمان پرځای د چک د ولسمشر په توګه خپله دنده پیل کړي. د رایې ورکولو تقریباً ټولو مرکزونو د شمېرل شویو رایو له مخې پاول تر ۵۸ فیصدو زیاتې رایې ګټلې دي. په چک کې د ولسمشرۍ دویم ځلي ټاکنې د جمعې په ورځ پیل شوې او د شنبې په ورځ پای ته ورسېدې.

کرکټ؛ افغانستان د متحده عربي اماراتو پر وړاندې لوبې کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ د درې شل اوریزو سیالیو لپاره د عربي متحده اماراتو پر وړاندې لوبډله اعلان کړه. کرکټ بورډ نن شنبه په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا سیالۍ به د فبرورۍ میاشتې په ۱۶مه، ۱۸مه او ۱۹مه نېټو ترسره شي. په اعلان شوې لوبډله کې راشد خان، رحمن الله ګربز، عبدالرحمن رحماني، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، بلال سمیع، فرید احمدملک، فضل الحق فاروقي، ګلبدین نایب، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، مجیب الرحمن، نجیب الله ځدراڼ، ننګیال خروټی، نوین الحق، نجات مسعود، نور احمد، رحمت شاه، صدیق الله اتل، شاهد الله کمال، شرف الدین اشرف او ظاهر خان شامل دي. Читать дальше...

که له زلمو نه پوره نه شوه ـــ فخر افغانه جینکۍ به دې ګټینه

Mashaalradio.com 

دا ټپه خان عبدالغفار خان چې پر باچا خان مشهور دی، په خپل کتاب «زما ژوند او جدو جهد» کې د ښځو په کردار لیکلې ده. دا ټپه باچا خان بابا په چارسده کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلې وه چې پکې ښځې هم ناستې وې.

د پاکستان د کراچۍ په زندان کې درېیم افغان هم ومړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د کراچۍ په زندان کې درېیم افغان هم ومړ. له تاج محمد او عبدالخلیل وروسته ولي خان درېیم زنداني دی چې د پاکستان په زندان کې مري. ولي خان درې میاشتې وړاندې، له خپلې لور تور بي بي سره، د درملنې لپاره پاکستان ته تللی و، خو د د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د کراچۍ په لنډې زندان کې بندي او د سختې ناروغۍ او د طبي اسانتیاوو د نشتوالي له امله مړ شو. منزه کاکړ په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکيلې هم د ولي خان مړينه تاييد او ازادي راډيو ته يې وويل: "د ولي خان په نامه يو افغان د کراچۍ په... Читать дальше...

یوه ۶۰ کلنه ښځه د کابل پر سړکونو جرابې پلوري

Pa.azadiradio.com 

۶۰ کلنه مونسه د ژوندانه د ورځني لګښت د ترلاسه کولو په هدف د کابل پر سړکونو جرابې او دستکشې پلوري. په دې ورځو کې د کابل سړې هوا د پخوا په پرتله د مونسې کار ستونزمن کړی.

طالبانو د خصوصي پوهنتونونو لپاره د کانکور ازموینه کې د نجونو پر ګډون بندیز ولګاوه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې تر دویم امر پورې دې نوې محصلانې نه جذبوي او د دې پوهنتونونو د کانکور په ازموینه کې دې نجونو ته د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.

طالبان: په بېلابېلو پېښو کې د مړو شمېر ۱۶۶ کسانو ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د طبیعي پېښو په وړاندې د طالبانو وزارت وايي، د مرغومي یا جدي له ۲۰مې په بېلابېلو پېښو کې د مړو شمېر ۱۶۶ کسانو ته رسېدلی دی. د دغه وزارت مالي او اداري رییس مولوي عبدالرحمن زاهد په هغه ویډیو کې چې نن رسنیو ته لېږل شوې ویلي، دغه کسان په سېلابونو، اورلګېدو او ګازو نیولو په پېښو کې مړه شوي دي. هغه وویل: "د مرغومې له ۲۰مې تر اوسه د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې ۱۶۶ کسان شهیدان،۲۲ کسان ټپیان شوي. تر ۱۰۰ زیات کورونه یا نیمه یا بشپړ ویجاړ شوي او نږدې ۸۰زره څاروي تلف شوي دي." بلخوا د هوا پېژندنې د ځینو نړیوالو... Читать дальше...

د کابل ځینې اوسېدونکي: مخ لوڅو ښځو ته د مرګ ګواښ شوی؛ طالبان: واقعیت نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، داسې ګواښ پاڼې یې ترلاسه کړي چې له مخې یې باید ښځې لوڅ مخ له کوره ونه وځي. د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې داسې پاڼې ویشل شوي چې په کې ښځو ته له کورونو د لوڅ مخ نه وتلو ګواښ شوی دی. دا پاڼې چې یو شمېر کسانو ترلاسه کړي وايي، پر ښځو د محدودیتونو په دوام دا د مېرمنو په ازادیو بل څرګند تېری دی. په دې پاڼو کې چې یوه یې ازادي راډیو ته هم رسېدلی لیکل شوي که ښځې له کورونو بهر لوڅ مخ ولیدل شي وبه وژل شي. د کابل ښار یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له... Читать дальше...



" د پاکستان د حکومت پر وړاندې جګړه حرامه ده"؛ د مفتي عثماني دغه وینا په څه معنا ده؟

Pa.azadiradio.com 

مفتي تقي محمد عثماني، د پاکستان له مشهورو دیني علماوو څخه په دې وروستیو کې ویلي چې پاکستان یو اسلامي دولت لري او پر وړاندې یې هر ډول وسله واله جګړه "حرام او ناجایزه" ده. د ده دا خبرې افغانستان او پاکستان کې پراخ غبرګونونه پارولي دي. د مثلث په دې اونۍ کې د دغو غبرګونونو، د پاکستان مذهبي حلقې دا ډول څرګنونو لاملونه او پر پایلو مو، خبرې کړي دي.

سپینې ماڼۍ د طالبانو له لوري روسیې ته د امریکايي وسلو لېږد رد کړ

Pa.azadiradio.com 

امریکا هغه راپورونه ردوي چې ګوندې روسیه هڅه کوي د طالبانو له حکومته امریکايي جنګي وسلې ترلاسه کړي. د امریکا د سپینې ماڼۍ یو چارواکي هغه خبرونه ردوي چې ګواکي روسیې له طالبانو غوښتي چې د بهرنیو ځواکونو څخه پاتې شوي پوځي تسهیلات، مسکو ته انتقال کړي. ځینو رسنیو د پنجشنبې په ورځ راپورونه خپاره کړي چې روسیه هڅه کوي په افغانستان کې د امریکا په ګډون د بهرنیو ځواکونو پاتې شوې جنګي وسلې، د طالبانو د رسمیت پېژندلو په بدل کې، تر لاسه کړي. د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل... Читать дальше...

اسراییلي پوځ لوېدیځې غاړې ته اضافي ځواکونه استولي

Pa.azadiradio.com 

د لوېدیځې غاړې پر یوې کنیسې له پروني برید وروسته اسراییلي پوځ لوېدیځې غاړې ته اضافي ځواکونه استولي دي. د اسراییلو پوځ وايي، په لوېدیځه غاړه کې د یهودانو پر یوه عبادتځای له پرونۍ حملې وروسته چې په نتیجه کې یې اوه اسراییلیان ووژل شول او درې نور ټپیان شول دې سیمې ته یې نن اضافي ځواکونه استولي دي. اسراییلي پوځ په یوه بیان کې ویلي چې د وضعیت له ارزونې وروسته یې پرېکړه وکړه چې د لوېدیځې غاړې جودیا او ساماریا سیمو ته اضافي سرتېري واستوي. د لوېدیځې غاړې په اشغالي سیمو کې پرون وروسته له هغه وضعیت کړکېچن... Читать дальше...

د هند د هوايي ځواک د جټ الوتکو په سقوط کې یو پیلوټ مړ شوی

Pa.azadiradio.com 

د هند د هوايي ځواک د دوو جټ الوتکو په سقوط کې یو پیلوټ مړ شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. په روسیه کې یوې جوړې شوې سوخوی سو-۳۰ ډوله جټ الوتکې او د فرانسې ساخت میراج-۲۰۰۰ جټ الوتکو ظاهراً د نوي ډیلي په جنوب کې سره ټکر وکړ. دا په داسې حال کې ده، چې د هند حکومت هڅه کوي خپل وسله وال ځواکونه عصري او د پېچلو امنیتي ګواښونو په وړاندې مبارزه وکړي.

یوه بریدګر د بیت المقدس ختیځ کې په ډزو سره دوه کسان ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

یوه بریدګر نن شنبه د بیت المقدس په ختیځ کې په ډزو سره دوه کسان ټپیان کړل. تر دې مخکې یوه فلسطیني سړي د جمعې په ورځ د یهودانو له یوه عبادتځای دباندې اووه کسان ووژل. دا په وروستیو کلونو کې تر ټولو خونړۍ حمله بلل شوې ده. د فرانسې خبري اژانس له مخې د یهودانو پر کنیسه د یوه ۲۱ کلن سړي ډزې د یهودانو د عام وژنې یا هولوکاست د نړیوالې یاد ورځې پر مهال شوي او دا د فلسطین او اسراییل په شخړه کې ډراماتیک زیاتوالی ښيي.

له سېلابونو وروسته بلوچستان له سړې هوا سره مخامخ دی

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په ځينو سيمو کې د تودوخي ټيټه درجه منفي ۱۷ درجې سېنټي ګرېډ ته رسېدلې ده. د بلوچستان په خانوزۍ کې خلک احتجاج کوي چې دوی د يخنۍ زور ماتولو لپاره کافي تیل او د سوند مواد نه لري. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ويډيويي راپور.

قريش خټک وايي، په هېواد کې جمهوري تسلسل اړين دی

Mashaalradio.com 

په مشال مرکه کې مو دا اوونۍ د سياسي چارو شنونکی قريش خټک مېلمه دی. نوموړی له درګۍ سره تعلق لري او پر دې سربېره چې له صحافت سره تعلق لري، له ځینو نړیوالو سازمانونو سره یې هم کار کړی دی. موږ له نوموړي سره په دې مرکه کې د پاکستان په موجوده سیاسي وضعیت په تفصیل کې غږېدلي یو. په ځانګړي ډول هغه پر دې رڼا اچوي چې د پنجاب او خیبر پښتونخوا د اسمبلیو له ماتېدو وروسته، کومه سیاسي منظرنامه مخې ته راغلې ده؟

د بریتانیا پوځ: ښايي په 'ماکي ییفکا' کې شاوخوا ۳۰۰ روسي سرتېري وژل شوي وي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا پوځ وايي چې د اوکراین په ماکي ییفکا ښار کې د روسي سرتېرو پر یو استوګنځي د جنوري د لومړۍ نېټې په توپچي برید کې به شاوخوا ۳۰۰ روسي سرتېري وژل شوي وي. د بریتانیا دفاع وزارت نن په خپل ورځني استخباراتي راپور کې وویل چې د دې برید ډېری قربانیان یا وژل شوي یا تري تم دي خو ټپیان شوي نه دي. روسیې هغه مهال ادعا کړې وه چې په دې برید کې یې ۸۹ پوځيان وژل شوي، خو د اوکراین پوځ او د کریملین پلوي پوځي بلاګرانو د ۴۰۰ سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی و.

د اوکراین بهرنیو چارو وزارت د هنګري سفیر احضاروي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت په پام کې لري په دې هېواد کې د هنګري سفیر د اوکراین په اړه د هنګري د ولسمشر ویکتور اوربان د هغو څرګندونو له وجې چې د نه منلو بلل شوي دي، احضار کړي او خپل شکایت وروسپاري. هنګري پر روسیې د بندیزونو په خاطر په وار وار پر اروپايي ټولنې انتقادونه کړي دي. د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویاند اولېه نیکولینکو پرون پر فېسبوک ولیکل چې ښاغلي اوربان له خبریالانو سره د خبرو پرمهال اوکراین داسې یو ټاټوبی بللی دی چې هېڅوک نه په کې اوسېدل او له افغانستان سره یې تشبیه کړی. نیکولینکو... Читать дальше...

په افغانستان کې د جنګي جرمونو د ټولو تورنو د محاکمې غوښتنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان یا هیومن رایټس واچ په افغانستان کې په جنګي جرمونو ټولو تورنو ته د سزا او د دوی د محاکمې غوښتنه کړې. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یا هیومن رایټس واچ وايي، لکه څنګه چې د جرمونو نړیواله محکمه په افغانستان کې د احتمالي نړیوالو جرمونو په اړه خپلې څېړنې پیلوي نو اړینه ده چې د دغه ډول جرمونو ټولو قربانیانو ته عدالت ورکړل شي. دې سازمان په یوه اعلامیه کې چې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۲۷مه یې د طالبانو له‌خوا د جمهوریت روغتون په مخ کې د ځانمرګي برید د قربانیانو په یاد خپره کړې،... Читать дальше...

خيبر پښتونخوا کې سلګونه کارخانې تړل شوې دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د خرابو اقتصادي حالاتو له کبله په خيبر پښتونخوا کې په لسګونه کارخانې تړل شوې، چې هلته کارکوونکي زرګونه کسان ورسره بېروزګاره شوي دي. د کارخانو د بندېدو د لاملونو په اړه د مشال راډيو ويډيويي راپور وګورئ.

په کینیا کې د فزیک د یوه استاد په زړه پورې اختراع

Pa.azadiradio.com 

په کینیا کې د یوه سړي په زړه پورې اختراع د خلکو پام وراړولی دی. پال واویرو خپل برقي موټرسایکل د زړو لپ ټاپونو د بټریو څخه په ګټنې په حرکت راولي. خو واویرو د نایروبي ښار په یوه پوهنتون کې څرنګه دغه اختراع وکړه؟

خلیلزاد بیا د نجونو زده کړو په اړه د 'مولوي عبدالحمید' نوې څرګندونې وستایلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو مخکېني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د نجونو د زده‌کړو او کار په اړه د ایراني دیني عالم مولوي عبدالحمید پيغام واوري. پرون یو ځل بیا د مولوي عبدالحمید نوې وینا خپره شوې چې په کې یې د افغان نجونو له‌ زده‌کړو او کار ننګه کړې او په دې برخه کې په دوی بندیزونه غیرشرعي بللي. خلیلزاد نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دی د مولوي عبدالحمید له هغې خطبې ستاینه کوي چې په کې د نجونو او ښځو د زده‌کړې د ملاتړ او تر خوا یې په سړې هوا کې له افغانانو سره د بشري مرستو غوښتنه کوي. Читать дальше...

افغانستان کې په جنګي جرمونو ټولو تورنو د محاکمې غوښتنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې په جنګي جرمونو ټولو تورنو ته د سزا او د دوی د محاکمې غوښتنه کړې. دې سازمان یوه اعلامیه کې چې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۲۷مه یې د طالبانو له‌خوا د جمهوریت روغتون په مخ کې د ځانمرګي برید د قربانیانو په یاد خپره کړې، دا خبره کړې ده. په دې برید کې چې له چاودېدونو توکو ډک امبولانس په کې د جمهوریت روغتون مخې ته والوځول شو، نږدې ۱۰۰ تنه ووژل شول چې اکثریت یې ملکیان وو. د بشري حقونو د څار سازمان په دې اعلامیه کې د هغې نجلۍ یادونه کړې چې له برید وروسته یې له سترګو... Читать дальше...

ډاکټران: اراموونکي درمل د اعتیاد لامل کېږي

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر ډاکټران پر خپل سر د ارامولو او خوب درملو کارول د اعتیاد لامل بولي. فرید د کابل ښار په یوه روغتیايي کلینیک کې کار کاوه، هغه د کاري فشار لیري کولو او منظم خوب لپاره اراموونکي درمل خوړل چې وروسته په دې درملو معتاد او معتادینو د درملنې په يوه مرکز کې بستري کېدلو ته اړ شو. فرید وايي چې په لومړیو کې یط د ورځې د خوب یوه ګولۍ خوړله، خو وروسته يې په ورځ کې شمېر شلو ګولیو ته ورسېد. نوموړی وايي، دا هغه وخت و چې د کار کولو توان مې نه درلود او باید د درملنې لپاره په روغتون کې بستري شوی وای. نوموړی وايي... Читать дальше...

د لوبو له میدانه؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شل اوریزو سیالۍ کېږي

Pa.azadiradio.com 

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې افغانستان او پاکستان د کرکټ شل اوریزې سیالۍ کوي. د راشد خان ۵۰۰ وېکټې او ملي لوبډلې ته د هغه د راتګ کیسه. د افغانستان کورنی کرکټ او د ۲۰۲۳ کال ټورنمنټونه او په اسیا جام سیالیو کې د افغانستان د بېسبال ملي لوبډلې ګډون. په خپرونه کې نور مطالب هم شته چې د لاندې لېنک په کېګاږلو یې اورېدلی شئ:

کرکټ؛ سویلي افریقا په لومړۍ لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

سویلي افریقا په لومړۍ لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه. د کوربه سویلي افریقا کرکټ لوبډلې د ۳ یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ۲۷ منډو په توپیر انګلستان مات کړ. دغه لوبه چې تېره شپه ناوخته پای ته ورسېده، سویلي افریقا د ۲۹۹ منډو هدف ټاکلی و او انګلستان بیا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۱منډې وکړې. په دې سیالۍ کې وان ډر ډوسن د سویلي افریقا او جېسن رای د انګلستان لپاره سلیزې ووهلې. د انګلستان لوبغاړو ونه کړای شول چې ټول اورونه ولوبوي دوی په پینځه څلوېښتم اور کې ټولې وېکټې له لاسه ورکړې. د سویلي... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *