ټېسټ کرکټ؛ نیوزیلنډ په لومړۍ ورځ پر پاکستان برلاسی و
نیوزیلنډ د کوربه پاکستان د کراچۍ ښار په نېشنل لوبغالي کې د دویمې ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ ۳۰۹ منډې وکړې او ۶ لوبغاړي یې سوځېدلي دي. ډېوېډ کانوې د نیوزیلنډ لپاره سلیزه ووهله او په ۱۲۲ منډو وسوځېد او ټام لیتهم بیا په ۷۷ منډو خپله ویکټ له لاسه ورکړې. دا د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ اتلولۍ اړوند سیالۍ دي، خو نیوزیلنډ پایلوبې ته له رسېدو پاتې دی. د پاکستان په توپ اچونکو کې اغا سلمان۳، نسیم شاه۲ او ابرار احمد یوه وېکټ اخیستې ده. د یادونې ده چې د ټېسټ اتلولۍ په درجه بندۍ کې اسټرالیا تر ټولو لوبډلو مخکښه ده.