میرویس اشرف: د کرکټ نړیوالې شورا ناستې ته مو بشپړ چمتووالی نیولی
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف وايي چې په عربي متحده اماراتو کې یې د کرکټ نړیوالې شورا له مشرانو او ځینو هېوادونو د کرکټ بورډونو له استازو سره کتلي دي. اشرف نن دوشنبه د جنورۍ ۱۶ په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې په عربي متحده اماراتو کې دی او هلته یې د کرکټ نړیوالې شورا پر مشرتابه سربېره د یو شمېر هېوادونو د کرکټ له مسوولانو سره کتلي دي او له ځینو نورو سره بیا د ټېلېفون له لارې غږېدلی دی. نوموړی وايي، د دې ناستو او خبرو په ترڅ کې یې د اسټرالیا کرکټ ادارې د وروستۍ... Читать дальше...