د بنګله دېش او دوبۍ په لیګونو کې د افغان لوبغاړو لوبې
د سې شنبې په ورځ( د جنورۍ ۳۱مه) د بنګله دېش او عربي متحده اماراتو په سوداګریزو ليګونو کې ۷ افغان لوبغاړي بېلابېلو لوبډلو ته ولوبېدل. د بنګله دېش په غوره لیګ کې عثمان غني او حمزه هوتک د ډهاکې ډومېنېټورز لوبډلې ته لوبه وکړه. حمزه په ۴ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول. عثمان غني چې د لوبې په وروستۍ شېبه کې راووت یوازې ۲ ناسوځېدلې منډې یې وکړې او لوبه یې وګټله. په همدې سیالۍ کې کریم جنت د فارټن باریشال لپاره ولوبېد، هغه په توپ وهنه کې په ۵ توپونو ۱۹ چټکې منډې وکړې او یوه وېکټه یې هم واخیسته. Читать дальше...