امرالله صالح: افغانستان کې د مرستو د ترلاسه کولو او وېش هيڅ مېکانېزم نهشته
د افغانستان د تېر جمهوري نظام لومړي مرستیال ویلي، کابل ته د نړيوالو مرستو د استولو بهیر لپاره هیڅ داسې یو مېکانېزم نهشته، څو ډاډ تر لاسه شي چې دغه مرستې د طالبانو له لاسه نه تېرېږي او یوازې اړو کسانو ته رسېږي. امرالله صالح تېره شپه په یو لړ ټویټونو کې ویلي، هغه معلومات چې له ده سره دي د ملګرو ملتونو او یا نورو غیر دولتي ادارو هیڅ ماموریتونه د طالبانو د استخباراتي ادارې له شتون پرته امکان نهلري. ښاغلي صالح دا ادعاوې پرته د کومو شواهدو د وړاندې کولو کړې خو یادونه يې کړې، چې کولی شي په دې اړه نومونه او تاریخونه شریک کړي. Читать дальше...