Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

ګڼو هېوادونو د چینايي مسافرو لپاره د کرونا ویروس ازمېښت جبري کړ

0
ګڼو هېوادونو د چینايي مسافرو لپاره د کرونا ویروس ازمېښت جبري کړ

د څو هېوادونو له لوري د هغو مسافرو لپاره د کوېډ۱۹ د جبري کولو پرېکړه په چین کې د کرونا ویروس د پېښو د چټکې زیاتېدا په اړه په نړۍ کې د اندېښنو ښودنه کوي، خو دا په داسې حال کې ده چې چین رسماً د هغو کسانو شمېر نه اعلانوي چې په کرونا اخته شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی تېره اووني وویل چې د نړۍ اکثره هېوادونو د چینايي مسافرو لپاره دا ډول مقررات نه دي عملي کړي نور دې هم د مسافرو ملیت ته له کتو پرته یو شان چلند وکړي.

تراوسه پورې په چین کې د کرونا د نوي خپور شوي ډول په اړه څه نه دي ویل شوي.

خو له دې سره سره د چین حکومت په ځلونو په دې تورن شوی چې د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې په دغه هېواد کې د کرونا وبا د خپرېدو له پیله نړیوالو روغتیايي ارګانونو ته کره معلومات وړاندې کړي نه دي.

نو پر دې اساس، په وروستیو ورځو کې، چې بهر ته د چینایانو پر سفر بندیز پای ته رسول شوی دی، ډېر هېوادونه اندېښنه لري چې چینايي مسافر ممکن د کرونا ویروس نوې بڼه انتقال کړي.

د امریکا، بریتانیا، ایټالیا، هسپانیا، هند، جاپان، تایوان او جنوبي کوریا حکومتونو اعلان کړی چې چینايي مسافر یوازې د کرونا ټېسټ او منفي نتیجې د لرلو په صورت کې دغو هېوادونو ته سفر کولای شی.

د امریکا حکومت په چین کې د کرونا د پېښو زیاتېدا او د دغه هېواد له لوري له نورو سره د معلوماتو نه شریکول د دغو مقرراتو دلیل بللی دی.

د جاپان او تایوان حکومتونو هم ورته اندېښنې ښودلي دي.

تایوان د جنورۍ له لورۍ یعني نن ورځې او جاپان ۹ ورځې وړاندې دا مقررات اجرا کړي دي.

د چین د روغتیا وزارت ویلي چې په دغه هېواد کې د کرونا د زیاتېدا عامل د اومیکرون یو ډول دی چې په نورو هېوادونو کې هم لیدل شوی دی.

خو نور هېوادونه اندېښنه لري چې د کرونا کوم بل ډول به پیدا شوی وي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *