د کولمبیا ولسمشر له ناقانونه وسله والو ډلو سره اوربند اعلان کړی
د کولمبیا ولسمشر ګوسټاوو پیټرو چې کیڼ اړخی سیاستوال او د ګوریلايي ډلې پخوانی غړی دی، پرون ناوخته اعلان وکړ چې د سولې خبرو د ملاتړ لپاره له پنځو ناقانونه وسله والو ډلو سره اوربند کوي.
هغه ژمنه کړې چې په دغه هېواد کې به داخلي شخړه پای ته رسوي، چې شپږ لسیزې یې شوي او له ۱۹۸۵ څخه تر ۲۰۱۸م کاله پورې یې په نتیجه کې لږ تر لږه څلورنیم سوه زره کسان وژل شوي دي.
په هغو ډلو کې چې اوربند ورسره اعلان شوی کیڼ اړخې ګرولایي ډله د ملي ازادۍ پوځ او هغه مخالفه ډله شامله ده چې د کولمبیا د انقلابي وسله والو ځواکونو پخواني غړي یې چلوي او اوس غیرنظامي شوې ده.