Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

رانا ثناالله: پاکستان ښايي په افغانستان کې د ټي ټي پي پر پټنځایونو عملیات وکړي

0
رانا ثناالله: پاکستان ښايي په افغانستان کې د ټي ټي پي پر پټنځایونو عملیات وکړي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د دې امکان شته چې دوی په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو په پټن‌ځایونو عملیات وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله وايي، د نړیوالو قوانینو له مخې، دا د دوی حق دی، له کومه ځایه چې پر دوی برید کېږي، هغه ځای په نښه کړي.

هغه پرون د پاکستان ایکسپرس نیوز تلوېزیون سره مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې د ځینو پاکستاني طالب مشرانو او پټنځایونو ادعاوو په اړه د حکومت کړنلاره څه ده وویل، په دې اړه د دوی مهمه ناسته سبا د دوشنبې په ورځ کېږي.

خو رانا ثناالله پر دې ټینګار وکړ چې له هر هغې لارې به ګټه واخلي چې د نړیوالو حقونو له‌مخې، د دوی په واک کې وي.

رانا ثناالله د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان کې د پاکستاني طالبانو په مرکزونو برید کولای شي وویل: "ګورئ په خپل وخت سره، کله چې دا مسایل مخ ته راشي، لومړی به موږ افغانستان ته چې زموږ اسلامي ورور هېواد دی ووایوو چې دا پټنځایونه له‌منځه یوسي او دا خلک موږ ته وسپاري، خو که چېرې داسې ونه شول، هر هغه څه چې تاسې وویل، ممکن دي."

له طالبانو مو د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د څرګندونو او په افغان خاوره د پاکستان د احتمالي برید په اړه وپوښتل، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته یوازې دومره وویل چې دوی معلومات کوي چې هغه څه ډول خبرې کړي او وروسته به بیا نظر څرګند کړي.

خو له دې وړاندې طالبانو په ځلونو ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او تر خوا یې دا هم ویلي، چې افغانستان کې بهرني ترهګر نه‌شته.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، پاکستاني جنګي الوتکو د تېر کال د اپرېل په ۱۶مه، د خوست د سپېرې ولسوالۍ په څلورو کلیو برید وکړ چې له پنځوسو زیات ملکي کسان یې ووژل او له دېرشو زیات ټپیان شول.

له دې پېښې یوه ورځ وړاندې یعنې د اپریل په ۱۵مه پاکستاني جنګي الوتکو د افغانستان په ختیځ کونړ کې د شلتن ولسوالۍ په څپري تاغه سیمه کې هوايي بریدونه وکړل چې یوه مېرمن او درې ماشومان په کې ووژل شول.

خو طالبانو یوازې د خبرو له لارې د ستونزو په حل ټینګار وکړ.

تر خوا یې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د پاکستاني طالبانو څو مهم مشران په خوست، پکتیا، کونړ او ننګرهار کې په نا معلوم ډول وژل شوي دي.

طالبانو دوه ځلي په کابل کې د پاکستاني استخباراتو او پاکستاني طالبانو ترمنځ د خبرو منځګړتوب او کوربه‌توب هم کړی چې پایله کې یې یو ځل ان د دواړو لوریو ترمنځ اوربند هم وشو، خو وروسته دا خبرې ناکامې وشوې.

په دې ورستیو کې پاکستاني طالبانو خبرداری ورکړی چې نوي کال کې به خپل عملیات پراخ کړي او تر خوا یې خپل نوی نظامي تشکیل هم اعلان کړی دی.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *