Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

کابل کې د برښنا د کمښت ستونزه؛ برښنا شرکت: د نوي تړون پر بنسټ به پرچاوي کمه شي

0
کابل کې د برښنا د کمښت ستونزه؛ برښنا شرکت: د نوي تړون پر بنسټ به پرچاوي کمه شي

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې برښنا شرکت اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال لپاره یې د ازبکستان د برښنا ملي ادارې سره نوی تړون لاسلیک کړ.

په داسې حال کې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې برښنا شرکت وايي، د برښنا د پرچاویو د کمولو هڅه کوي، د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دوی د شکایتونو سره سره لا هم دا ستونزه نه ده هواره شوې.

شکیلا د پلازمېنې اوسېدونکې د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې برښنا شرکت د برښنا پرچاوۍ ډېرې کړې او د ژمې په دې سړو ورځو کې د خلکو ستونزې لا ډېرې شوې دي.

هغې وویل: "برښنا لا هم کار نه کوي، موږ هېڅ کار نه شو ترې اخیستلای. هر څومره چې مو شکایتونه وکړل، خپلې ستونزې مو وویلې خو هیچا ورته پام نه دی کړی. له یوې خوا ژمی دی او له بلې خوا برښنا نه شته. موږ هیله کوو چې دغه ستونزه دې ژر تر ژره حل شي."

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی ولی محمد هم وایي، د برښنا پرچاوۍ ډېرې شوي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي.

هغه وايي: "برښنا ډېره خرابه ده، د شپې په يوه بجه راځي، کله تر سهاره پورې او کله هم د څو محدودو ساعتونو لپاره وي. اوس هوا هم سړه شوې، ژمی هم دی او ستونزې لا ډېرې شوي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکنې لاندې برښنا شرکت په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د برښنا د ستونزو د حل په موخه د خپلو تاره هڅو خبره کوي.

د دغه شرکت ویاند حکمت الله میوندي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی د ۲۰۲۳ کال لپاره د ازبکستان د برښنا ملي شرکت سره نوی تړون لاسلیک کړ.

هغه وايي: "د ۲۰۲۳کال لپاره د ازبکستان سره د وارداتي برښنا تړون لاسلیک شو او انشاالله دا اقدام به په کابل او نورو ولایتونو که د برښنا د پرچاوۍ ستونزې را کمې کړي."

نوموړي د دغه تړون په اړه ډېر جزییات ورنه کړل ویې ویل چې له ازبکستان څخه د شرکت د مسوولانو تر راستنېدو وروسته به نور جزیيات له رسنيو سره شريک کړي.

په ورته وخت کې د چین د سوداګرۍ خونې هم په افغانستان کې له ډبرو سکرو څخه د برښنا تولید ته لېوالتیا ښودلې ده.

تېره اوونۍ د برښنا شرکت اعلان وکړ چې د چین د سوداګرۍ خونې استازي د برښنا شرکت له اجرایوي رییس ملا محمد حنیف حمزه سره په کتنه کې ویلي چې دوی غواړي په افغانستان کې د ډبرو سکرو د ۵۰۰ مېګاواټه برښنا په تولید پانګونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د برښنا پرچاوۍ په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې نه یوازې عام خلک بلکې ډېری تولیدي فابریکو مالکانو هم له ګنو ستونزو سره مخ کړي او ډېری تولیدي فابریکو خپل د فعالیتونو د کموالي خبر ورکړی دی.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *