Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

جرمني د ناټو د لوړ چمتووالي پوځي ځواک مشري پر غاړه واخيسته

0
جرمني د ناټو د لوړ چمتووالي پوځي ځواک مشري پر غاړه واخيسته

جرمني د نوي کال په پیل کې د ناټو د لوړ چمتووالي پوځي ځواک (VJTF) مشري په غاړه واخیسته.

دا ځواک یوولس نیم زره سرتېري لري چې اته زره یې جرمن سرتېري دي.

د ناټو د لوړ چمتووالي ځواکونه، چې د "مخکښو ځواکونو" په نوم هم یادېږي، په ۴۸ ساعتونو کې په هر ډول حالاتو کې هر چېرته چې ترې وغوښتل شي د ځای پر ځای کېدو لپاره چمتو وي.

د ناټو ویاندې اوانا لینګیسکو وویل، په داسې حال کې چې په اوکراین کې د روسیې ناحقه جګړه د اروپا سوله او امنیت ګواښي، د دې پوځي اتحاد د خاورې د هرې برخې د ساتنې او دفاع لپاره د ناټو په هوډ کې باید شک ونه شي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *