رسنۍ: د اسرائيل په راکټي حملو د دمشق هوايي ډګر شاوخوا لګېدلې
د سوریې دولتي رسنۍ وايي، د اسرائیل په راکټي حملو سره د پلازمېنې دمشق نړیوال هوايي ډګر او شا و خوا سیمې ویشتلي دي.
د سوریې سانا خبري اژانس د یوې پوځي سرچینې په وینا راپور ورکړی، چې دغه حملې نن پر ځايي وخت د سهار دوې بجې شوې دي.
په راپور کې ویل شوي، چې د دغو حملو له کبله دوه سرتېري وژل شوي او د دمشق هوايي ډګر فعالیت درېدلی دی.
په بریتانیا کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې مشر رامي عبدالرحمن د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په دغو حملو کې د وسلو د یوه ډیپو په ګډون په هوايي ډګر او شا و خوا سیمو کې د حزب الله او د ایران د پلوي ډلو مورچلونه ویشتل شوي دي.