Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

سپينې ماڼۍ مخته افغان اعتراض کوونکي: امريکا او نړيواله ټولنه دې د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي

0
سپينې ماڼۍ مخته افغان اعتراض کوونکي: امريکا او نړيواله ټولنه دې د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي

د امریکا متحده‌ایالاتو پلازمېنه واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مخته لسګونه افغانان راټول شوي او په افغان نجونو او ښځو په زده‌کړو، کار او نورو فعالیتونو د طالبانو له‌خوا لګول شوي بندیزونه غندي.

د سپنې ماڼۍ مخته راټول شويو افغان معترضینو له امریکا وغوښتل، څو چې طالبانو د نجونو او ښځو په زده‌کړو او کار لګیدلي بندیزونه نه‌وي لېرې کړي، ورسره دې هر ډول تعامل ودروي.

یوې اعتراض کوونکې سپوږمۍ اکبرزۍ ازادي راډیو ته وویل: "موږ غوښتل چې د افغان نجونو او ښځو له طرفه د هغوی لپاره امریکا کې غږ پورته کړو، ځکه په افغانستان کې د هغوی لپاره نه دا زمینه برابره ده او نه هم دا فرصت شته. دا هم واضحه خبره ده چې د طالبانو له وېرې هغه ډول چې اړینه ده، دوی نه‌شي کولای غږ پورته کړي."

د اعتراض په ځای کې یوې بلې معترضې مریم عزیزي خبریالانو ته وویل: "دلته سره را غونډ شوي یو، څو د مظلومو افغان مېرمنو او نجونو غږ دنیاوالو، په ځانګړي توګه د امریکا متحده‌ایالاتو لوړ پوړو چارواکو ته ورسوو. په دې خاطر چې د افغان نجونو او ښځو هغه بنسټیز حق چې تعلیم دی؛ هغه ور څخه اخيستل شوی دی. موږ غواړو چې افغان نجونې او ښځې ژر تر ژره خپل دې اساسي حق ته لاس‌رسی پیدا کړي."

د سپینې ماڼۍ مخته د افغان نجونو او ښځو د حقونو په ملاتړ را وتلیو افغان معترضینو د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د افغانستان د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رينا اميري ویلي، چې د افغان نجونو او ښځو غږ اوري او د دوی تر څنګ دریږي.

هغې په خپل ټوېټر په یوه بیان کې ویلي چې، د افغان نجونو او ښځو د تعلیم او کار د حق د بېرته اعادې لپاره په خپل ټول توان هڅه کوي.

د سپینې ماڼي مخې ته راټول شویو اعتراض کوونکو یوه پرېکړه‌لیک هم خپور کړ چې په‌کې راغلي، د طالبانو له مشرانو سره دې تر هغه وخته هر ډول اړیکې پرې شي چې په افغان نجونو او ښځو یې لګېدلي ټول بندیزونه او محدودیتونه پای ته نه‌وي رسولي.

پرېکړه‌لیک کې دغه شان د ټولو طالب مشرانو په سفرونو د بندیز، د دوی د ټولو بهرنیو دفترونو تړل کېدو، په بهر کې د طالب مشرانو د پانګو د کنګل کېدو غوښتنه شوې.

له طالبانو د اعتراض کوونکو د نیوکو په اړه مو ترې وپوښتل، خو ویاندویانو یې ځواب را نه‌کړ.

په طالبانو وروسته له هغې نیوکې او انتقادونه زیات شول چې د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه یې د نجونو او ښځو پرمخ یې پوهنتونونه وتړل او له دې پرېکړې درې ورځې ورسته یې په نا دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار بندیز ولګاوه.

مخکې بیا دوی له شپږم ټولګې پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي او په ډېری دولتي ادارو کې یې هم له کار او یو شمېر نورو عامو ځایونه ته له تګ، افغان نجونې او ښځې راګرځولي دي.

له دې وړاندې په افغانستان کې دننه هم د طالبانو په ضد بېلابېل لاریونونه او اعتراضونه شوي چې طالبانو يې له ګډون کوونکو سره تاوتریخوالی هم کړی.

طالبان تورن دي، چې له نجونو او ښځو سره دوه ګونی چلند کوي او په بېلابېلو بهانو یې د دوی په زده‌کړو، کار او نورو ټولنیزو فعالیتونو سخت بندیزونه لګولي دي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *