Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

بیګ بیش لیګ؛ د راشدخان لوبډلې پرله پسې ۴ لوبې وبایللې

0
بیګ بیش لیګ؛ د راشدخان لوبډلې پرله پسې ۴ لوبې وبایللې

په بیګ بیش لیګ کې د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې تر لومړنیو ۳ بریاوو وروسته پرله پسې څلور لوبې وبایللې.

د ۲۰۲۳ زېږدیز کال لومړنۍ لوبه یې د هوبارت هریکنز لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر وبایلله.

سټرایکرز لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۱۷۷ منډې وکړې او هریکنز لوبډلې بیا ورکړل شوی هدف په ۱۸ اور کې ترلاسه کړ.

راشدخان په توپ وهنه کې یوازې ۲ منډې وکړې او په منډه وسوځېد، خو په توپ اچونه کې یې د نوي کال پیل ښه نه و، هغه په ۴ اورونو کې ۴۳ منډې ورکړې او یوازې یوه وېکټ یې واخیسته.

که څه هم راشدخان په بریدګر توپ اچونکي شهرت لري او اکثره په سختو شېبو کې خپلې لوبډلې ته ویکټې اخلي، خو د نوموړي اقتصادي توپ اچونه بیا د مقابلې لوبډلې د بایللو اصلي لامل وي.

د بیګ بیش د سوداګریزو سیالیو په درجه بندۍ کې د پرت سکارچرز لوبډله مخکښه ده.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *