Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

برېتانيا له روسيې د مايع ګازو واردات درولي دي

0
برېتانيا له روسيې د مايع ګازو واردات درولي دي

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت رسماً اعلان وکړ چې له روسیې څخه یې د مایع ګاز واردات درولي دي.

دې ته ورته اقدام د بالکان د سیمې اکثرو هېوادونو کړی دی.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت پرون (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، پر اوکراین د ولادمیر پوتین د حکومت د غیرقانوني جنګ د عوایدو د بندولو لپاره یې له دغه هېواده د ګاز واردات درولي او له نورو هېوادونو هم د ورته اقدام غوښتنه کوي.

برېتانیا تېر کال له روسیې د ۳ ملیارده او ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۷۵ میلیارد مترمکعب ګاز وارد کړي وو.

د روسیې ګازپروم شرکت، چې د ګاز د صادراتو انحصار په کنترول کې لري، وايي چې د تېر کال په ۱۱ میاشتو کې د دوی د ګاز صادرات په سلو کې ۴۴ کم شوي دي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *