د جنوبي کوريا ولسمشر امريکا سره پر يوې ګډې پوځي مانورې کولو په اړه خبرې کوي
د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول وايي، له امریکا سره د یوې ګډې پوځي مانورې د کولو پر امکان په خبرو بوخت دی.
ښاغلي یون چوسان ایلیو ورځپاڼې ته په مرکه کې چې نن (دوشنبه) خپره شوه، همدا راز ویلي چې په دې مانوره کې به د اټومي وسایلو په شمول له راز راز جنګي وسلو څخه کار واخیستل شي.
ده د دې مانورې موخه د مخنیوونکو اقداماتو پیاوړتیا بللې ده.
د رویټرز خبري اژانس د مالوماتو پر اساس، د جنوبي کوریا د ولسمشر اشاره پر دغه هېواد او متحدانو یې د هر ډول احتمالي حملې د مخنیوي لپاره د اتومي قدرت له نظره د امریکا د پوځ وړتیا ته ده.