Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

پر طالبانو ولې اوونيزې ۴۰ميليوني د ډالري کڅوړو مرستې بندې شوې؟

0

وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د دوبي په نیمایي کې پر افغانستان واکمن شول او په دغه هېواد کې اقتصادي کړکېچ رامنځته ته شو، نږدې هره اوونۍ شاوخوا ۴۰ میلیونه ډالره بشري مرستې افغانستان ته رسېدلې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک هر ځل د دې پیسو له ترلاسه کولو وروسته په خپله رسمي وېبپاڼه او دغه شان په خپل ټویټر اکاونټ کې د څلویښت میلیونه ډالرو د ترلاسه کولو خبر خپراوه، خو د مرستندویه سرچینې په اړه یې جزئیات نه ورکول.

د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر له ۱۴مې راهیسې د افغانستان بانک له‌خوا دوی ته د دې پیسو د رسېدو په اړه کوم خبر نه‌دی خپور شوی.

د افغانستان بانک او د طالبانو د حکومت ویاندویانو د نغدو کڅوړو د رسېدو یا نه رسېدو په اړه د ازادي راډیو پرله‌پسې پوښتنو ته ځواب ونه وايه، خو د افغانستان بانک یوې سرچینې چې نه‌غواړي نوم یې د موضوع د حساسیت له امله په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې وویل: "تاسو کولی شئ تازه معلومات زموږ له ټویټر پاڼې ترلاسه کړئ، هرکله چې د نغدو مرستو بسته افغانستان ته ورسېږي موږ به یې خپاره کړو."

د افغانستان بانک په ټوېتر پاڼه کې په ورستي ځل د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۱۴مه نېټه د ۴۰ ملیون ډالرو مرستې د کڅوړې د رسېدو په اړه معلومات خپاره شوي دي.

د طالبانو حکومت په رسمي ډول د دغو نغدي مرستو د ځنډېدو د احتمال په اړه څه نه‌دي ویلي.

خو ګمان دا دی، چې د دغو اوونیزو مرستو احتمالي لغوه یا ځنډېدل د طالبانو له‌خوا د ښځو پر لوړو زده‌کړو د نوي تازه او په غیر دولتي موسسو کې د دوی د کار له بندیدو سره تړاو لري.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۲۰مه د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو له خوا د بندیزونو په دوام، د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۲۴مه د طالبانو حکومت په افغانستان کې په مېشتو کورنیو او بهرنیو نا دولتي موسسو کې د ښځو او نجونو کار کول هم منع کړل.

د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دغه بندیزونه په کور دننه او بهر وغندل شول او یو شمېر نړیوالو بنسټونو او سازمانونو لکه د ماشومانو د ساتنې سازمان، پاملرنې، د ناروې د کډوالۍ کمېټې، ورلډ ویژن او یو شمېر نورو په دې اړه غبرګونونه وښودل او په افغانستان کې یې خپل فعالیتونه بند کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د تېر کال په ډسمبر میاشت کې ویلي و، چې طالبان باید د نجونو له تعلیمه د بې برخې کولو په اړه خپله پرېکړه بدله کړي، که نه نو د نوموړي په خبره، د دوی پرېکړه به ښه پایله ورته ونه لري.

د اقتصادي چارو پوه اذرخش حافظي وايي، امریکا ښايي د دې پیسو بندول د طالبانو پر حکومت د فشار د وسیلې په توګه وکاروي.

نوموړی وايي: "د امریکا متحده‌ایالات، د ډیموکراسۍ د مرکز په توګه، کولی شي خپل ارزښتونه وساتي د ښځو د حقونو په ګډون، د ښځو د زده کړې حق او یو لړ بشري ارزښتونه چې د بشري حقونو په اعلامیه کې راغلي او همدارنګه په نړیوالو کنوانسیونونو کې افغانستان هغه لاسلیک کړي دي، خو دا چې د پیسو کڅوړې یې بندې کړي، ښايي د افغانستان پر اوسني موقت حکومت یې د فشار د وسیلې په توګه دا کار کړی وي."

یو شمېر کابل ښاریان په دې باور دي چې د نړیوالو مرستو احتمالي ځنډېدل به د خلکو د ژوند شرایط خراب کړي.

د کابل ولایت یوه اوسېدونکې مهتاب په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "زما په نظر د دغو مرستو بندېدل به هېواد نور هم بحراني کړي، که څه هم نه پوهېږم چې د دولتي کارکوونکو معاشونه به ورکړل شي او که نه، خو ښایي د دې پیسو بندول پر ښځو محدویت نور هم زیات کړي."

مهتاب او ډېری نور دا پوښتنه هم کوي چې دا دومره ډېرې پیسې، چېرې څنګه مصرفیږي؟ په داسې حال کې چې ملیونونه خلک د لوږې له خطر سره مخ دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو مرستو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "بشري مرستې نه امارت ته رسیږي او نه هم امارت ته ورکول کېږي، دا پیسې د هغو بنسټونو له ملي بودیجې راځي چې خیریه مرستې کوي. او همدارنګه دوی باید په کال کې یو ځل د اقتصاد وزارت ته راپور ورکړي، راپور ورکول یوه کړنلاره ده او د هغې له‌مخې له دوی څخه راپور اخیستل کېږي."

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته افغانستان ته د مرستو د رسولو د دغې لړۍ له پيل څخه تر اوسه پورې له دغه هېواد سره څه د پاسه دوه ميليارده ډالره بشري مرستې شوې دي.

هغه مرستندویه هېوادونه، چې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر یې تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، هم ټینګار کوي چې طالبانو ته نغدې پیسې نه ورکوي او هغو کسانو سره چې بېړنۍ اړتیا لري مرستې کوي.

د راپورونو له‌مخې دغه نغدي مرستې د افغانستان نړیوال بانک په نوم یوه سوداګریز بانک ته ورکول کېدې.

د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د امریکا حکومت په سویس کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د یوه صندوق د جوړولو خبره وکړه.

د راپورونو له‌مخې د افغانستان بانک درې نیم میلیارده کنګل شوي ډالر د امریکا له‌خوا دغه صندوق ته انتقال شوي دي.

د امریکا د خزانې وزارت د بیان په یوه برخه کې ویل شوي: "د افغانستان وجهي صندوق به د افغانستان پر وړاندې د اقتصادي ننګونو په کمولو کې مرسته او په ورته وخت کې به د افغانستان بانک له زېرمو د افغانستان د خلکو په ګټه ساتنه وکړي."

خو CNN هغه مهال د دوو جګپوړو امریکايي چارواکو له قوله ویلي وو چې دا بودیجه به سم‌دستي په واک کې نه وي، ځکه د دوی په وینا په افغانستان کې داسې باوري اداره نه‌شته، چې دا تضمین کړي، چې دا مرستې به د افغانانو په ګټه ولګول شي.

د نغدي مرستې د لګولو موضوع تر اوسه ښکاره نه‌ده، خو هغه څه چې روښانه دي دا دي چې د طالبانو حکومت او د دوی تر کنترول لاندې د افغانستان بانک د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ساتلو په موخه سلګونه میلیونه ډالر په ازاد بازار کې پلورلي دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) په خپل راپور کې چې د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۳۰مه خپور شو ویلي و، چې امریکا له افغانستان سره د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته ۱.۱ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

خو سیګار وویلی و، چې نه‌شي کولی د دې مرسته شویو پیسو حساب ورکړي، ځکه چې د دې ادارې په وینا د متحده‌ایالاتو نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) او د متحده ایالاتو د خزانې وزارت له سیګار سره له همکارۍ ډډه کړې.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *