Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

النصر فوټبال لوبډلې د رونالډو د هرکلي لپاره ځانګړي مراسم نيولي

0
النصر فوټبال لوبډلې د رونالډو د هرکلي لپاره ځانګړي مراسم نيولي

النصر فوټبال لوبډلې د کریستیانو رونالډو د هرکلي لپاره نن ماښام ځانګړي مراسم نیولي.

تمه ده کریستیانو رونالډو د هرکلي په دې مراسمو کې د النصر کمیس په تن کړي او رسماً له خپل نوي ټیم سره یو ځای شي.

رونالډو بېګا شپه ریاض ته په لار له الوتکې په لنډ پیغام کې وویل چې: "د ژر لیدو په تمه مو یم."

د پرتګال د ملي لوبډلې کپټان کریستیانو رونالډو د دوو کلونو په مخه د کال ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د سعودي عربستان له النصر لوبډلې سره تړون لاسلیک کړی دی.

د سعودي عربستان النصر لوبډلې ویلي چې، په بې صبرۍ د رونالډو د ورتلو شېبې شماري او له ټولو مینه‌والو یې غوښتي چې د رونالډو د هرکلي په مراسمو کې ګډون وکړي.

له النصر سره د رونالډو د تړون د ډېرو پیسو تر څنګ چې د خلکو پام یې ور اړولی د دغه ټیم د انسټاګرام پاڼه هم په خورا چټکۍ مخته روانه ده.

د رونالډو تر تړون مخکې د النصر د انستاګرام پاڼه اتو لکو کسانو خوښه کړې وه خو د هغه په راتګ سره په دوو ورځو کې د دغه ټیم د مینه‌والو شمېر په انسټاګرام باندې له اوه میلیونو واوښت.

رونالډو بیا خپله پر انسټاګرام ۵۲۷ میلیونه مینه وال په لرلو سره د نړۍ په کچه تر ټولو زیات مینه‌وال لري.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *