لوګر کې يوه نوې لرغونې سيمه موندل شوې ده
په لوګر کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رئیس په دغه ولایت کې د یوې نوې لرغونې سیمې د کشف خبر ورکوي.
رفیع الله صمیم تېره شپه ازادي راډيو ته وویل چې دا ځای د لوګر د مرکز پل علم ښار ته څېرمه د سپېڅ په سیمه کې دی او د اسلامي دورې مربوط دی.
ښاغلی صمیم زیاتوي چې لومړی د سیمې خلکو په دې ځای کې د خټينو لوښو د لیدلو خبر ورکړ او وروسته له کابل څخه راغلي پلاوي د دغه ځای لرغونتیا تثبیت او د ساتنې لپاره یې لازم تدابیر ونیول.
د لوګر ولايت څو لرغونې سیمې لري چې تر ټولو مهمه یې د عینکو د کان په سیمه کې ده.
د برکي برک ولسوالۍ د سجاوند او د خروار ولسوالۍ د کافر کوټ لرغونې سیمې هم د پام وړ دي.