Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

د يوناما مرستيال له کرزي او د طالبانو د کورنيو چارو له سرپرست وزير سره جلا کتنې کړي

0

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یوناما دفتر تېره شپه په یو لړ ټویټونو کې اعلان وکړ چې ښاغلي پوتزل له حامد کرزي سره په لیدنه کې په هغو زیانونو بحث وکړ چې له کار او تعلیم د افغان نجونو او ښځو د مخنیوي په خاطر ټولنې ته اوښتي دي.

د یوناما دفتر زیاتوي چې په دې کتنه کې د یوه ملي ډیالوګ د اړتیا په اړه هم بحث او د نظر تبادله وشوه.

د یوناما مرستیال مارکوس پوتزل له کرزي سره تر لیدنې وروسته د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره لیدلي او د نړیوالې ټولنې غوښتنه یې طالبانو ته رسولې چې د ښځو پر زده کړو او کار محدودیتونه لرې کړي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر زیاتوي چې د ښځینه مرستندویانو پر کار بندیز بشري ناورین لا پسې ژوروي او سترې اقتصادي ستونزې رامنځته کوي چې له امله به یې افغانستان نور هم منزوي شي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت هم په یو لړ ټویټونو کې تایید کړې چې د یوناما مرستیال د نجونو د تعلیم او نورو محدودیتونو په اړه خپلې اندېښنې له سراج الدین حقاني سره شریکې کړې.

په ټويټ کې د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني په حواله راغلي چې د طالبانو مشرتابه د خلکو هوساینې ته ژمن دی او د ستونزو د هواري او له اسلامي شریعت او افغاني دودونو سره سم د یوه معقول او دایمي حل د موندلو هڅې روانې دي.

 

ښاغلي پوتزل یکشنبه هم د طالبانو د رئیس الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې له کار او زده کړو د ښځو او نجونو د منع کولو په اړه اندېښنه ښوولې وه.

بل‌خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر OCHA وايي چې، د مرسته رسوونکو ښځو د کار بندیز د ټولو افغانانو ژوند په خطر کې اچوي.

اوچا زیاتوي دا بندیز په داسې حال کې لګول شوی چې په افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک د قحطۍ، اقتصادي رکود، بې‌وزلۍ او سخت ژمي سره مرستو ته ډېره اړتیا لري.

په دې وروستيو کې د طالبانو حکومت په بهرنيو او کورنيو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بنديز ولګاوه او پوهنتونونه يې د نجونو پر مخ وتړل چې دا کار د نړيوالې ټولنې له‌خوا په پراخه کچه وغندل شو.

د دې پرېکړې له امله یو شمېر کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو خپل فعالیتونه ودرول.

یو شمېر خلک په دې نظر دي چې طالبان د نجونو د زده کړې د بندولو او په غیر دولتي موسسو کې د ښځو د کار د بندولو په اړه اختلاف لري.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې یې له طالبانو سره د دوحې تړون لاسلیک کړ، د فرانسې ۲۴ ټلوېزیوني شبکې ته وویل، چې د طالبانو اکثریت په ملي او نړیوالو موسسو کې د ښځو د کار له بندیز سره مخالفه دي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي چې دی اوس هم له څو طالب مشرانو سره په اړیکه کې دی.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *