Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

د پاکستان ملي امنيت کمېټې بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې د بريدونو پر ډېرېدو خبرې کړي

0
د پاکستان ملي امنيت کمېټې بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې د بريدونو پر ډېرېدو خبرې کړي

د پاکستان د ملي امنیت په کمېټه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې په تېره بیا په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې په وروستیو بریدونو بحث شوی.

د پاکستان صدراعظم شهبازشریف په دې ناسته کې پرون ماښام ټینګار کړی چې وسله‌وال پوځ به د یوه امن او خوندي چاپیریال د رامنځته کولو لپاره غوڅ عمل کوي او د ترهګرۍ ضد ټولې څانګې به د جګړې لپاره په اړینو وړتیاو سمبال شي.

د ناستې د پای اعلامیه کې راغلي چې، پاکستان هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې ترهګرو ته امن پټن‌ځایونه او اسانتیاوې ورکړي.

همدا راز زیاته شوې چې پاکستان د خپلو خلکو د ساتنې ټول حقونه لري.

که څه هم په اعلامیه کې د افغانستان نوم نه‌دی یاد شوی خو مخکې پاکستاني چارواکو په وار وار ادعاوې کړي چې پر پاکستان اکثر بریدونه له افغان خاورې پلانیږي.

وروستی وار د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ادعا وکړه چې ممکن د افغانستان په خاوره په هغو کسانو برید وکړي چې پر پاکستان حملې کوي.

دې خبرې د طالبانو د دفاع وزارت تُند غبرګون وپاراوه او ویې ویل چې د راناثناالله خبرې پاروونکې او بې اساسه دي او دا چې افغانستان بې څښتنه نه‌دی.

دفاع وزارت همدا راز ویلي وو چې، د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د دفاع لپاره چمتو دی.

پاکستان څو واره له افغانستان سره پر پوله په تېره بیا قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ ضد عملیات کړي چې تر ټولو لوی یې په ۲۰۱۴ کال کې د ضرب عضب و.

د ضرب عضب په نتیجه کې د راپورونو له‌مخې د قبایلو زرګونو اوسېدونکو افغانستان ته پناه یوړه چې لا یې ځینې په خوست کې مېشت دي.

د پاکستان پوځ بیا د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د خوست د سپېرې ځینې سیمې په دې خاطر بمبار کړې چې ګواکې هلته د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو ځای نیولی و.

د سیاسي چارو شننونکی شفیق همدرد ازادي راډیو ته وویل پاکستان بیا د نړیوالو د پام او مرستو د جلب لپاره د ده په خبره د نوې لوبې د پيل په لټه کې دی.

نوموړی وايي: "فکر کوم چې ای اس ای په دې سیمه کې پروژې لري او کېدای شي د دغو پروژو په نیت باندې چې د ترهګرۍ سره مبارزه وي او نړیوال یې هم حمایت وکړي یو ځل بیا دا سیمه او خلک په وینو ولړي. لکه په قبایلو کې چې کوم عملیات له بده بخته په تېرو لسو پنځلسو کلونو کې وکړل."

په پاکستان کې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې چې له افغانستان سره په پوله پراته دي وروستۍ څو میاشتې بریدونه زیات شوي.

د اکثرو دغو بریدونو مسوولیت د ټي‌ټي‌پي تحریک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخیستی.

د پاکستان حکومت مدعي دی چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د پاکستان په خاوره ترهګریزو بریدونو زور اخیستی.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو د مرکز د شمېرو په اساس ټي‌ټي‌پي د ۲۰۲۱ کال له اګست د ۲۰۲۲ کال تر اګست پورې په پاکستان کې شاوخوا ۲۵۰ بریدونو ترسره کړل چې په پایله کې یې ۴۱۳ کسان وژل شوي او ۷۱۹ نور ټپيان دي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *