Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

د ښځو په کار بندیز؛ پي بي ایس: دا بندیز به افغانان له مهمو خدماتو بې برخې کړي

0
د ښځو په کار بندیز؛ پي بي ایس: دا بندیز به افغانان له مهمو خدماتو بې برخې کړي

پي بي ایس:

پي بي ایس خپرونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لوړپوړي چارواکي او د طالب چارواکو ترمنځ غونډې ته پام کړی دی.

په دې مقاله کې راغلي چې د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو لوړپوړي چارواکي د طالبانو د حکومت له مرستیال صدراعظم سره وکتل چې په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز په اړه خبرې وکړي.

دا وروسته له هغه چې طالبانو په نادولتي ادارو کې د افغان ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

د طالبانو دې پرېکړې چې په نادولتي ادارو کې له کاره د ښځو مخه ونیسي، د نړیوالو مرستندویه سازمانونو لویې ادارې دې ته وهڅولې چې په هېواد کې خپل فعالیتونه وځنډوي.

په مقاله کې لیکل شوي چې دې بندیز دا وېره رامنځته کړې چې خلک به له خوراکي توکو، زده کړو، روغتیايي او نورو مهمو خدماتو څخه بې برخې شي ځکه د افغانستان نیمايي نفوس بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

وروسته راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مرستیال مارکس پوټزل په پلازمېنه کابل کې له مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې د دغه بندیز او پوهنتونونو ته د ښځو د تګ د بندیز په ګډون د نورو اقداماتو په اړه خبرې وکړې.

آی نیوز:

آی نیوز خپرونې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه لیکلي دي.

په مقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې افغانستان په دوامداره توګه له اقتصادي پلوه له نړۍ څخه منزوي کېږي، د طالبانو په مشرۍ رژیم د ځان بسیاینې او همدارنګه له چین او روسیې څخه د بهرنیو پانګونو په لټه کې دی چې له بندیزونو او مرستو کمېدو ځان وژغوري.

وروسته راغلي چې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت سرپرست حاجي نورالدین عزیزي ویلي، حکومت به يې د "پر ځان بسیاينې" یو نوی پروګرام عملي کړي چې له مخې به یې د کورنیو تولیداتو کارولو ته وده ورکړي، خو دا یې نه دي ویلي چې دا به څه ډول تولیدات وي.

په دې مقاله کې راغلي چې طالبانو ویلي چې ایران، روسیې او چین هغه هېوادونه دي چې د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې يې لېوالتیا څرګنده کړې ده.

وروسته یادونه شوې چې نړیوالو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې له ښځینه کارکوونکو پرته دوی نه شي کولای میلیونونو کوچنیانو ښځو او نارینه وو ته مرستې ورسوي.

خو د عزیزي له قوله ویل شوي چې وايي، تمه ده په سپټمبر میاشت کې کې د لاسلیک شوي لوی تړون له مخې له روسیې څخه د ګازو، تېلو او غنمو صادرات په راتلونکو ورځو کې افغانستان ته ورسېږي.

وروسته راغلي چې په ځينو پروژو کې د روسيې او ايران په ګډون د چين صنعتي پارکونه او د حرارتي برښنا بندونه تر بحث لاندې دي.

خو د لیکوال په باور په کابل کې پر بهرنیو اهدافو بریدونو پانګه وال وېرولي او د مخ په زیاتېدونکي امنیتي ګواښونو په اړه اندېښمن دي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *