د ژغورنې نړيواله کمېټه: ملګري ملتونه دې طالبان چمتو کړي چې ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي
د ژغورنې نړیواله کمېټه"IRC" وايي، په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د ښځو ونډه یوه عملیاتي اړتیا ده.
دې ادارې په یوه اعلامیه چې پرون ناوخته یې خپره کړې لیکلي، طالبانو په نا دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار داسې مهال بندیز لګولی چې دا هېواد د لسیزو جګړو او د ژمي سختو شرایطو د بېساري اقتصادي سقوط او ویجاړۍ سره مخ کړی دی.
د ژغورنې نړیواله کمېټه زیاتوي"همدا اوس ۸۲ سلنه هغه کورنۍ چې سرپرستي یې مېرمنې کوي، بشپړ خواړه نهلري."
د ژغورنې نړیواله کمېټه په افغانستان کې نا دولتي موسسو کې د ښځو ونډې ته په اشارې لیکي، په ټولو برخو کې د ښځینه کارکوونکو پرته، دوی نهشي کولای د هغو کسانو لپاره چې روان بحران سخت ځپلي، اصولي او د اړتیا پر بنسټ مرستې او پروګرامونه وړاندې کړي.
دې ادارې چې د طالبانو لهخوا یې په نا دولتي موسسو کې د ښځو په کار د بندیز د پرېکړې په غبرګون کې خپلې چارې ځنډولي خبرداری ورکړی چې د دوی د کارونو پر وړاندې را پورته شوې ننګونې به د ښځو خوندیتوب را کم، له دوی سره جنستي تاوتریخوالي زیات او د ښځو د پیاوړتیا لپاره پلان شوي پروګرامونه له زیان سره مخ کړي.
د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، دوی له همدې امله له ملګرو ملتونو سازمان غواړي چې طالبان په عملي او همغږي توګه وهڅوي، څو نجونو او ښځو ته په نادولتي موسسو کې د کار کولو اجازه ورکړي.
له طالبانو مو وپوښتل چې ایا د دې پرېکړې د بدلون امکان شته، خو ویاندویانو یې ځواب را نهکړ، مګر وړاندې یې ویاند ذبیحالله مجاهد له پرېکړې دفاع کړې وه.
خو له افغانستان وړاندې د قطر او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د جون په ۴مه نېټه په افغانستان کې د نجونو او ښځو په زدهکړو، کار او نورو بندیزونو تفصیلي خبرې کړي.
هاخوا د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر افغانستان او یو شمېر نور هېوادونه له قحطۍ سره مخ بللي.
اوچا په خپله ټویټرپاڼه خبرداری ورکړی، که د مرستې لپاره سمدستي او دوامداره اقدام و نهشي، په ۲۰۲۳ کال کې به ناورین جوړ شي.
ملګرو ملتونو سازمان وړاندې ویلي، ۲۸ میلیونه افغانانو هر څه ژر بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو ادارې افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د څلور نیم میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې، هغه چې پیدا کول یې په یوې خورا ستونزمنې چارې بدل شوي دي.